"د کندهار په ډېرى ولسواليو کې ټاکنيز کمپاين ناشونى دى"

 
کندهار (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د کندهار د ولايتي شورا ځيني کانديدان وايي، چې د دغه ولايت له يو شمېر نږدې ولسواليو پرته په لرې پرتو ولسواليو کې ټاکنيز کمپاين ته زمينه برابره نه ده.
ټاکل شوې د ولايتي شوراګانو او ولسمشرۍ ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي، د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره کمپاين د سلواغې په ١٣مه او د ولايتي شوراګانو لپاره د کب په ١٣مه پيلېږي.
د کندهار ولايتي شورا يو کانديد حاجي نعمت الله شېردلي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم د پخوا په پرتله اوس په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت ښه شوى، خو بيا هم شرايط هغسې نه دي، چې کانديدان دې په خلاصه پښه په کې ټاکنيز کمپاين وکړاى شي.
هغه زياته کړه، د کندهار ښار په ګډون په ځينو نږدې ولسواليو لکه ارغنداب، ډنډ، دامان، سپين بولدک او يو شمېر نورو کې چې امنيتي وضعيت يې ښه دى، کمپاينونه ترسره کېداى شي، خو په لرې ولسواليو کې د نا امنيو له امله نه کمپاين په سمه توګه ترسره کېداى شي او نه هم ټاکنې.
نوموړى چې په تېرو دوو دورو کې د ولايتي شورا غړى پاتې شوى او اوس يې يو ځل بيا ځان کانديد کړى، وايي چې د ټاکنو او کمپاينونو تېرو تجربو ته په پام سره امنيتي حالت يو څه ښه شوى دى.
د ده په خبره، د تېرو ټاکنو پر مهال امنيتي حالات دومره خراب وو، چې ان په نږدۍ ولسواليو کې هم ټاکنيز کمپاينونه نه شواى کېدلاى.
د کندهار ولايتي شورا ته يو بل کانديد حاجي فدا محمد خان هم ورته نظر لري، دى هم وايي چې د کندهار په ځينو ولسواليو کې ټاکنيز کمپاينونه ترسره کېداى شي او په ځينو کې نه.
هغه پژواک اژانس ته وويل، دا سمه ده چې په ډېرو سيمو کې نه خو کانديدان کمپاين کولاى شي او نه هم خلک لکه څنګه چې ښايي په ټاکنو کې برخه اخيستلاى شي.
د نوموړي په باور، په داسې حال کې کانديدان يوازې يوه لاره چې له خپل نفوذ څخه په کار اخيستو په ولسواليو کې د سيمې له قومي مشرانو سره اړيکې ونيسي، د هغوى باور خپل کړي او په دې توګه ځانونو ته کمپاين وکړي.
دى وايي، په کندهار ولايت کې حالت داسې دى، چې که امنيتي ځواکونه د کمپاينونو پر مهال په لرې پرتو سيمو کې امنيت هم ټينګ کړي، خو وروسته چې امنيتي ځواکونه له سيمې وځي نو سيمه ييزو اوسېدونکو ته د وسله والو مخالفينو له خوا ګواښ پېښېدلاى شي.
د ده په خبره، هومره چې د خلکو ژوند له خطر سره مخ کېداى شي، کانديدانو ورسره مخ نه دي.
د کندهار ولايتي شورا ته يو بل کانديد ناصر مبارز بيا وايي، چې په روانو شرايطو کې ټاکنيز کمپاينونه کول د نورو په پرتله د هغو کانديدانو لپاره ستونزمن کار دى، چې د لومړي ځل لپاره يې ځانونه نومولي دي.
د ولايتي شورا دغه کانديد چې د لومړي ځل لپاره يې د کندهار ولايتي شورا ته ځان نومولى پژواک خبري اژانس ته وويل، هغه کانديدان چې په تېرو دورو کې د ولايتي شورا غړي پاتې شوي او اوس يې بيا ځانونه کانديد کړي، کولاى شي د خپل نفوذ څخه په کار اخيستو له خلکو سره د تماسونو له لارې ځانونو ته ټاکنيز کمپاينونه وکړي.
