پکتيکا د هېواد سوېل ختيځ ته پروت ولايت دی، چې مېشتو وګړو يې د تاريخ په اوږدو کې د هېواد په جوړښت او دفاع کې ټاکونکې ونډه لرلې ده.
د پکتيکا ولايت شمال او شمال لوېديځ ته غزني او د لوېديځ په يوه څنډه کې يې زابل او د پاکستان هېواد د بلوچستان ايالت موقعيت لري. سوېل او سوېل لوېديځ ته له شمالي او سوېلي وزيرستان سره اوږده پوله لري. دغه ولايت له مرکز کابل څخه ۲۱۰ کيلومتره واټن لري، چې په درېيمه درجه ولايتونو کې راځي.
نوموړى ولايت له پاکستان هېواد سره ۳۶۰کيلومتره اوږده پوله لري او مساحت يې۳۶۳۶۰ کيلومتره مربع دى.
پکتيکا د جغرافيوي موقعيت له پلوه دعرض البلد ۳۱.۵۹ تر ۳۳.۴۲ او د طول البلد ۶۷.۸۱ تر ۶۹.۵۴ درجو موقعيت لري.
دغه ولايت د اقليم له مخې، په اوړي کې تود وي او د حرارت درجه يې تر۳۵ سانتي ګريد پورې رسېږي او په ژمي کې يې هوا سړه وي، چې د حرارت درجه يې ان تر منفي ۱۰ - ۲۰ پورې هم رسېږي.
ولسوالۍ:
پکتيکا د اداري ويش له مخې، پر مرکز سربېره ١٩ ولسوالۍ لري، چې په دې ډول دي:
مرکز ښرنه، مټاخان، يوسف خېل، يحي خېل، اومنه، سرروضه، زرغون شهر، جاني خېل، ګومل، سروبی، اورګون،  زيړوک،  نکه، ډيله خوشامند، وازه خواه، تروې، وړممۍ، برمل،  ګيان او ميشت.
په دغه ولايت کې اکثريت پښتانه، خو په ځينو سيمو کې په کم شمېر تاجک هم مېشت دي. علي خېل، سلېمانخېل، خروټي، ځدراڼ، وزير، اندړ، اورګوني، سلېمانځي او دېګان يې مهشور قومونه دي.
د کليو شمېر يې ۲۳۷۰ دی او دمرکز په ګډون يې هره ولسوالۍ قومي شورا لري.
کولتور:
په پکتيکا کې هم د نوي حکومت په راتلو سره کولتوري فعاليتونه پراخ شوي، رسنۍ فعالې شوي او کولتوري ټولنې هم ورسره رامنځته شوې دي.
په پکتيکا کې دا مهال د اطلاعات او کولتور رياست او يوشمېر ښوونځيو کې هم کتابتونونه لري ،خو تر څنګ يې د يوشمېر فرهنګي کړيو له لوري هم عامه کتابتونونه پرانيستل شوي، چې خلک ترې ګټه پورته کوي؛ خو په هغه کچه نه دي چې لازمه ده.
په ياد ولايت کې د پکتيکا مدني ټولنه، د پکتيکا د خپلواکو ژورنالېستانو ټولنه، د پکتيکا د ځوانانو فرهنګي ټولنه، د اورګون د ځوانانو فرهنګي ټولنه، د ځوانانو عالي شورا، د پکتيکا د دوکاندارانو اتحاديه، د ښرنې د قومونو يووالي عالي شورا، غاټول ټولنه او پکتيکا ادبي بهير هم فعاليت کوي، چې وخت نا وخته ادبي او ټولنيزې غونډې جوړوي او مشاعرې کوي .
تاريخي ابدې:
په پکتيکا کې ډېر تاريخي ځايونه شتون لري، چې ښه بېلګه يې شرنې ښار ختيځ ته پطنه غونډۍ ده.
دغه غونډۍ له اسلام څخه وړاندې د زمرد وخت تاريخ او اوږد تاريخي قدامت لري.
