پکتيکا چې د افغانستان سوېل ختيځ لوري ته له ډېورنډ کرښې سره پر پوله پروت ولايت دى ، د مرکز ښرنې ښار په ګډون ٢١ ولسوالۍ لري.
١-ارګون:
دغه ولسوالۍ له مرکز ښرنې څخه (۷۰) کيلومتره لرې شمال ختيځ لوري ته پرته ده، دا ولسوالۍ ددې ولايت ترټولو زيات نفوس لري، خو رسمي شمېر يې نه دى معلوم. ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په ارګوني،خروټو اوځدارڼو قومونو پورې اړه لري.د ارګون ډېری اوسېدونکي دکرنې اومالدارۍ په چارو بوخت دي .
٢-سروبي :
 دا ولسوالۍ د مرکز ښرنې شمال لوري ته په ٧٥ کيلومترۍ کې پرته ده، اوسېدونکي يې دخروټو قوم پورې تړاو لري .د سروبي اوسېدونکي دکرنې ترڅنګ ډېری يې دجلغوزيو کاروبار کوي اودجلغوزيو  لرونکي غرونه لري.نفوس يې نه دى اټکل شوى.
٣-برمل:
دا ولسوالۍ د ولايت ختيځ ته په ٩٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې ډېری وزير او خروټي دي.دا سرحدي ولسوالۍ ده ، چې د انګور اډې په سيمه کې له ډيورنډ کرښې سره ګډه اوږده پوله لري، اوسېدونکي يې دکرنې ترڅنګ له پاکستان سره سوداګري لري، ددې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي په شمالي او سوېلي وزيرستانونو کې هم کاروبار  لري.
٤-زېړوک:
دا ولسوالۍ د مرکز ښرنې ښار شمال ختيځ ته په ١٨٠ کيلو مترۍ کې پرته ده، خلک يې ډېری په قوم ځدراڼ دي. زياتره وګړي يې له غرونو څخه دلرګيو په راړولو او پلور او يوشمېر نور يې  د جلغوزيوکاروبارهم کوي.
٥-نکه:
دغه ولسوالي د ښرنې ښار شمال لوري ته په ١٩٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په قوم  ځدراڼ دي اوډېری وګړي يې دلرګيو په کاروبار بوخت دي.
٦-ګيان :
دغه ولسوالي له مرکز ښرنې څخه شمال ختيځ ته په ١٩٦ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکی ډېری په قوم ځدراڼ دي ،ددې ترڅنګ چې دلرګيو د پلور کاروبارکوي ،ځينې خلک يې په عربي هېوادونو او پاکستان کې هم  په کاروبار باندې بوخت دي .
٧-سرروضه:
 دغه ولسوالۍ د مرکز ښرنې شمال لوري په ٢٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په قوم خروټي اومارزک دي.د سرروضې يوشمېر اوسېدونکي ددې ترڅنګ ، چې په کرنه بوخت دي ،يو شمېر نور يې دجلغوزيو کاروبارهم کوي،ددې ولسوالۍ ډېرى خلک هم عربي هېوادونو، لندن او پاکستان کې  په کاروبار بوخت دي .
٨-اومنه :
دغه ولسوالۍ د ولايت مرکز ښرنې سوېل ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري ، اوسېدونکي يې په قوم خروټي دي،ډېری خلک يې دجلغوزيوپه کاروبار بوخت دي.
٩-ګومل:
نوموړې ولسوالي د ښرنې سوېل ختيځ ته په ٧٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په قوم خروټي دي. ددغې ولسوالۍ ډېری  غرونه جلغوزي لري، چې يو زيات شمېر وګړي يې د جلغوزيوپه کاروبار بوخت دي.
١٠-شکين:
دغه ولسوالۍ د ولايت مرکز ختيځ ته په ٨٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري،ډيرى اوسېدونکي يې په قوم  وزير اوځدراڼ دي . شکين ولسوالۍ هم له ډېورنډ کرښې سره اوږده پوله لري ، وګړي   لرګيود پلور کاروبار کوي او ځينې يې په پاکستان په ځانګړې توګه (شمالي او سوېلي وزيرستان)  کې کاروبارونه لري.  
١١-وازه خوا:
دغه ولسوالۍ د ښرنې سوېل ته په ١٩٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په سلېمانخېلو قوم پورې اړه لري.ددې ولسوالۍ ډېرى اوسېدونکي دکرنې اومالداري په چارو بوخت دي او يوشمېر نوريې هندوستان اوپاکستان کې کاروبار کوي .
١٢-تروه :
نوموړې ولسوالۍ د ښرنې سويل لوري  ته په ٢١٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري ، اوسېدونکي يې په سلېمانخېل  قوم پورې تړاو لري ، ډېری اوسېدونکي يې دکرنې په چارو بوخت دي.
١٣-وړممۍ:
دغه ولسوالۍ د ښرنې سوېل ته په ٢٣٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، ددې ولسوالۍ استوکن هم سلېمانخېل دی او ډېری شمېر وګړي يې دکرنې په چارو بوخت دي.
١٤-خېرکوټ:
نوموړې ولسوالۍ د ښرنې سوېل لوري ته  په (۶۷) کيلومترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په قوم سلېمانخېل دي.د خېرکوټ يو شمېر اوسېدونکي په کرنه بوخت دي، انګور ددې سيمې مهم پيداواردي،خو ددې ولسوالۍ زيات شمېر وګړي په هندوستان اوعربي هېوادونوکې   کاروبارونه لري.
١٥جاني خېل:
دغه ولسوالۍ دښرنې سوېل ته په ٧٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په قوم سلېمانخېل (کټوازيان) دي، خلک يې په کرنه بوخت دي، خو يو شمېر نور يې په پاکستان او ځينو عربي هېوادونوکې خواري مزدوري کوي.
۱۶- خوشامند:
نوموړې ولسوالۍ د ښرنې سوېل لوري په ٧٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په قوم سلېمانخېل دي ،ددې ولسوالۍ ډېری وګړي د کرنې اومالدارۍ په چارو بوخت دي.
١٧-ډيله:
دغه ولسوالۍ د ښرنې په ١٨٧ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې په قوم سلېمانخېل دي، ډېرى وګړي يې د کرنې ترڅنګ د مالدارۍ په چارو بوخت دي.
١٨-يوسف خېل:
نوموړې ولسوالۍ د ښرنې سوېل ختيځ لور ته په ٢٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري،ډېری اوسېدونکي يې په کرنه بوخت دي، يو شمېر نور يې په ايران ،سعودي عربستان اودوبۍ کې   کاروبارونه لری.
١٩-يحيی خېل:
دغه ولسوالۍ د ښرنې سوېل ته په ٣٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري، اوسېدونکي يې ټول  په قوم سلېمانخېل دي، ددې ولسوالۍ خلک هم ډېرى په هند، عربي هېوادونو کې مېشت او هلته کاروبارونه لري.
٢٠-مټاخان:  
نوموړې ولسوالۍ د ښرنې شمال ته په ١٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، ډېری اوسېدونکي يې په قوم اندړ دي .د مټاخان ډېری وګړي په کرنه بوخت دي ،خوځينې نوريې په هند اوپاکستان کې کاروبارونه لري.
۲۱- ښرنه:
ښرنه د پکتيکا ولايت  مرکز دی ، د ښرنې په ښار کې د ولايت مقام وجود لري ، چې ولسوالۍ له دغه ځايه اداره کېږي.