چاريکار ( پژواک، ٤ وږى ٩٢) : د پروان ولايت د اوسېدونکو اقتصاد په کرنه، باغدارۍ او مالدارۍ ولاړ دى او له همدې لارې خپل عايد ترلاسه کوي.
پروان چې د هېواد پلازمېنې شمال ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، کابل ښار ته ډېرې تازه مېوې او سبزيجات له همدې ولايت څخه راځي.
د پروان چارواکي وايي، چې ددې ولايت ٨٠ سلنه اوسېدونکي په کرنه او باغدارۍ بوخت دي او يو شمېر نور يې بيا مالداري او سوداګري کوي.
ددې ولايت د کرنې رييس عبدالکبير فرزام وايي ، چې ددې ولايت مهم حاصلات تازه مېوې، سبزيجات او غله دانه دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې ددې ولايت په مهمو تازه مېوه جاتو کې انګور، زردالو ، بادام، شفتالو دي او په سبزيجاتو کې يې کدو، روميان، تور بانجان، بينډۍ ( باميه) سپينه او شنه فاصله ، مرچکي، ګلپي  ، پياز او داسې نور شامل دي.
دى وايي،  چې سبزيجات په بګرام، سرخ پارسا، سياه ګرد ، شينواري او د مرکز په ځينو سيمو کې کرل کېږي ، د ولايت د مرکز بازارونو او بيا کابل  ښار ته لېږدول کېږي .
نوموړي زياته کړه : (( په دې ولايت کې مو د کرنې د سکتور پرمختګ لپاره ډېر کارونه کړي  ، هڅه مو کړې ده، چې کرنه ميکانيزه کړو، دغه راز باغداري مو هم ميکانيزه کړې ده.))
د کرنې رييس وايي ، چې باغدارۍ په دې ولايت کې ډېر پرمختګ کړى، چې له امله يې د حاصلاتو کچه هم لوړه شوې ده.
د هغه په وينا، پر کروندګرو يې د غنمو او نورو توکو اصلاح شوي تخمونه  او کيمياوي سرې وېشلي ،  چې له  دې کارسره د کروندګرو حاصلات زيات او اقتصاد يې پياوړى شوى دى.
عبدالکبير فرزام وايي ، چې د سبزيجاتو په برخه کې يې هم کروندګرو سره مرستې کړي او روزنه يې ورکړې ده او نمايشي قطعې يې جوړې کړې دي.
د هغه په وينا، دوى غواړي خپلو هڅو ته په لرو پرتو سيمو او ولسواليو کې ادامه ورکړي، څو کرنه پرمختګ وکړي او د کروندګرو اقتصاد ښه شي.
د کرنې رييس وايي، چې دوى دکرنې په برخه کې ځينې ستونزې هم لري او هغه دا چې کله ناکله يې په کښتونو او باغونو يو ډول ناروغۍ ولګيږي، چې له امله يې حاصلات زيانمن شي.
نوموړي دغه راز زياته کړه، چې ددې ولايت کروندګر خپلو حاصلاتو ته سم بازار او مارکېټ نه لري ؛چې له امله يې کروند ګر سمه ګټه نه شي ترلاسه کولى.
فرزام وويل چې په دې ولايت کې د تازه مېوو او سبزيجاتو د ساتلو سټورونه هم نشته او يا ډېر کم دي چې له امله يې کروند ګر اړ کېږي خپل حاصلات په ارزانه بيه خرڅ  کړي.
هغه په دې ولايت کې د کرنيزو درملو او د کرنيزو ماشينونو او الاتو د زياتولو غوښتنه وکړه او ويې ويل چې که په دې برخه کې کار وشي، نو کرنه نور هم پرمختګ کوي.
د کرنې رييس وايي ، چې په روان لمريز کال کې دوى په دې ولايت کې د انګورو اوه سوه باغونو جوړولو پلان جوړ کړى ، چې ډېرى کار يې ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه چې په راتلونکو څو مياشتو کې دوى غواړي پر کروند ګرو کيمياوي سره او نور تخمونه ووېشي.