دې ته ورته د پکتيکا ولايت په نورو سيمو کې هم تاريخي ځايونه شتون لري، چې دګومل ولسوالۍ هم ډېره مشهوره ده او د خروټو د قوم له پيدايښت سره تړاو لري، ځکه چې ګومل د ټولو خروټو (مور) ده او له همدې ولسوالۍ څخه د خروټو د نسل شجره راپيل شوې ده.
د سيمي تاريخي ليکوالان په دې باور دي، چې د ګومل په اړه د سلطان محمود غزنوي په وخت کې د پوځ د يوه افسر په سر يوې مېرمنې د ګومل په اړه دا ټپه هغه وخت وويله ، چې خاوند يې د هندوستان د فتح کولو لپاره تللی و او دغه افسر خالو نومېده.
که دخالولښکرې راغلې - زه به ګومل ته دخپل يارديدن ته ځمه
دغه راز په کې د ويس کرني بابا، باباجي صاحب، حيات بابا، ديوانه بابا، اغا مبارک، کاکامبارک، زاهدبابا او جبارنيکه زيارتونه ډېر مشهور او تاريخي دي. په پکتيکا کې د سيد جلال بخاري (رح) او يو شمېر نور مشهور ځايونه هم شته.
 مشاهير:
ازاد خان سلیمانخیل، سردار فتح خان، شاشی کامرانی، جنرال انګور خان فرقه مشر، جنرال دلباز خان، تورنجنرال باجانخان، جنرال میرانخان، جنرال اختی خان، جنرال شیرمحمد خان، صوبیدار رمضان خان، جنرال شاه برم خان، نايب سالار موسی خان، غونډ مشر عبدالله خان، نعمت برګټ، غونډ مشر اصل خان، ګیلوټ آکا، جنرال یار محمد میراڼی، سرور خان فرقه مشر، کیپټان فضل خان، خلیفه ګلاب شاه، ملک عبدالعلی سلطانی، وکیل محمد اسلم مشهور د خټی مداسلم، اسپ سوار توپ آکا، حاجی اصغر خان جبارخیل، شادی خان پاروخیل، حاجی پهلوان، جنرال عبدالحکیم خان کټوازی، وکیل محمد اسلم د تحصیلدار، وزیر فیض محمد خان، خیال محمد خان کټوازی، حاجی جمک آکا، وکیل رزیم خان ځدراڼ، ملک شیرخان، وکیل حاجی قطب خان، حاجی محمد یعقوب څپونی، حاجی نیازمحمد یحی خیل، استاد عبدالقادر خان، ملک آغا محمد، باچاخان سلیمانخیل، شهید والی انجنیر محمد عمر سلیمانخیل، شهید مولوي ارسلان رحماني.
 اوسنۍ:
وزیر امیرزی سنګین، ډاکټرامیر محمد منصوري، سلیمان لایق، محمد حلیم فدایي، محمد آصف ننګ، تکړه وزن بردار محمد الله کټوازی، ډاکټر نظام الدین کټوازی، عبدالحکیم مجاهد، ډاکټر غیرت بهیر، رازمحمد فدایی، غرغښته سلیمانخیل، والی ارسلا جمال، والی محمد اقبال عزیزی، وکیل نادرخان کټوازی، مولوی عبدالرحیم، دوکتور عزیز حکیمی، محمد قیوم کټوازی، فتح تارخیل، وکیل محمود سلیمانخیل، وکیل سرور خان، وکیل وزیر محمد کټوازی، ډاکټر فيض محمدځلاند، حبیب الله شرنوال، استاد خوارمل،
ډېر زیات دی.....
رسنۍ:
دحامدکرزي د نوي  حکومت په راتلو سره په دغه ولايت کې هم د نورو ولايتونو په څېر يوشمېر خپلواکواو دولتي رسنيو فعاليت پيل کړی دی.
