کندهار ښار (پژواک ٢٥ وږى ٩٣): د کندهار د ولايتي شورا غړى او کانديد حاجي اغا لالى دستګيري وايي، ټاکنيزو لانجو له تېرو شپږو مياشتو راهيسې د دې تر څنګ چې د ژوندانه هر اړخ يې اغېزمن کړى، له خلکو يې د ستونزو د حل ادرس هم ورک کړى دى.
دستګيري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، پخوا به خلکو خپلې ستونزې په اونۍ کې دوه ځلې د ولايتي شورا له غړو سره شريکولې او هغوى به يې د حل لپاره اقدام کاوه، خو اوس شپږ مياشتې کېږي چې د ستونزو د حل د دغه ادرس دروازه د خلکو پر مخ تړلې ده.