تالقان ( پژواک ١٠تله ٩٢): د تخار امنیتي چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د طالبانو له خوا  کوم امنیتي ګواښ او ستونزه نشته، خو د ناقانونه وسله الو خلکو شتون او ماورای کوکچه ولسواليو کې د نشه یي توکو قاچاق تر اوسه هم یوه ستونزه بلل کیږي.
ماورای کوکچه د تخار ولایت یوه پراخه سیمه ده ، چې دشت قعله، ینګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدین، خواجه غار او رستاق ولسوالۍ پکی موقعيت لري، دا سیمه له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
د تخار امنیه قوماندان پاسوال عبدالحنان قطغني وایي ، چې امنیتی ځواکونه د مسلکي کیدو ترڅنګ له ښه تجهیزاتو څخه برخمن  دي او   وسله وال مخالفین کمزوري  شوي دي.
هغه زیاتوي، چې د تخار ولایت مرکز(تالقان( ښار او ددې ولایت په شپږګونو ولسوالیو کې امنیتي وضیعت تر پخوا څخه ښه شوى او د جنایي جرمونو کچه هم ټیټه شوې ده.
قطغني وویل چې په درقد او خواجه غار ولسوالیو کې د ٦٠٠ محلي پولیسو فعاليدل په دې ولسوالیو کی ښه امنیت رامنځته کړی، خلک د آرامۍ احساس کوي او په هغه سیمو کې چې امنیتی وضیعت ښه شوی خلکو ته د کار زمینه هم رامنځته شوې.
د تخار امنیه قوماندان زیاته کړه، چې د تيرو کلونو په پرتله د طالبانو فعالیتونه اوس لږ شوي او د ګوتو په شمیر د ماورای کوکچه په سرحدي ولسوالیو کې په کمه کچه فعالیت لري.
هغه وایي، چې له داخلي طالبانو سره د جندالله  د ډلې غړي او د ازبکستان د تحریک اسلامي د ډلې غړي هم فعالیت لري، خو د هغوی د له منځه وړلو لپارههڅې روانې دي.
قطغني وویل: ((وسله وال مخالفین ډیر ضعیف شوي، او امنیتي ځواکونو سره د مخامخ جګړې ځواک نه لري او د تیر په پرتله جګړې او چاودنې لږشوې دي.))
د تخار امنیه قوماندان وویل ، چي په تیرو وختونو کې تل به دولتي کارکونکي او امنیتي ځواکونه د مخالفینو د بریدونو ښکارکېدل ،  خو اوس دا ستونزه له منځه تللې.
هغه زياته کړه، د نشه یي توکو د قاچاق کچه هم د تیرو کلونو په پرتله کم شوى. خو قاچاق وړونکي مدا هڅه کوي د ماورای کوکچه له لارې نشه یي توکي مرکزي آسیا هیوادونو او په خاصه توګه تاجکستان ته ولیږدوي.
دا په داسې حال کې ده ، چې ٢٦ شکمن قاچاق وړونکي د ١٣٩٢ کال په پنځو میاشتو کې د تخار ولایت په مختلفو سیمو کې د ٢٦٠ کیلو نشه یي توکو  سره  د هیرویینو په شمول د پولیسو لاسته راغلي دي.
 د کورنيو چارو وزارت د نشه یي  توکو پرضد د مبارزې مرستيال لوی پاسوال باز محمد احمدي  په هغومراسمو کې ، چې د تالقان په ښار کې د یو ټن نه زیات  نشه یي توکي  وسوځول شول، ويلي و ، چې د نشه یي توکو د قاچاق د لویو شبکو مرسته کوونکي او ليږدونکي د افغانستان نه بهر ژوند کوي او د هغه ځای نه په  غیر مستقیمه توګه افغانستان کې فعالیت لري.
د هغه په وینا ، دوى سږ کال هڅه لري، تر څو په هیواد او په خاصه توګه د شمال او شمالشرق په زون کې د تخار په شمول د نشه یي توکو حرفوي قاچاقچيان او بانډونه ونيسي.
