ښرنه ( پژواک د چنګاښ لومړۍ نيټه ٩٢ ): د پکتیکا د پوهنې چارواکي وایي، سره له دې چې په تيرو څو کلونو کې يې د پوهنې په برخه کې پرمختګ کړی، خو لا هم د دې بهیر پر وړاندې ډېرې ستونزې پرتې دي.
د پکتیکا د پوهنې رییس استاد کوچي ځاځي وویل، اوسمهال په دې ولایت ټول ۳۴۴ ښوونځي فعال دي، چې   ۲۰۷ يې لومړني،۵۹ منځني او ۵۸ يې ليسې دي.
ده زیاته کړه، چې په پکتیکا کې ۱۴۲۰۳۴ زده کوونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۲۳۰۰۰ زده کوونکې یې نجونې دي.
د پکتیکا د پوهنې رییس وايي، چې دمګړۍ په دې ولایت کې ۳۷۱۰ ښوونکي په دندو بوخت دي، چې ۹۵۰ تنه یې رسمي او پاتې نور یې اجیر دي.
هغه وايي، د دې تر څنګ په پکتیکا کې د ښرنې حمايوي او اورګون عالي دارالمعلیمن، د کرنې او حسابدارۍ دوه انسټیټیوټونه، د کرنې دوه مسلکي ليسې اود ښوونې او روزنې پوهنتون، هم فعالیت لري.
د ځاځي په خبره، د پکتیکا پوهنتون اوس مهال یواځې د ښوونې اوروزنې یو پوهنځی لري، چې د کیمیا، بیولوژي، فزیک، ریاضي، انګلیسي ادبیاتو او اسلامي ثقافت څانګې لري، چې ۲۸۰ محلصین په کې زده کړې کوي.
نوموړي وویل، په دې ولایت کې د ښرنې او اورګون په دارالعلومونو سربيره، د ښرنې مرکزي دارلحفاظ، محمدخيلو مصباح العلوم او یوشمير نورې دیني مدرسې او مرکزونه هم شته ، چې سلګونه زده کوونکي په کې دیني زده کړې کوي.
ستونزې اوپرمختګونه:
د پکتیکا د پوهنې رییس وایي، دا مهال په دې ولایت کې هيڅ تړلی ښوونځی نه لري او د ګوتو په شمير هغه تړلي ښوونځي، چې د نا امنۍ او یا وسله والو له لوري تړل شوي و ، په دې وروستیو کې د سیمې د مخورو او دیني عالمانو په مرسته پرانيستل شوي دي.
د ځاځي په وینا، چې په دې ولایت کې د پوهنیز بهیر پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه د مسلکي ښوونکيو د کمښت او ښځینه ښوونکیو نشتون دی.
نوموړی زیاتوي، د خلکو د غوښتنو له مخې پلان لري، چې د پکتیکا په یوشمير نورو ولسوالیو کې هم د نجونو ښوونځي فعال کړي، خو د ښځینه ښوونکو نشتون یې چارې ډب کړې دي.
هغه وویل، هڅه کوي د نجونو د زده کړو د پرمختګ لپاره د هيواد له یوشمير نورو ولایتونو څخه ښځينه ښوونکې راپیدا کړي.
نوموړي وویل، د پکتیکا د مرکز ښرنې په ګډون د ولسوالیو زیات شمير ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي او یوشمير لا هم تر کار لاندې دي؛ خو بیا هم د دې ولایت۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.
د پکتیکا د پوهنې رییس وايي، د ښوونې او روزنې پوهنتون، نیمه عالي زده کړو مرکزونو او کرنې ليسو فعاله کيدل او د تير کال په پرتله د فارغینو شمير دوه چنده کيدل یې لاسته راوړنې دي.
د ده په خبره، په ۱۳۹۱ کال کې د پکتیکا ۷۵۰ تنو زده کوونکیو په کانکور ازموینه کې برخه اخیستې وه، چې ډېری هغه یې پر پکتیکا سربيره یوشمير نورو ولایتونو ته هم بریالي شوي دي.
ځاځي وویل، د پکتیکا خلک د پخوا په پرتله اوس د خپلو ماشومانو د زده کړو پر وړاندې حساس شوي او د پوهنې له بهیر سره پوره مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړه، چې د حکومت وسله والو مخالفانو تر اوسه په پکتیکا کې د پوهنې پر وړاندې خنډ نه دی پیدا کړی او زده کوونکي په ارام زړه زده کړې کوي.
خلک:
د ښرنې ښار اوسيدونکی محمدګل وایي، درې زامن یې د ښرنې د عالي بابا په ليسه کې زده کړې کوي.