فرزام د مالدارۍ په اړه وايي ، چې ددې ولايت يو شمېر خلک د مالدارۍ له لارې خپل لګښتونه پوره کوي .
نوموړي وويل ، چې په دې ولايت کې يې د شاتو مچيو ، چرګانو او کبانو د روزنې فارمونه جوړ کړي دي .
هغه د سړو خونو په اړه وويل، چې په بګرام ولسوالۍ کې ديوې زېرمې جوړولو کار روان دى ، چې ٤٠ زره مټريک ټنه توکي پکې ځاييداى شي . ددې ترڅنګ د ٢٥ نورو سړو خونو د جوړلو پلان هم لري.
ددې ولايت کروند ګر له خپلو کروندو او حاصلاتو خوښ دي، خو زياتوي چې د سم بازار د نشتوالي له امله دوى ډېره ګټه نه شي کولى.
دغلام داوود په نامه يوه کروندګر پژواک ته وويل ؛چې په يوه جريب ځمکه کې يې روميان وکرل، خو ناروغي پرې ولګېده او سم حاصل يې ورنکړ.
هغه زياته کړه : (( يو څه برخه يې پاتې ده، وېره لرم چې پر دې فصل لګېدلى لګښت به هم ترلاسه نه کړم.))
د چاريکارو ښار دوکانداران هم وايي، چې له کرنيزو محصلاتو سمه ګټه نه شي ترلاسه کولى.
د حسين شاه په نامه يوه دوکاندار پژواک ته وويل ، چې تازه سبزيجات په ډېره ارزانه بيه خرڅيږي، دوى اړ دي چې له کروندګر څخه يې ارزانه واخلي او بيا يې ارزانه وپلوري.
هغه زياته کړه : (( يوه خلته روميان چې اوه کيلو وي، له کروندګر يې په ٥٠ او يا ٦٠ افغانۍ اخلم، خو په ٧٠ يې خرڅوم.))
 ددې ولايت سوداګر وايي ، چې دوى ډېرى د تازه مېوو او سبزيجاتو سوداګري کوي ، خو دوى هم د بازار له  نشتوالي شکايت کوي.
د حاجي ملنګ په نامه يوه سوداګر پژواک ته وويل ، چې هر کال د دوه زره تاکونو انګور اخلي، خو بيا د خرڅولو پر مهال د سم بازار د نشتوالي له امله پکې تاوان کوي.
هغه زياته کړه ، چې له باغ لرونکو څخه مميز من په ١٢٠ افغانۍ اخلي، خو بيا يې تر ٢٠٠ پورې نه شي خرڅولى.
نوموړى وايي ؛چې پاکستانيو توکو د نورو توکو ترڅنګ د تازه سبزيجاتو او تازه مېوو بازار هم خراب کړى  او له حکومت څخه يې دسړو خونو جوړولو غوښتنه وکړه.
خو د تازه سبزيجاتو يو سوداګر حاجي غلام رسول بيا وايي ، چې دى له خپل کاروبار څخه خوښ دى او ښه ګټه کوي.
نوموړي پژواک ته وويل ، چې دى د پروان له ولسواليو څخه تازه سبزيجات په ارزانه بيه اخلي او بيا يې د کابل ښار په بازارونو کې په لوړه بيه خرڅوي او ښه ګټه ترلاسه کوي.
په دې ولايت کې يو شمېر ښځې په لاسي صنايعو هم بوختې دي، دوى د نورو ولايتونو د ښځو د لاسي صنايعو ترڅنګ د سبزيجاتو د وچولو کارو بار هم کوي.
د شکيلا په نامه د چاريکار ښار يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل ، چې په ولسواليو کې ښځې په موره دوزۍ، چرمه دوزۍ او نورو لاسي خامکونو بوختې دي.
نوموړې زياته کړه ، چې ددې ترڅنګ يو شمېر ښځې د تازه سبزيجاتو په وچولو هم بوختې دي او د خپلې کورنۍ د اقتصاد په  پياوړتيا کې برخه اخلي .
شکيلا شکايت وکړ، چې ښځې دخپلو لاسي صنايعو لپاره سم بازار نه لري او په دې برخه کې يې د حکومت د پاملرنې غوښتنه وکړه.