Voter Voices

پکتيکا د افغانستان سوېل لوېديځ ته لرې پروت لوى سرحدي ولايت دى ، دا ولايت د مرکز په ګډون ٢١  اداري واحدونه لري.
ددې ولايت ولايتي شورا د درېيو ښځو په ګډون نهه غړي لري.
په دې راپور کې ددې ولايت د بېلابېلو خلکو نظرونه اخيستل شوي ، چې په لاندې ډول دي.
ښوونکى : طالبانو تېر ځل اجازه رانکړه، خو دا ځل حتماً خپله رايه کاروو
د مرکز ښرنې اوسېدونکي او د علي بابا لېسې ښوونکي سيف الله پژواک ته وويل، دی او کورنۍ يې غواړي په راتلونکو ټاکنوکې برخه واخلي.

د پکتيکا يو شمېر خلک  د ځينو نورو ولايتونو په څېر د ولسمشرۍ له ٤١ کانديدانو څخه يواځې دوه يا درې تنه پېژني .
د دې يو لامل دادى چې دغو ټاکنو ته نوې څېرې را مخکې شوې دي او ټاکنزې مبارزې يې هم يواځې په مرکز کې محدودې دي .
څرنګه چې بريالى ولسمشر د ټولو رايې ورکوونکيو له نيمايي څخه د ډېرو رايې ترلاسه کولو ته اړتيا لري ، نو دغه نه شناخت به د رايو په ترلاسه كولو كې  ستونزه را منځ  ته كړي .