هغه وايي، که څه هم چې په یاده ليسه کې د پخوا په پرتله د مسلکي ښوونکیو شمير زیات شوی؛ خو لا هم د زده کوونکیو د شمير په پرتله ډېر کم دی.
نوموړی زیاتوي، تر اوسه دغه ليسه کتابتون نه لري او نه له نورو لارو زده کوونکیو ته د مطالعې زمینه برابره شوې ده.
د ښرنې خواجه خيلو اوسيدونکی کریم خان پژواک ته وویل، په دې سیمه کې له تيرو څو کلونو راهیسي زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې او یا هم په خيمو کې زده کړې کوي، چې د باد او باران پر مهال له ستونزو سره مخ وي.
نوموړی زیاتوي، دوی په وار وار غوښتنه کړې، چې ښوونځيو ته دې ودانۍ جوړې؛ خو پیل شوې چارې یې په نیمه کې په ټپه درېدلې دي.
د پکتیکا د یحیی خيلو سیمې اوسيدونکی نعیم خان کټوازي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د نجونو لپاره ښوونځي شتون نه لري.
دی وایې، په دې وروستیوکې چې د دې ولسوالۍ امنیت پوره ډاډمن شوی، خلک غواړي لوڼي یې زده کړې وکړي ، ولې ښوونځی نه لري.
د اورګون اوسيدونکی محمدالله وایي، په دې ولسوالۍ کې د نجونو ښوونځي شته، خو تر اوسه فارغین نه لري.
نوموړی زیاتوي، چې دغه ښوونځي باید د ليسې کچې ته لوړشي، څو فارغې زده کوونکې لوړې زده کړې هم وکړي.
ښوونکي او زده کوونکي:
د پکتیکا د مرکز خواجه خيلو ليسې زده کوونکی محمد اسمعیل وایي، ښوونکي لري؛ خو ټول یې غیر رسمي او اجیر دی.
د ده په خبره، په کار ده چې د یوشمير ساینسي مضامینو لپاره عملي تجربې وکړي؛ د تجربو لپاره مسلکي ښوونکي نشته، چې تر لوست وروسته عملي تجربې تر سره کړي.
په ښرنه کې د ویس بابا ښوونځي زده کوونکي نقیب الله پژواک ته وویل، درسي کتابتونه، قلم او کتابچې ورته په وخت نه رسيږي او له ستونزو سره یې مخ کړي دي.
نقیب الله زیاته کړه، د درسونو د پیل څخه په میاشتو میاشتو ترېدو وروسته هم ورته پوره کتابونه نه ورکول کيږي او اړ دي، چې پنځه شپږ کتابونه له بازاره واخلي.
یوشمير ښوونکي بیا د زده کوونکيو د والدینو له لوري خپلو ماشومانو ته د نه پاملرنې او پر وخت د معاشونو د نه ورکړې ستونزې یادوي.
د مټاخان د حضرت علي ليسې ښوونکی رحیم خان وایي، ښوونکي د ښوونیز کال په لومړۍ ورځ ښوونځي ته راغلي وي؛ خو زده کوونکي میاشت وروسته هم په پوره ډول ښوونځیو ته نه ورځي.
نوموړي په دې برخه کې یوشمير کورنۍ تورنې کړې، چې خپلو اولادونو ته پوره پام نه کوي او په وخت یې ښوونځیو ته نه را استوي.
د یادې ولسوالۍ یو بل ښوونکی جمیل وايي، چې د معاشونو په خپل وخت نه ورکړه یې لویه ستونزه ده.
نوموړي زیاته کړه، یواځینی عاید یې د ښوونځي معاش دی، چې په میاشتو میاشتو ځنډېږي.
نوموړي دتير ۱۳۹۱ کال معاشونوڅخه یادونه وکړه، چې له ۶ میاشتو وروسته لا هم نه دي ورکړل شوي.
روڼ اندي:
د نظر خاوند او د پکتیکا د ځوانانو فرهنګي ټولنې مشر عزیزالله امیري د ښوونې او روزنې روان بهیر ښه ارزوي، خو ښوونکیو ته د معاشونو پر وخت نه ورکړه یې هغه ستونزه یاده کړه، چې په تدریسي بهیر یې اغيز ښندلی دی.
امیري وايي، د مسلکي ښوونکیو نشتون یوه لویه تشه ده، چې باید ډکه شي.
دی وايي، چې ډېری مسلکي او د لوړو زده کړو لرونکي کسان په نورو ادارو کې د لوړ معاش په بدل کې کارکوي.
هغه وايي، پوهنې وزارت باید داسې چاپيریال رامنځته کړي، چې همدغه مسلکي کسان د پوهنې په چوکاټ کې داخل کړي.