ښرنه ( پژواک ٦ زمرى ٩٢ ) : د پکتيکاچارواکي وايي، چې په تېرو څوکلونوکې په دې ولايت کې د بيارغونې په برخه کې د پام وړکارونه ترسره شوي، خو يو شمېر اوسېدونکي بيا د نور ولايتونو په پرتله په پکتيکا کې د بيارغونې برخه ډېره کمه بولي.
د پکتيکاوالي محب الله صميم پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو څوکلونوکې په دې ولايت کې د بيارغونې لسګونه پروژې عملي شوي او په دې  برخه کې د پکتيکا ګڼ شمېر ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو لپاره نوې ودانۍ جوړې شوې دي.
صميم زياتوي،چې  د پکتيکا له (۳۶) روغتيايي مرکزونو څخه يې شلو ته ودانۍ جوړې شوي او درې کلينيکونو ته به هم په روان کال کې نوې ودانۍ جوړې شي.
د پکتيکاوالي وويل ،چې ددې ولايت له ټولو (۳۴۴) ښوونځيو څخه يې ۹۵  ودانۍ لري او ۴۶ ښوونځيو ته به يې په روان کال کې ودانۍ جوړې شي.
والي وايي،  نهه کاله مخکې د پکتيکا د ولايت مقام په ګډون هيڅ دولتي ادارو خپلې ودانۍ نه درلودې، چې اوسمهال يې له نيمايي زيات دولتي رياستونه او ادارې خپلې مجهزې ودانۍ لري.
د نوموړي په خبره، له تېرو دووکلونو راهيسې د پکتيکا په مرکز کې د مامورينو د ښارګوټي په پروژه کار پيل شوی،سړکونه او ويالې يې جوړې شوي او د بېلابېلو دولتي ادارو مامورينو او د سيمې يو شمېر قومي مخورو ته په کې د زرو په شاوخواکې نومرې وېشل شوې دي.
د پکتيکا د فوايد عامې رييس انجنيرحفيظ الله پژواک اژانس ته وويل، چې په تېرو څوکلونوکې په دې ولايت کې (۱۵۴)کيلومتره سړکونه پاخه شوي دي.
نوموړى وايي،چې د ښرنې ـ غزني، ښرنې ـ زرغون شهر او ښرنې مټاخان،زرمت،سر روضې او تر اومنې ولسواليو پورې  لارې پخې شوې دي.
انجنيرحفيظ الله زياتوي، د يادو لويولارو په جوړيدو او پخېدو (۱۵۴) ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلی دی.
نوموړی زياتوي، د روان ۱۳۹۲ کال لپاره په پلان کې ده، چې په پکتيکا کې د۷۰ کيلومتره په اوږدوالي لويې لارې پخې شي.
د دغه ولايت د فوايد عامې رييس، له ارګون څخه د سروبي تر رباط او ښرنې پورې لويې لارې جوړېدل په دې پلان کې شامل وبلل.
د فوايد عامې رييس وايي، د ښرنې ښار د ننه ټولې لارې جوړې شوي، يواځې د ارګون ددويم سړک په نامه لاره يې خامه اوخرابه ده.
د نوموي په وينا،چې ددې لارې د پخيدو چارې به ډير ژر پيل شي او د پيسو لګښت به يې شاخوا ٣٠٠ زره ډالره وي.
له بلې خوا د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې په دې ولايت کې په تېرو څوکلونوکې يو څه کار شوى، خو د پکتيکا د خلکو اساسي ستونزې نه دي هوارې شوي او د نورو ولايتونو په پرتله دلته ډير لږ کار شوى دى.
د ښرنې اوسېدونکى قومي مخور محمداکبر پژواک اژانس ته وويل، چې د پکتيکا ډېر خلک په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او د ځمکو د خړوبولو لپاره د اوبيزو زېرمو نه شتون خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي زياته کړه ،د پلتو په نوم  د اوبو  بند سروې ګانې شوي، چې د تړلو ژمنې يې هم شوې، خو تراوسه په دې برخه کې هپڅ عملي ګام نه دی اخيستل شوی.
د ده په وينا، که چېرې دولت د پلتو او د پکتيکا ځينې نور واړه بندونه وتړي، له اوبو يې زرګونه کروندګر ګټه اخيستلى شي او د پکتيکاوالو اقتصاد به ورسره ډېر ښه شي.
د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکی سليم خان وايي، چې په پکتيکا کې دې اساسي کار وشي او د جانې خېلو د تېلو په زېرمو دې کار پيل شي،چې د نيم افغانستان اړتياوې پوره کړي.
نوموړي زياته کړه ، تر اوسه يادې زېرمې ته چې د شوريانو له لوري کشف شوې ، هيڅ پاملرنه ، نه ده شوې .
د پکتيکا د ولايتي شورا غړي عبدالغني پکتين پژواک خبري ژانس ته وويل، چې دکټواز او ارګون په څېر لويې سيمې ،چې څو ولسوالۍ په کې راځي اوس  يې هم روغتيايي مرکزونه او ښوونځي خپلې ودانۍ نه لري.
پکتين  د دې ترڅنګ د ولسواليو ترمنځ د غځېدلو لارو له  خرابوالي څخه هم يادونه وکړه، چې د ولسواليو استوګن او لارويان يې له ستونزو سره مخ کړي دي.
د پکتيکا د مرکز اوسېدنکی سيف الرحمن شهاب بيا د لويولارو هغه کارونه،چې ترسره شوي بې کيفيته بولي.
هغه زياتوي،چې له ولايت څخه غزني او يو شمېر ولسواليو ته لارې جوړې شوي ، خو د کار د ټيټ کيفيت له امله يې ډيرې برخې بېرته خرابې شوې دي.
د پکتيکا يو بل اوسېدونکی او قومي مشر حاجي محمدرسول مني، چې په تېرو لسو،يوولسو کلونوکې د بيارغونې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي ، خو زياتوي،چې دا کارونه ډير کم او ناچيز دي.
نوموړی زياتوي، د پکتيکا اوسېدونکي تر ډيره بريده له روغتيايي اسانتياوو برخمن شوي دي د پوهنې په برخه کې ډير پرمختګ شوى،خو لا نور ډير کار ته اړتيا ليدل کيږي.