چاريکار ( پژواک، ٩ وږى ٩٢ ) : د پروان ولايت خلک د وسله والو طالبانو نفوذ په دغه ولايت کې پيکه بولي ، خو د نامسوولو وسله والو له خوا رامنځته شويو خپلسريو او ناامنيو دوى اندېښمن کړي دي.
 
د پروان ولايت اوسېدونکي د نورو ولايتونو په پرتله په دې ولايت کې غير مسوول وسله وال زيات بولي او وايي چې د غير قانوني وسلو لرل  د خلکو د وژنې لامل کېږي.
 
دچاريکارو  يو تن اوسېدونکى محمد اجمل خالقيار وايي:(( پروان د افغانستان په کچه يو له باامنو ولايتونو څخه و، خو له بدمرغه په دې وروستيو کې ناامنه شوى، غير مسوول  وسله وال په رڼا ورځ خلک په ډزو وژني، د چارواکو د نه پاملرنې له امله هره  ورځ  د تېلو ټانکر اور اخلي، چې بايد ددغو ناامنيو مخه ونيول شي.))
 
خالقيار زياتوي ، چې خپل خور او ورور په وېرې سره ښوونځي ته لېږي ، که نا امنۍ همداسې دوام وکړي، خلک به له زده کړو څخه بې برخې شي.
 
د سيد خېلو ولسوالۍ اوسېدونکى فريد احمد وايي: (( په دې وروستيو کې پروان ولايت کې نا امنۍ زياتې شوي، د ناپېژاندو وسله والو له وېرې خلک ځان خوندي نه ګڼي، موږ له دولت څخه غواړو، چې ددغو غير مسوولو کسانو مخه ونيسي.))
 
دهغه په وينا، وسله وال طالبان په دې ولايت کې کم ليدل کېږي، خو غيرمسوولو وسله والو په دې ولايت کې ډېرې د ناامنۍ ستونزې را ولاړې کړې دي.
 د پروان د مدني ټولنې يوتن فعال يعقوب رسولي وايي،  چې د يوې ټولنې د پرمختګ  اصلي لامل امنيت وي، خو نا امنۍ سبب شوي،  چې پروان له لويو پروژو او زير بنايي کارونو څخه پاتې شي، د نا امنۍ له امله  علمي کدرونه دغه ولايت پرېږدي او ددې سيمې پانګه وال نورو سيمو يا ولايتونو ته کډه کوي.
 
نوموړي زياته کړه، په پروان کې غيرمسووله وسله وال په دې وروستيو کې ډېر شوي ، چې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو له ملاتړ څخه برخمن دي او د هغوى له لوري په  دوى باندې وسلې وېشل کېږي.
 
هغه وايي، په پروان کې ددغو بدبختيو او نا امنيو بل ستر لامل د ځايي چارواکو بې کفايتي ده .
 
د پروان ولايت د مرکز چاريکارو د دوولسمې ناحيې اوسېدونکى فايق نوري وايي چې حکومتي چارواکي نشي کولى چې په دې ولايت کې د ټولو ناامنيو مخه ونيسي، هغوى د خپلمنځي اړيکو له امله له ټولو امنيتي ستونزو څخه سترګې پټوي او د همدې اړيکو له امله  دوى دغه غير مسوول کسان د قانون منګولو ته نه سپاري.
 
هغه زياته کړه : (( موږ دپروان له چارواکو په درنښت هيله کوو، چې که دامنيت ساتلو او په ښه ډول د دندو دسرته رسولو وړتيا نه لري، نو له خپلو دندو دې لرې شي، څو غوره او دکار وړ کسان يې ځاى ونيسي  او يو امن ولايت ولرو.))
 
د پروان پوهنتون يو تن استاد فرهاد شمال د نا امنيو دليل د دولتي لوړپوړو چارواکو ملاتړ بولي او  وايي: (( خلک له قوماندان سالارۍ او ټوپک سالارۍ څخه ستړي شوي دي.))
 
هغه زياتوي ، څوک چې کوم قوماندان پورې اړوند وي د هماغه له لوري يې ملاتړ کېږي او د خلکو غوښتنه دا ده، چې له  غير مسوولو وسله والو څخه وسله را ټولې شي.
 
 په ورته وخت  کې د پروان ولايت امنيه قوماندان عبد الرحمن سرجنګ هم د غير مسوولو وسله والو شتون مني، هغه وايي (( د جهادي قوماندانانو، د ولسي جرګې استازو او د پروان يو شمير مشران له زرو څخه ډېر وسله وال کسان چې په نورو ولايتونو کې دندې لري، کور ته له راتلو سره سم  دوى په پروان کې  د نا امنيو لامل کېږي، د هغوى کسان وسلې لري او وسلو سره دولتي کارت هم وي، چې دغه کار خلک نور هم اندېښمن کوي،  په دې وروستيو کې څو پېښې د مسوولو کسانو له لوري شوي، چې يايې د کوم قوماندان  او يا هم د ولسي جرګې له کوم غړي سره اړيکه درلوده .))
 نوموړى پژواک آژانس ته وويل:(( د ولايتي شورا غړو، د ولايت مشرتابه مقام، د ملي امنيت رييس او يو شمير نور امنيتي مسوولينو تر منځ په امنيتي ناسته کې پرېکړه وشوه ، چې د تورو فلمونو ښيښو والا موټر څخه دې فلم پاکې شي او ټول غير مسووله وسله وال دې ونيول شي او وسلې دې ډاياګ ته وسپارل شي.))
 نوموړي زياته کړه، وسله د افغانستان د خلکو ګاڼه ده ، ټول هېوادوال وسلې لري او د ځان ددفاع په موخه يې خپلې وسلې پټې ساتلې دي.
ددې ولايت شينواري، سياګرد او کوه صافي ولسوالۍ د غير مسوولو وسله والو له خوا ناارامه دي.
 د پروان ولايت امنيه قوماندان وايي ، چې امنيتي ځواکونه څو ځله په يادو ولسواليو کې عمليات ترسره کړي او اوسمهال په يادو ولسواليو کې کومه امنيتي ستونزه نه شته