دا مهال په دې ولايت کې يوه دولتي او څلور خصوصي راډيوګانې فعاليت کوي. دولتي يې پکتيکا ملي راډيو او خصوصي يې ټولنه ايف ايم، پښتون غږ، پکتين غږ او مېلمه راډيو نومېږي.
پر راډيوګانو سربېره يوشمېر چاپي رسنۍ هم په کې فعاليت کوي، لکه پکتيکا مجله، فکري رغون، ښرنې جرېده،  ټولنه مجله، غاټول مجله او مېلمه مجله.
پوهنه:
 که څه هم چې پکتيکا يو سرحدي ولايت دی او د پوهنې په برخه کې تخنيکي ستونزې لري؛ خو بيا هم په کې ټول ښوونځي پرانيستي دي.
په دغه و لايت کې کابو ۳۴۴ ښوونځي شتون لري، چې ۱۴۲۰۳۴ زده کوونکي په کې په زده کړو بوخت دی، چې ۲۳۰۰۰ تنه زده کوونکي يې نجونې دي.
په پکتيکا کې ۹۵۰ تنه رسمي او ۲۷۶۲ تنه اجير ښوونکي د تدريس  چارې پرمخ وړي.
صنعت:
د پکتيکا مسګران او پښان ( اهنګران ) د بزګرۍ، ترکاڼۍ او نورو چارو وسايل او لوښي لکه بېل، کلنګ، تېشه، رنده، مارتول، جبل، ديګونه او داسې نور څېزونه جوړوي، چې لا يې هم ارزښت پر خپل ځای او ګرم بازار لري.
د دې ترڅنګ په دې ولايت کې ښځينه ګنډونکې هم په کار اخته دي او خپلې ورځنۍ کورنۍ اړتياوې له همدې لارې پوره کوي.
د مسګرۍ او اهنګرۍ تر څنګ په کې نجاري، ټغر او ليمڅي جوړول هم خورا دود دي.
کرنه:
په پکتيکا کې که څه هم چې دښتې ډېرې دي او حکومت يې خړوبونې ته پام نه دی کړی؛ خو بيا هم ۶۵ سلنه وګړي يې په بزګرۍ اخته دي. مشهور کرنيز پيدا وار يې غنم، جوار، اوربشې، مۍ او لوبيا دي.
پکتيکا د جلغوزيو او بادامو تر څنګ، انګور، مڼې، او زردالو هم لري. جلغوزي يې په سروبي، اومني، ګيان، ګومل، زېړوک، نکه، چهارباران او سر روضه کې موجود دي. انګور په مرکز يوسف خېل، خېرکوټ او مټاخان کې په زياته اندازه شتون لري. مڼی او زردالو يې نږدې په ټولو سيمو کې موجودې دي.
ددغه ولايت ډېری کروندګر اوبزګران اوس دخپلوځمکو دخړوبولو لپاره داوبوايستلو له برمو(ماشينونو) ګټه اخلي او وروستيو وچکاليو د دې ولايت د مرکز او ټولو ولسواليو ډېری کاريزونه وچ کړي، چې په ډېره کمه اندازه کاريزونه يې اوس مهال بهېږې. له بزګرۍ سره سره يې خلک په مالدارۍ هم اخته دي.
لوبې:
په پکتيکا کې خلک له دوديزو لوبو سربېره له نورو عصري لوبو لکه فوټبال، واليبال، باکسټبال او کرکټ هم کوي.
په دوديزو لوبو کې يې، نېزه وهل، خوسی، چندکۍ، بېډۍ، مردکي، غېږه نيول، کوله شتره، پټ پټونی، چکه پرې او کرم بوټ شامل دي.
پکتيکا د فوټبال، واليبال، او باسکټبال لپاره لوبغالي مناسب لوبغالی هم لري، چې د ځوانانو د فرهنګي ټولنې د مشر عزيزالله اميري په مالي لګښت جوړ شوی دی. که څه هم د لوبې مينه وال په دې ولايت کې ډېر دي؛ خو لاهم دولت يې سپورټي برخې ته لازمه مرسته نه ده کړې.