په ګردېز کې د ډله ييز ځانمرګي بريد مخه ونيول شوه

 
ګردېز (پژواک ١٧ چنګاښ ٩٢): د پکتيا په مرکز ګردېز ښار کې پر يوې امنيتي پوستې د ډله ييز بريد هڅه شنډه شوې ده.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمد زمان د چنګاښ په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، پنځو ځانمرګو بريدګرو، چې پر وسلو سمبال وو، غوښتل د ګردېز ښار اړوند  د سروړۍ پر امنيتي پوستې ډله ييز بريد وکړي.
هغه زياته کړه، چې امنيتي ځواکونه پرې شکمن شول او موخې ته له رسېدو مخکې يې پرې بريد وکړ او ترمنځ يې رامنځته شوې نښتې نيم ساعت دوام درلود.
نوموړی وايي، چې د نښتې په پايله کې يو بريدګر وژل شوی، يو ټپي دى او درې نور له سيمې په تېښته بريالي شوي خو پوليس يې په لټه کې دي.
محمد زمان وايي، په دې پېښه کې امنيتي ځواکونو ته کوم زيان نه دی اوښتی او يو ميل وسله هم د دوى لاس ته ورغلې ده.
د امنيت امر وويل، که چېرې بريدګر خپل هدف ته رسېدلي وای نو زيات تلفات به يې اړولي وو.
نوموړی وايي، امنيتي ځواکونه ورځ تر بلې د پياوړتيا پر لور روان دي او د تېر کال په اوږدو کې ګن شمېر لاس ته راوړنې لري.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د روان کال په اوږدو کې د پکتيا په بېلابېلو سيمو کې په ورته بريدونو کې ګڼ شمېر وسله وال وژل شوي د

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.