ښرنه (پژواک ٣غبرګولى ٩٢) : سره له دې چې د پکتيکا په يوشمېر سيمو او ولسواليو کې د سيمه ييزو پوليسو په فعاله کېدو سره د پخوا په پرتله امنيت ښه شوی ، خوبياهم د دې ولايت له يوشمېر سيمو د ناامنۍ ،جګړو او چاودنو  خبرونه ورکول کېږي.
د مرکز ښرنې اوسېدونکی رحيم خان وايي،چې په دې وروستيوکې د مرکز ښرنې اړوند د خواجه خېلود ميرزک په سيمه کې سيمه ييز پوليس فعال شوي دي.
د ده په خبره، د پوليسو تر فعاله کېدو وروسته د طالبانو ځواک او شمېر کم شوی،خو بيا هم يو شمېر وسله وال په دې سيمه کې  پټ فعاليت کوي.
د ښرنې د چهاردې کلي اوسېدونکی سلام جان هم وايي، چې په خواجه خېلو کې دسيمه ييزو پوليسو په فعاله کېدو طالبانو اوس د دوی سيمې ته مخه کړې ده.
نوموړی زياتوي، طالبان يې په سيمه کې په ازاد ډول په موټرسايکلونو ګرځي اوخلکوته يې خپل فعاليت ښکاره کړی دی.
د دې ولايت د مټاخان ولسوالۍ د مرياڼو اوسېدونکي محمدجان وويل، د ولسوالۍ له مرکز او ورسره نږدې کليو پرته نورو ټولوسيموکې دولت حاکميت نه لري.
د هغه په وينا،ددې ولسوالۍ  په مرياڼو،کرسو،لغړو،زرداد،ابراهيم کاريز او نورو ډېرو کليوکې طالبان د مخکې په پرتله ازاد فعاليت کوي اوخلک يې له وېرې بازار ته هم په ډاډه زړه نه شي راتلای.
د پکتيکا برمل ولسوالۍ ،چې ډيورنډ ته څېرمه پرته ده په کې د بهرنيو وسله والو فعاليت تر سترګو کېږي.
د سيمې اوسېدونکى روزي خان وايي ،چې  په کورنيو طالبانو سربېره دې ولسوالۍ ته ډېری وخت بهرني طالبان هم را اوړي.
د ده په خبره، کله ناکله پر پوله له دولتي ځواکونو سره په نښته کې يوشمېر وسله وال وژل کېږي، خوبياهم د ولسوالۍ د منګړيتۍ ،مرغې او نورو سېموکې دبهرنيو او کورنيو وسله والو شتون ترسترګو کېږي.
وسله وال طالبان ګرځنده فعاليت لري،چې کله يوې او کله بلې سيمې ته اوړي او د هرې سيمې په ناامنۍ مخامخ اغېز لري.
د پکتيکا يحيى خېل،خېرکوټ، سر روضه ،سروبي او اورګون هغه سيمې دي ،چې په کې دد ولت وسله وال مخالفين کمزوري او دولتي حاکميت پراخ دى.
د سر روضې اوسېدونکي ګل خان پژواک ته وويل ، له کله چې په دې ولسوالۍ کې سيمه ييز پوليس په دنده ګومارل شوي  څو برابره امنيت ښه شوی دی.
د ده په خبره، تر دې مخکې په کليو او ولسوالۍ ته په نږدې سيمو کې طالبان ازاد ګرځېدل، خو کله ، چې سيمه ييز پوليس فعال شوي،طالبان له سيمې وتلي او فعاليتونه يې کمزوري شوي دي.
ديحيى خېلو اوسېدونکى ګلاب الدين کټوازى هم وايي ،چې د سيمه ييزو پوليسو له فعاله کېدو وروسته امنيت ډير ښه شوى دى.
د ده په خبره، څو کاله مخکې دلته امنيت ډير خراب و،خو اوس خلک ارام ژوند کوي او د سيمې خلک ټول د دولت ملاتړي شوي دي.
د پکتيکا د ولايتي شورا منشي عبدالغني پکتين وايي،چې اوس هم په ځينو سيمو کې نا امني  شته څو ولسواليو ته غځېدلې لارې د وسله والو په ولکه کې دي.
هغه زياتوي،وازيخوا او خوشامند ولسواليو ته غځېدلې لارې ناا منه دي او د ګوشتې په نوم سيمه د وسله والو په واک کې ده،چې دولتي مامورين پرې تګ راتګ نشي کولى.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ هم دامني ،چې په يوشمېر سيموکې طالبان اوس هم فعال دي لارې نيسي ،خو د ده په خبره، چې د مخکې په پرتله د سيمه ييزو پوليسو له  جوړېدو سره امنيت ښه شوى دى .
هغه د خوشامند ولسوالۍ يادونه وکړه،چې سيمه ييز پوليس په کې فعال شوي او د ګوشتې لاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوې ده.
ځدراڼ زياتوي ، د ټولو سيمو د ساتنې او خونديتوب لپاره د سيمه ييزو پوليسو د فعاليدو او دغه راز د ګرځنده پوستو د جوړېدو پلان هم لري.