ښرنه ( پژواک، ١٨چنګاښ،۹۲): د پکتيکا اوسېدونکي او چارواکي وايي، چې اويا سلنه اقتصاد يې په کرنې او مالدارۍ ولاړ دى؛ خو په دې ولايت کې کرنې او مالدارۍ ته د نه پاملرنې له امله له ستونزو سره مخ دي.
د دې ولايت د کرنې اومالدارۍ رييس محمدوصيل وايي، د پکتيکا د کروندګرو لويه ستونزه د لويو اوبيزو زېرمو کمښت او د محصولاتو کموالى دى، چې د دې ولايت د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولاى.
نوموړى زياتوي، د وزارت او مرستندويه ادارو له لوري پکتيکا ته د نورو ولايتونو په پرتله کمه پاملرنه کېږي او هغه تخمونه او مرسته شوي توکي ، چې دې ولايت ته ورکول کېږي د پکتيکا دېرش سلنه خلکو او بزګرو ته هم نه رسېږي.
د کرنې رييس د معلوماتو له مخې، په پکتيکا کې شاوخوا ۲۴۰۰ هېکتاره للمي او ۱۷۶۰۰هکتاره اوبيزې ځمکې کرل کېږي.
د وصيل په خبره، د پکتيکا کرنيز محصولات غنم، جوار، وربشې، ميوې(مڼې، انګور او نورې)، جلغوزي او نور دي، چې د اوبو د کمښت له امله يې حاصلات هم کم دي.
د پکتيکا کروندګر هم په دې ولايت کې د بندونو او اوبو د زېرمو، د محصولاتو لپاره د زېرمه ځايونو او مارکېټ نه شتون د کرنې پر وړاندې اساسي ستونزې بولي.
د ښرنې قومي مشر او ځمکه وال شوبين چې سلګونه جريبه ځمکه لري، وايې د اوبيزو زېرمو او اوبو کمښت له ستونزو سره مخ کړي دي.
د نوموړي په خبره، تېرو څو کلونو وچکاليو کاريزونه وچ کړي او خپل فصلونه د اوبو په ماشينونو (واټرپمپونو) خړوبوي.
شوبين پژواک ته وويل، د تېلو بيې هم خورا لوړې دي او له همدې امله ورته حاصل ګران پرېوځي، چې خپل لګښت هم په سختۍ پوره کوي.
د ښرنې اوسېدونکى او بزګر رحمت لالا وايي، په دې سيمه کې انګور، مڼې او غنم ډېر ښه حاصل ورکوي .
دى زياتوي، په ځينو سيمو کې خو د اوړي په موسم کې چې کروندې اوبو ته ډېره اړتيا لري، اوبه کمې او د کروندو خړوبول ستونزمن شي.
د خېرکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي نصيب خان پژواک ته وويل، چې د دې ولسوالۍ انګور ډېر شهرت لري او ډېرى وګړي يې لوى، لوى باغونه لري.
نوموړي وايي، تر اوسه ورته دولت د باغونو د ښې پالنې په برخه کې روزنه، نه ده ورکړې او نه يې هم ورسره د ناروغيو د مخنيوي په برخه کې د درملو مرسته کړې ده.
د پکتيکا وګړي وايي، د اوبو د بندونو د جوړولو لپاره دغه ولايت ښې او وړ سيمې لري، خو په خبره يې چې دولت په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى او نه يې د دوى خبرو ته غوږ ايښى دى.
د دې ولايت د قومي شوراګانو مشر ملامعصوم خيروي وايي، پکتيکا د پلتو، پارک او ژامي خولې په نومونو سيمې لري، چې که بندونه پرې وتړل شي په زرګونو جريبه ځمکې به خړوبې کړي.
د خېرکوټ ولسوالۍ د ميست سيمې اوسېدونکى عبدالکريم وايي، د دوى د سيمې انګور ډېر مشهور دي.
سوداګري او پانګونه:
د پکتيکا سوداګر وايي، د دې ولايت محصولاتو ته د بازار موندنې په برخه کې کار نه دى شوى او په ډېره کمه بيه يې پلوري.
د ښرنې د ديګانوکلي اوسېدونکي او د مېوو يو سوداګر شامحمدخان وايي، په پکتيکا کې ډېرې خوږې مڼې شته؛ دوى يې بهرنيو هېوادونو ته د صادرولو لپاره وس نه لري.
هغه وايي، د صادراتو زمينه ورته نه ده برابره شوې له همدې امله يې په کور دننه په خورا ټيټه بيه پلوري.
شاه محمد وايي، چې که دولت د پکتيکا مېوو ته په بهرنيو هېوادونو کې مارکېټ پيدا، د صادراتو زمينه يې برابره او يا هم ورته سړې خونې جوړې کړي، ګټه به يې څو چنده زياته وي.
د سرروضې ولسوالۍ د سلطانو اوسېدونکى محمدشاه خان وايي، په دې ولسوالۍ کې د عايدو يواځينۍ سرچينه جلغوزي دي ، چې پاکستاني سوداګر يې له دوى څخه اخلي او خپل هېواد ته يې وړي.
هغه وايي، چې که ورته اروپايي او يا د نړۍ نورو هېوادونو ته د انتقال زمينه برابره شي، د پاکستان پر ځاى به يې دوى په لوړه بيه په کې وپلوري.
د پکتيکا د دوکاندارانو اوسوداګرو د اتحاديې مشر حاجي نياز خان هم وايي، دولت  جلغوزيو، مڼو او انګورو ته مارکېټ نه دى پيداکړى.
د نوموړي په وينا، که چېرې د دوى محصولاتو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې شي، نو پر وخت به يې بازار ته وړاندې کړي او ډېره ګټه به ترې واخلي.
حاجي نيازخان زياته کړه، په پکتيکا کې يواځې د يخ او مډرن ډيو په نومونو د شربتونو دوه وړې کارخانې شته ، چې ډېر کم خلک په کې په کار بوخت دي.
لاسي صنايع:
که څه هم چې په پکتيکا کې يو مهال ځينې لاسي صنايع جوړېدل، خو اوس يې خوند ډېر پيکه شوى دى. ډېر کم شمېر کسان د لمڅي، شړيو، لاسي خامک او ځينو نورو شيانو په جوړولو بوخت دي، چې نه يې د پلور لپاره بازارلري او نه ورسره چا په دې برخه کې مرسته کړې ده.