تالقان (پژواک ١٥تله ٩٢) : په  وروستيو پنځو کلونو کې په تخار ولايت کې په زرګونو ټولګټې پروژې د يو ميليون کسانو د کارونې وړ ګرځېدلي، خو د دې ولايت اوسېدونکي لا هم د روغتونونو، پلونو، د برېښنا دکورنيو شبکو د ژوندي کولو، د هوايي ډګر د پراختيا او له مرکز سره د ولسواليو د نښلولو غوښتونکي دي.
ځايي چارواکي وايي، چې په سلګونو نورې پروژې تر کار لاندې دي، خو کروندګرو د سړخونو او ځوانانو د وزګارتيا له ستونزې سره مخ دي، همدارنګه د لرې پرتو سيمو سړکونه خام او نه دي جوړ شوي .
 د تخار ولايت دسکتوري او تخنيکي خدماتو رييس مصطفى رسولي وايي، چې له ١٣٨٨ لمريز کال نه تر اوسه پورې له ١٢٧٧٠ زياتې ټولګټې پروژې  ددغه ولايت په مرکز او ١٦ ولسواليو کې پلې شوي او  نږدې يو ميليون کسانو ته له اړينو اسانتياوو پرته، سلګونو زرو کسانو ته د اوږدمهالي کار زمينه مساعده شوې ده.
دغه پروژې  د پلونو، پلچکونو، سړکونو، د څښاک اوبو، ښوونځيو، کلينيکونو ، استنادي دېوالونو، د اوبو د بندونو او سربندونو، د ښځو او له دولت څخه د ناراضه کسانو  لپاره د پرځان بسياينې پروژو، د وزګارو کسانو لپاره د حرفوي زده کړو، د برېښنا بندونو او ګڼو نورو پروژو څخه عبارت دي.
 رسولي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژې  په ټوله کې ٤٣٧ ميليون امريکايي ډالره لګښت لري، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت پروګرامونه هم په کې شامل دي، دغه پيسې د نړيوال بانک له خوا  ورکړل شوې دي.
 هغه زياته کړه، چې دغه پروژې د خصوصي سکتور له خوا د کرنې، کليو پراختيا، فوايد عامې،  ښځو چارو، کار او ټولنيزو چارو، امو دريا حوزه، ترانسپورټ، ښاروالۍ، پوهنې، عامه روغتيا او سولې عالي شورا په برخو کې عملي شوې دي.
د تخار د سکتوري خدماتو رييس زياته کړه:((ددغو پروژو په پرانېستنه د خلکو په ژوند کې ګڼ مثبت تغييرات ليدل شوي او دعامه خدماتو له اړخه يې پخوانۍ ستونزې حل شوي او خلک لازمو اسانتياوو ته لاسرسى لري.))
 رسولي زياته کړه، چې سږ کال هم له سلو زياتې نورې پروژې تر لاس لاندې لري، چې په پلي کولو سره به يې د پرمختګ په برخه کې دخلکو نورې ستونزې هم حل شي.
نوموړي ددغه پروژې لګښت ٢٥ ميليونه امريکايي ډالر  وښود، چې د خصوصي سکتور له لارې به د روغتيا، پوهنې، ترانسپورټ او نورو برخو کې ولګول شي.
خو د تخار د تخنيکي او سکتوري خدماتو رييس زياته کړه، چې لا هم خلک ګڼو پروژو ته اړتيا لري، چې ځايي چارواکو يې د پلي کولو لپاره ملاوې تړلې دي.
نوموړي د کروندګرو لپاره د سړو خونو نه شتون، د ځوانانو لپاره د کار نه شتون، د روغتيايي کلينيکونو جوړول، د صحي اوبو چمتو کول او په کليوالو سړکونو د جغل  اچول، دتخار خلکو له نورو ستونزو څخه وبلل او زياته يې کړه:(( که چېرته خلک دغو اسانيتاوو ته لاسرسى پيدا کړي، نو  ورسره به د بېوزلۍاو امنيت ستونزه هم  کمه شي.))
