هرات له کابل څخه وروسته د هېواد دويم ګڼ مېشتى ولايت شمېرل کېږي، چې د هېواد په لوېديځ کې پروت دى او د ايران او ترکمنستان له هېوادونو سره ګډه پوله لري.
هرات د هغو ولايتونو له ډلې دى چې پراخې طبيعي زېرمې لري او ډېرى کانونه يې د ولايت له مرکز هرات ښار څخه لرې په ولسواليو کې لري.
د هرات د کانونو عمومي رييس انجنير عبدالجميل الياسي په وينا، د دغه ولايت کانونه له مسو، وسپنې، ډبرو سکرو، مرمرو، ليټيوم، مالګې، ګچ او ګران بيه ډبرو عبارت دي.
د هرات د کانونو او پيټروليم رياست د وېشنې پر بنسټ، د دغه ولايت کانونه په درېيو برخو(لوى، منځي او کوچني) باندې وېشل شوي دي.
د مسو، ليټيوم، سرو زرو، ډبرو سکرو او سربو کانونه د دغه ولايت له سترو او مهمو کانونو شمېرل کېږي، چې په چشت، رباط سنګي، غوريان، پښتون زرغون او ګذره ولسواليو کې موقعيت لري.
د دغه رياست له خوا د خپرو شوو معلوماتو له مخې، ٢١ کانونه په ځانګړي ډول د ډبرو سکرو، چونې ډبرو، مالګې، نيکا ډبرو، ډبرو سکرو او تعميراتي ډبرو کانونه په دغه ولايت کې شته، چې ٤٠ سلنه يې ګټې اخيستې او استخراج ته سپارل شوي دي او هر کال د دولت بوديجي ته ترې عوايد ورځي.
د شيدا د مسو کان:
د شيدا د مسو کان د دغه ولايت له سترو کانونو ګڼل کېږي، چې په چشت شريف ولسوالۍ کې موقعيت لري، اوږدوالى يې له ١٥٠-٢٤٠٠ مترو او ژوروالى يې تر ۲٫۴-۸ مترو پورې رسېږي. د دغه کان د مسو ظرفيت نږدې پنځه ميليونه ټنه با عياره مس ١،١ اټکل شوى دى.
دغه کان د هرات ولايت د سوېل ختيځ په ٦٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري او پراخوالى يې ٢٥٠ کيلومتره بر اورد شوى دى.
د دغه کان لومړني مطالعات د ١٣٣٩ څخه تر ١٣٥١ لمريز کال پورې د روسيې، الماني او امريکايي متخصصينو له خوا شوي دي.
د چشت سره زر:
دغه کان د هرات ښار د ختيځ په ١٢٥ کيلومترۍ کې په چشت شريف ولسوالۍ کې موقعيت لري. د چشت شريف د سرو زرو کان د ١٣٨٤ لمريز کال د چنګاښ مياشتې په ١٢مه نېټه د کانونو او پيتروليم وزارت د متخصصينو له خوا وپېژندل شو.
د کانونو او پيتروليم وزارت په خبره، ددغه کان بېلګې په ١٣٨٤ کال کې کشف شوې او نړيوال ازمايښت ځايونو ته لېږدول شوې او تر ازمايښتونو وروسته څرګنده شوه، چې د دغه کان په هرو زرو کيلو ګرامه موادو کې يو کيلوګرام سره زر شته، چې دا د هېواد د سرو زرو کانونو يوه غوره بېلګه ده.
مرمر ډبرې:
 د کانونو وزارت د هغو مطالعاتو پر بنسټ چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې شوې، ګومان کېږي چې د مرمر ډبرو څلور ډولونه سپين مرمر، نباتي ابره او ګرانيټ د ٥٠٠ متره په اوږدووالي او ١٠٠ متره پلنوالي سره په چشت شريف ولسوالۍ کې پر لوړ کيفيت موجود دي چې حجم يې نهه نيم ميليون متره مکعب دى، خو تازه څېړنې ښيي چې د دغو کانونو اوږدوالى څه باندې شل متره دى.