دى وايي، دا ستونزه د نوو او ځوانو کانديدانو لپاره جدي ده، ځکه هغوى د لومړي ځل لپاره ځانونه نومولي او اړتيا لري، چې د خپلو پروګرامونو او طرحو په اړه پراخ کمپاين تر سره کړي تر څو خلک پرې خبر شي او بيا يې په اړه خپلې رايې وکاروي.
هغه له چارواکو وغوښتل، چې د کندهار په لرې پرتو ولسواليو کې دې هم د ټاکنيز کمپاين او هم د رايو د ورکولو په موخه امنيت ټينګ کړي.
د جميلې يوسفي په نوم يوه ښځينه کانديده بيا وايي، په اوسنيو شرايطو کې ټاکنيز کمپاين د نارينه کانديدانو په پرتله د ښځينه کانديدانو لپاره ستونزمن دى، ځکه ښځينه کانديدانې له ښار پرته په ولسواليو کې هېڅ راز کمپاين نه شي کولاى.
خو هغې پژواک اژانس ته وويل، چې روانه امنيتي شرايطو او دودويز مسايلو ته په پام سره د هغوى لپاره د کمپاين تر ټولو ښه وسيله رسنۍ دي، چې په همکاري يې کولاى شي په کورونو کې ناستې مېرمنې له خپلو طرحو او پروګرامونو خبرې کړې.
خو د کندهار ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل وايي، چې هغوى له خپل لوري امادګي لري او کله چې کمپاين پيل کېږي، نو کانديدان به هيڅ راز ستونزې نه لري.
هغه پژواک ته وويل، له تېرې يوې مياشتې راهيسې امنيتي ځواکونو د کندهار په لرې پرتو ولسواليو شاوليکوټ، ميوند، خاکرېز، نېش، غورک، ميانشين او نورو کې چې امنيت حالت پکې ډاډمن نه و، عمليات پيل کړي او د رايې ورکولو تر مهاله به دوام لري.
خو فيصل ومنله، چې د نږدې ولسواليو په پرتله به په لرې پرتو ولسواليو کې يو څه ستونزې وي، خو امنيتي ځواکونه دا وړتيا لري چې هم د کانديدانو او هم د کمپاين پر مهال د خلکو امنيت خوندي کړي.
په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد څه موده وړاندې پژواک خبري اژانس ته ويلي و، چې د پلان له مخې هغوى په هرو پنځلس ورځو کې د دغه ولايت په ټولو ساحو کې شته تهديدات څېړي او د مخنيوي لپاره يې عمليات پلان کوي.
د هغه په وينا، د ټاکنو تر مهاله کافي وخت لري او په دغه موده کې به نه يوازې چې شته تهديدات به له منځه وړي، تصفيوي عمليات به کوي، ماينونه به لېرې کوي او لارې به د خلکو پر مخ پرانيزي، تر څو د ټاکنو تر ورځې امنيت ډادمن شي.
هغه مهال د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا ويلي و، چې په کندهار کې ولايت کې د تېر په پرتله د رايې ورکولو په مرکزونو کې زياتوالى راغلى، چې دا په خپله د تېر په پرتله د امنيتي وضعيت د ښه والي څرګندونه کوي.
نوموړي زياته کړې وه، ، د ولسمشمرۍ په تېرو ټاکنو کې د رايې ورکولو ٢٠١ مرکزونه وو، خو د راتلونکو ټاکنو لپاره ٢٤٤ مرکزونه ټاکل شوي، چې ٤٣ مرکزونه پکې زيات شوي دي.
د کندهار ولايتي ١٥ څوکيو ته ټول ٧٤ تنو ځانونه کانديد کړي، چې له دې ډلې څخه ٧ تنې يې مېرمنې دي.
دغه راز د کانديدانو له ډلې ١٠ تنه يې په تېره دوره کې د ولايتي شورا غړي پاتې شوي، چې دا ځل يې بيا هم ځانونه کانديد کړي دي.
د کندهار ولايتي شورا ١٥ غړي لري، چې ١١ يې نارينه او ٤ تنې يې ښځې دي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، کېداى شي دغه شمېره ١٩ تنو ته پورته شي، چې ١٥ به يې نارينه او ٤ تنې به يې ښځې وي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.