د ١٣٩١ لمريز کال د ژمي په موسم کې د دشت قعله په ولسوالۍ کې چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري دوه تنه قاچاق وړونکي د تاجکستان د سرحدي محافظینو له خوا ووژل شول.
د بلخوا، د تخار والي عبداللطیف ابراهیمي وایي چې د امنیت د تامینېدو یواځينى لامل د خلکو همکاري او مرسته ده .
هغه پژواک ته وويل، چې یواځې په خواجه غار، بنګي او اشکمش ولسوالیو کې، چې د کندوز او بغلان ولایاتو سره ګډه پوله لري، مخالفین ځینې وخت تخار ولایت ته داخلیږي او نظامي تحرکات ترسره کوي، خو ددې ولایت په نورو سیمو کې د مخالفینو فعالیتونه  نه لیدل کیږي.
ابراهیمي زیاته کړه، چې په نږدې راتلونکي کې د بدخشان، کندوز او بغلان د  والیانو  په مرستې  سره  یوه ناسته به په لاره واچول شي، چې امنيتي ننګونو ته به د حل لارې پيدا کړي.
د تخار د والي په وینا، دا ولایت د پرمختیایي پروژو د عملي کولو یو ښه بستر ده او ډونران او وزارتونه باید له امنیتي تشویش نه پرته خپلې پروژې طرحه او عملي کړي.
دى وايي ، چې په دې ولايت کې د بيارغونې لويې او وړې پروژې بشپړې دي او يو شمېر روانې دي چې داهم د ښه امنيت يوه بېلګه ده.
که څه هم سيمه ييز چارواکي د امنیتي وضعیت د ښه والي ادعا کوي، خو ددې ولايت يو شمېر اوسېدونکي بيا هم له نا امنيو شکايت لري.
د درقد ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی محمد اکرم وایي، چې دوى له امنیت څخه ډاډه نه دي او د امنيتي وېرې له امله دوى دشپې له خوا خپلو کورونو ته نه شي تللى.
هغه زياته کړه، چې د درقد ولسوالۍ لويې لارې د وسله والو طالبانو په لاس کې او خلک د تګ راتګ پر مهال له امنيتي ستونزو سره مخامخ کېږي .  
دا اوسیدونکی که څه هم مني چې د ولسوالۍ په مرکز او شاوخوا نږدې کلیو کې نسبي امنیت شته،  خو وایي چې د دولت حاکمیت د څو کیلومترۍ پورې زیات  نه ده.
د هغو سیمو اوسېدونکي چې پکې سيمه ييز پوليس فعال شوي ، وايي چې امنيت يې ښه شوى دى .
د خواجه غار ولسوالۍ  اوسیدونکی  عبدالرحیم وایي، چی اوس د پخوا په پرتله امنیتي وضعه  ښه  شوې او لامل یې هم د سيمه ييزو پوليسو ګومارل دي.
 نوموړي د محلي پولیسو له رامنځته کیدو خوښي څرګنده کړه خو له دولت څخه غواړي چې د سيمه ييزو پولیسو شمیر په ولسوالیو کې زیاته کړې تر څو د ولسوالیو ټولې امنیتي چارې په لاس کې واخلي .
د ولايت د مرکز تالقانو ښار اوسیدونکی  فضل احمد  وایي، چې د پخوا په پرتله اوس امنیت ښه شوى او خلک د هوساینې او آرامۍ احساس کوي.
دى وايي ، چې امنيتي ځواکونه د شپې له خوا ګزمې کوي او خلک په ډاډه زړه په ښار کې خپل ژوند تيروي.
هغه زیاته کړه چې په ځینو سیمو کې  وسله وال غله فعالیت لري، خو په دې وروستیو کې څو ډلې د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوې.
د فرخار ولسوالۍ اوسیدونکی محمد عارف وایي، چې هغوی کولى ىشي تالقان ښار ته په ازاده توګه او پرته له کوم ګواښ نه تګ او راتګ و کړي او خپل ژوند په هوسا توګه مخته يوسي
د هغه په وینا، په دې ولسوالۍ کې د دولت پر ضد مخالفین، فزیکی شتون نلري.  یواځې د ناقانونه وسله والو شتون  تر یو حده  د تشویق وړ دی.