۱- پکتیکا ملي راډيو:
دا په پکتیکا کې یوه فعاله رسنۍ ده، چې د اطلاعاتو او کولتور ریاست پورې اړونده ده، چې په پکتیکا سربېره د غزني، پکتیا، میدان وردګ او لوګر ولایتونو په یوشمېر سیمو کې هم اورېدل کېږي. په شپه ورځ کې دولس ساعته خپرونې کوي او لګښت یې د دولت پر غاړه دی.
۲- ټولنه راډيو:
دا په پکتیکا کې یوه فعاله خصوصي راډیو ده، چې په ۱۳۹۱ کال کې د ځوانانو فرهنګي ټولنې د مشر عزیزالله امیري له لوري رامنځته شوه او ۱۳ ساعته خپرونې لري. د باباسیفي ساختماني شرکت او سوداګریزو اعلانونو له لوري تمویلېږي. اوسمهال په کې ټول ۱۲ تنه په کار بوخت دي.
د اړیکو شمېره: ۰۷۷۳۷۶۴۰۴۱ - ۰۷۹۸۴۹۰۰۱
برېښنالیک:     [email protected]
 ۳- مېلمه راډيو:
د پکتیکا په اورګون ولسوالۍ کې دا راډیو په ۱۳۹۰ کال کې د یعقوب خان منظور له لوري رامنځته شوه، چې د خبرتیاوو او سوداګریزو اعلانونو له لارې تمویلېږي، ۱۲ خپرونې او ۱۰ تنه کارکوونکي لري.
د اړیکو شمېرې: ۰۷۷۸۸۶۹۱۹۲   ۰۷۷۷۶۲۰۵۳۷ 
برېښنالیک: [email protected]   
۴- پښتون غږ راډيو:
په پکتیکا کې یوه فعاله خصوصي راډیو ده، چې په ۱۳۸۸ کال کې د محمدنبي همدرد له لوري رامنځته شوه، چې په پکتیکا سربېره په پکتیا او غزني ولایتونو کې هم اورېدل کېږي. ۱۲ ساعته خپرونې او ۱۰ تنه په کې په کار بوخت دي. سوداګریز اعلانونه یې د تمویل سرچینې دي.
د اړیکو شمېره: ۰۷۹۶۰۰۷۳۶۳  ۰۷۹۸۲۵۸۹۷۹
برېښنالیک:       [email protected]
۵- پکتیکامجله، شرنه جريده:
پکتیکا مجله او شرنه جریده د اطالاعاتو او کولتور ریاست خپرنیزارګانونه دي، چې په ۱۳۹۰ کال کې يې په فعالیت پيل کړی دی.
۶- فکري رغون:
دا هم د پکتیکا ولایت نه په هرو درېیو میاشتو کې خپرېدونکې مجله ده، چې د لومړي ځل لپاره د والي محب الله صمیم له لوري په ۱۳۹۱ کال کې چاپ او خپره شوه، چې سیاسي، کولتوري او ټولنیزې لیکنې لري.