۱۹۹- محمود خان سليمان خېل:
د پکتيکا د خلکو استازى – رايې : ۷۶۰۴
 
محمود خان سليمان خېل د حاجي محمد خان زوى، چې په ١٣٤٦لمريز کال کې د پکتيکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې زيږېدلى دى.نوموړى په ١٣٥٨لمريز کال کې د کابل له حربي ښوونځي څخه فارغ شوى او له هغه وروسته يې د يوه کال لپاره د کابل په حربي پوهنتون کې درس ويلى. سليمان خېل له هغه وروسته د مجاهدينو له ليکو سره يوځاى شو. هغه د پکتيکا د پوهنې د رييس، د کوچيانو چارو د خپلواکې ادارې د رييس، جهادي قوماندان، قومي مشر او د کوچيانو د مشر په توګه دندې ترسره کړې دې. نوموړي د بېړنۍ او اساسي قانون د لويو جرګو غړيتوب هم درلود .
 
د اړيکې شمېره  : ۰۷۸۷۶۶۹۹۷۷
 
۲۰۰- نادرخان کټوازی:
د پکتيکا د خلکو استازى – رايې : ۱۱۶۰۰
 
نادر خان کټوازى د حاجي امان الله زوى، چې په ١٣٣٦لمريز کال کې د پکتيکا ولايت په خيرکوټ ولسوالۍ کې زيږېدلى دى. نوموړى په ١٣٥٧لمريز کال کې د سيدجمال الدين د ښوونکو د روزنې له موسسې څخه فارغ شوى او همدارنګه د هند د ابوالکلام ازاد په کالج کې يې  درس ويلى دى. کټوازي د ښوونکي، د بېړنۍ او اساسي قانون د لويو جرګو دغړي، د پکتيکا د سرحداتو او قبايلو د رييس، په پنځلسمه دوره کې د ولسي جرګې دغړي او د هند د پښتنو د مرکزي کمپنۍ د غړي په توګه دندې ترسره کړې دي.
 
داړيکې شمېره  : ۰۷۹۹۳۰۱۵۷۸
برېښناليک : [email protected]
 
 ۲۰۱- ناجيه بابکرخېل ارګونوال:
د پکتيکا د خلکو استازې – رايې :  ۲۳۰۸
 
ناجيه ارګونوال دحاجي پيرمحمد لور، چې په ١٣٥١لمريز کال کې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې زيږېدلې ده.
نوموړې په ١٣٦٠لمريز کال کې د کابل د امينه فدوي له لېسې څخه فارغه او د ليسانس سند يې د کابل پوهنتون د اقتصاد له پوهنځي څخه تر لاسه کړى دى. ناجيه د حسابدارۍ د انسټيټيوټ د ښوونکې، د جمهوريت په مسلکي لېسه کې د ښوونکې، د جمهوريت مسلکي لېسې د مديرې، د جمهوريت لېسې د مرستيالې په توګه او د ژوند چاپيريال د سلاکارې  په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
 
د اړيکې شمېره  : ۰۷۰۰۲۰۰۱۶۲
 
 ۲۰۲- سيد اسحاق ګيلانی:
د پکتيکا د خلکو استازى – رايې: ۳۹۷۵
 
سيداسحاق ګيلاني د سيدعلي ګيلاني زوى ، چې په ١٣٣١لمريز کال کې د کابل په نوي ښار کې زيږېدلى دى. نوموړى په ١٣٥٧لمريز کال کې د کابل د نادريه له لېسې څخه فارغ شوى دى او د ليسانس سند يې د تهران پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په څانګه کې ترلاسه کړى دى.هغه د افغانستان د ملي محاذ ګوند د رييس، د جبهه نجات ملي د اقوامو او قبايلو د رييس، د افغانستان په اسلامي حکومت کې د خوراکي توکو عمومي رييس،د افغانستان اسلامي حکومت د ملي امنيت وزارت لومړي مرستيال او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د خلکو د استازي په توګه، دندې ترسره کړې دي. 
 
د اړيکې شمېره  :٠٧٩٩٠٠٧٣١١
برېښنا ليک : [email protected]