 
له بلې خوا د تخار والي وياند سنت الله تيمور وويل، چې سږ کال ترې دې هم دلوړ لګښت لرونکې پروژې په تخار کې تر کار لاندې دي ، چې ځينې به يې د روان کال تر پايه بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
 تيمور زياته کړه، چې په دغه پروژو کې د فرخار- ورسج د ٢٥ کيلومتره سړک رغول، له تاجکستان څخه تخار ته د برېښنا را لېږدول، د تالقان ښار د ٢٠٠ بسستريز روغتون فعالول، د تالقان سيند د غاړو پخېدل، دتالقان ښار د ننه د ٥٢کيلومتره سړک قير کول، د ١٨٠ کيلومتره  واټن په درلودلو ماوراى کوکچې شپږو ولسواليو نښلول، د رستاق د ٥٠ بستريز روغتون نښلول او نورې پروژې شاملې دي.
په ورته وخت کې د تخار ولايت د اقتصاد رييس عبدالرشيد رسولي وايي، چې په وروستيو کلونو کې اړينو اسانيتاوو ته د خلکو لاسرسى زيات شوى او دهرې ورځې په تېرېدو په بېلابېلو برخو کې دخلکو سهولتونه کمېږي.
هغه زياته کړه، چې همدا اوس د ٣٠٠کيلومتره سړک جوړولو کار په ځينو ولسواليو کې دوام لري ، چې په جوړېدو سره به يې د ماوراى کوکچه ولسواليو  سره پاى ته رسېدلې لارې او د يو شمېر نورې ولسوالۍ له  تالقان ښار سره  نښلول شي .
په ماوراى کوچه کې دشت قعله، ينګي قلعه، درقد، خواجه بهاوالدين، خواجه غار او رستاق ولسوالۍ شاملي دي، چې له تاجکستان سره ګډه پوله لري.
هغه زياته کړه، چې په ټوله کې د تخار مرکز او ١٦ ولسوالۍ ٨٠٠ کيلومتره سړک جوړېدو ته اړتيا لري او اړوند مسوولين هڅه کوي، چې دغه لارې د وزارتونو او مرسته  ورکوونکو هېوادونو په مرسته جوړ او د خلکو ستونزې لرې کړي.
نوموړي له لسګونو هغو وړو او لويو پروژو څخه هم يادونه وکړه، چې  د مرسته ورکوونکو ادارو له خوا په مرکز او ولسواليو کې رغول کېږي او خلک  به  ورسره نورو اړينو اسانتياوو ته هم لاسرسى پيدا کړي.
د تخار يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د بې وزلۍ کچه د تېرو ١٢ کلونو په پرتله کمه شوې او ژوند يې بل رنګ موندلى دى.
د تالقان ښار اوسېدونکي جلال الدين وويل:(( خپله د طالبانو د حکومت پرمهال وزګار وم، هر خوا تلم کار راته نه پيدا کېده، حتى خپلې کورنۍ ته مې يوه مړۍ ډودۍ هم نه شواى پيدا کولى.))
نوموړي ، چې اوسمهال د يوه ودانيز شرکت مسوول دى وويل: سره له دې چې نالوستى دى ، خو توانېدلى، چې خپل ژوند په ښه ډول جوړ کړي.
هغه زياته کړه، چې د لنډ مهالې دورې له پيل وروسته يې په يوه ودانيز شرکت کې د کارګر په توګه کار کاوه، خو ورو ورو يې ورسره اشنايي پيدا کړه، د خپل مزد او نورو تر لاسه کړو امتيازاتو څخه  اوسمهال د يوه ودانيز شرکت مسوول دى،چې لسګونه کسان يې تر لاس لاندې کار کوي.
جلال الدين تېره لس کلنه دوره خلکو ته له لاسته  راوړنو ډکه وبلله  او ويې ويل، چې دده په څېر زرګونه تخاريان په تېر کې د روزګار په لټه  وو، خو اوسمهال اړينو امکاناتو او اسانتياوو ته لاسرسى لري.
په تېرو کلونو کې ښځې هم له پرمختګ او ودې لرې نه دي پاتې او په بېلابېلو برخو کې يې شهکارونه کړي دي.
يوه لسيزه وړاندې ښځې له کوره بهر نه شواى راوتلى، خو نن په ډېرى ښارونو کې ښځې هم د نارينه وو غوندې له هغوى سره اوږه په اوږه  ورځنى ژوند مخکې وړي.
 سره له دې چې د تخار ولايت ښځې خپل لاسي صنايع دومره مهم نه ګڼي، خو وايي، چې صنايع يې تاجکستان او ځينو نورو هېوادونو ته صادرېږي، چې دوى يې  پر ځان اقتصادي بسياينې  ته رسولي دي.