Kandahar candidate gunned down in Quetta

 
کندهار ښار (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د کندهار ولايت د ولايتي شورا يوه کانديد په پاکستان کې د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رييس او د ولايت سرپرست وياند دواخان مينه پال د وري په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کانديد شاه محمود جلال نومېده.
هغه زياته کړه، چې نوموړى د درملنې په موخه د ډيورنډ پولې پورې غاړه د پاکستان کوېټې ښار ته تللى و، چې تېره ورځ د ناپېژانده وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د مينه پال په وينا، د نوموړي مړى تېره ورځ ناوخته کندهار ښار ته لېږدول شوى او اوس په ميرويس روغتون کې دى.
نوموړى وايي چې جلال د ارغنداب ولسوالۍ د خالشک کلي اوسېدونکى و، خو اوس په کندهار ښار کې اوسېده.
د ميرويس روغتون يوه ډاکټر پژواک ته وويل، د دغه کانديد مړى، چې د مخ په برخه کې يې مرمۍ خوړلې، تېره شپه ور وړل شوى دى.
په کندهار کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير عبدالهادي داوري پژواک ته وويل چې دوى هم د رسنيو له لارې له دې پېښې خبر شوي دي.
د هغه په وينا، که چېرې په تېرو ټاکنو کې د شاه محمود رايې کمې وې، نو باطلېږي او که چېرې مخکښ او ډېرې رايې اخيستې وې، نو په هغه پسې چې د هر بل کانديد رايې ډېرې وي، هغه بريالى اعلانېـږي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.