ځايي سرچينې وايي، چې د چشت شريف د مرمر ډبرو صادرات په روان کال (١٣٩٣) کې اېټاليا، هندوستان، چين، ترکمنستان، ترکيې، ټايوان او اندونيزيا هېوادونو ته پيل شوي دي.
د سبزک د ډبرو سکاره:
د سبزک د ډبرو سکرو کان يا د مسجد چوبي کان د هرات ولايت په ١٠٥ کيلومترۍ کې په کرخ ولسوالۍ کې موقعيت لري. د دغه کان لومړني مطالعات څرګندوي چې دغه کان د اتو کيلومترو مربع په پراخوالي سره په ١٣٤٠ لمريز کال کې د افغان ځمک پېژندونکو له خوا د پخواني شوروي اتحاد د متخصصينو په همکارۍ ثبت شوى دى.
د دغه کان لومړنۍ زېرمې نږدې ١١ ټنه اټکل شوې دي. ويل کېږي چې د دغه کان د ډبرو سکاره پخوا په غير فني ډول استخراج شوي دي.
د سبزک د کانونو رييس انجنير عزيز د معلوماتو له مخې، د دغه کان زېرمې تر ډېره د کان په ژوره برخه کې موقعيت لري او احتمال لري چې له ١٠٠ ميليونه ټنو زياتې وي. د هغه قرارداد له مخې، چې په ١٣٥٥-١٣٥٦ کال کې د چکسلواکيا له هېواد سره شوى، ارزښت يې ١٥ ميليونه ډالر او وروسته بيا په ١٣٥٩ کال کې له دغه هېواد څخه د ډبرو سکرو يو شمېر تخنيکي وسايل او تجهيزات د نهه ميليونو ډالرو په ارزښت وپېرل شول.
د ډبرو سکرو د مطالعې او تثبيت کار په A+ B + C کتګوريو کې په ١٣٥٧ کلونو کې تر ١٣٦٢ کال پورې ترسره شوى دى.
سمنټ:
دغه کان د هېواد له شتمنو کانونو څخه يو دى، چې د هرات په شمال لوېديځ کې په زنده جان ولسوالۍ کې موقعيت لري. د هرات د سمنټو کان په هېواد کې د سمنټو د توليد له سترو کانونو دى، چې د سمنټو نوعيت يې پلوليټلين دى، دغه سمنټ له لومړي درجه مقاومت لرونکو سمنټو ګڼل کېږي.
ټاکل شوې وه دغه پروژه په ١٣٩٠ کال کې د وزيرانو شورا له منظورۍ وروسته په قرارداد ورکړل شي، چې کار يې د "پيشګامان صنعت مجد" په نوم يوې ايرانۍ کمپنۍ له خوا پيل او ياده کمپنۍ ژمنه ده چې په دې برخه کې به شاوخوا ١٥٠ ميليونه ډالره پانګونه کوي، خو دا چې يادې کمپنۍ دغه کار پيل نه کړ، نو قرارداد يې په ١٣٩١ لمريز کال فسخه شو.
وسپنه:
د هرات د وسپنې کان د هېواد له سترو کانونو شمېرل کېږي. د هرات د کانونو او پيټروليم رياست د معلوماتو له مخې، دغه کان په غوريان ولسوالۍ کې له ايران سره په ګډه پوله موقعيت لري. د پژواک خبري اژانس د موندنو له مخې، ايران د دغه کان يوه برخه چې د هغه هېواد په خاوره کې ده استخراجوي، خو د افغانستان د برخې قرارداد يې لا تر اوسه نه دى شوى.
همدارنګه ځايي سرچينې وايي، چې د هرات ولايت ٤٠ سلنه کوچني کانونه، چې له مالګې، کچ، چونې او نيکا څخه عبارت دي؛ ګټې اخيستې ته سپارل شوي دي.