۵۱- جمعه الدين گيانوال:
له پکتيکا څخه انتخابي سناتور
جمعه الدين ګيانوال د حاجي خانه جيم زوى، چې په ١٣٦٤لمريز کال د پکتيکا ولايت په ګيان ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. له دوولسم ټولګي څخه فارغ شوى، د قومي مخورو ګڼل کيږي او مخکي يې سوداګري کوله .
شماره تماس: 0707959852 -0799490093
۵۲- حاجي خان محمد خاګي:
له پکتيکا څخه انتخابي سناتور
حاجي خان محمد خاګي د حاجي اغا محمد زوى، چې په ١٣٤٣کال کې دپکتيکا ولايت د سروبي ولسوالۍ د عباس خيل په کلي کې زيږيدلى دى. لومړنى زده کړې لري، قومي مخور ګڼل کيږي او په جهاد کې يې هم برخه اخيستې ده.
۹۱- اروښاد مولوي ارسلا رحماني
له پکتيکا څخه انتصابي سناتور
خداى بخښلى مولوي ارسلا رحماني د محمد دولت زوى، چې په ١٣٢٣کال کې د پکتيکا په ارګون ولسوالى کې زيږيدلى دى. په فلسفه او ديني علومو کې زده کړې لري ، د استاد رباني دحکومت په دوره کې د ارشاد، حج او اوقافو د وزير او د صدارت عظمى د مرستيال په توګه او د طالبانو په دوره کې د لوړو زده کړو وزارت د مسلکي مرستيال او د حج او اوقافو د وزارت د مرستيال په توګه يې دندې ترسره کړي ، هغه د حرکت انقلاب اسلامي افغانستان مرستيال و ، رحماني د ١٣٩٢کال د غويي په ٢٤ د ناپېژاندو وسله والو له لوري هغه مهال په کابل ښار کې ووژل شو ، چې خپل دفتر ته روان و.