محب الله صميم  په ١٣٤٤ لمريز کال کې د غزني په واغز ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. لومړنۍ زده کړې يې پخپلې ولسوالۍ کې کړي او د ژبپوهنې په برخه کې لوړې زده کړې لري .
 نوموړي د غزني د اطلاعاتو او کولتور رييس او ددې ولايت د واغز او اندړو ولسواليو د ولسوال په توګه يې هم دندې ترسره کړې دي.
 محب الله صميم د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کابل  پوهنتون مرستيال او د کابل پولتخنيک پوهنتون د رييس په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
 هغه په کابل کې د زمزمې په نامه ديوې مجلې د امتياز خاوند و. نوموړى د ١٣٨٩ لمريز کال د وري په مياشت کې د پکتيکا د والي په توګه په دنده وګومارل شو. صميم په پښتو، دري ، عربي او انګليسي ژبو پوهېږي .