۱- د پکتیکا مدني ټولنه:
دا ټولنه په ۱۳۸۷ کال کې جوړه شوه، په پلازمېنه کابل کې فعالیت کوي، جنرال مهمند کټوازی یې مشر دی او کابو ۵۰ تنه غړي لري.
۲- د پکتیکا د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه:
دا ټولنه په ۱۳۸۷ کال کې د محمد یاسین یاسین په مشرۍ جوړه شوې، چې د خبریالانو د ستونزو د لرې کېدو او همغږۍ پیدا کولو په برخه کې فعالیت کوي.
 
۳- د پکتیکا د ځوانانو فرهنګي ټولنه:
دا ټولنه په ۱۳۹۲ کال کې د عزیزالله امیري په مشرۍ جوړه شوې، چې کابو ۸۰۰ تنه غړي لري.
 
۴- د اورګون د ځوانانو فرهنګي ټولنه:
دغه ټولنه په ۱۳۸۸ کال کې تاسیس شوې، چې په اورګون ولسوالۍ کې فعالیت کوي، مشر یې یعقوب خان منظور دی او کابو ۵۰۰  غړي لري.

۵- د ځوانانو عالي شورا:
د پکتیکا د اطلاعاتو او کولتور ریاست له لوري جوړه شوې ده او مشر يې انعام الله ګوهر کوي.
۶- د پکتیکا د دوکاندارانو اتحادیه:
د پکتیکا د ټولو دوکاندارانو او سوداګرو استازیتوب کوي، په ۱۳۸۸ کې د ګلزاده حمیدي په هڅو جوړه شوې ، چې اوس مهال یې مشر حاجي نیازخان دی.
 
۷- د ښرنې د قومونو یووالي عالي شورا:
دغه قومي شورا په ۱۳۸۷ کال کې د حاجي اکبرخان له لوري جوړه شوې، چې له هرو دوو کلونو وروسته د مشرۍ لپاره ټاکنې کوي ، چې اوس یې مشري ملامعصوم خیروي کوي.
۸- غاټول ټولنه:
دا ټولنه په ۱۳۸۵ کال کې د عبدالباري نعیمي په مشري جوړه شوې، چې وخت نا وخته ادبي غونډې او مشاعرې کوي.
۹- پکتیکا ادبي بهیر:
دا هم د پکتیکا ادبي بهیر دی، چې په ۱۳۹۲ کال کې د انعام الله ګوهر په مشرۍ جوړه شوى او په هرو دوو اونیو کې د لیکوالو او شاعرانو لپاره مشاعرې او د کره کتنې غونډې جوړوي.