ګردېز (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې پر يوې امنيتي پوستې د ډله ييز بريد هڅه شنډه شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پنځو ځانمرګو بريدګرو، چې پر وسلو سمبال وو، غوښتل د ګردېز ښار اړوند د سروړۍ پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړي.
هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه پرې شکمن شول او موخې ته له رسېدو مخکې يې پرې بريد وکړ او ترمنځ يې رامنځته شوې نښتې نيم ساعت دوام درلود.