پلخمري (پژواک ٤ کب ٩٣): د بغلان ولايت استيناف څارنوالۍ، د پلخمري د ښاروال دنده د ښاروالۍ په عوايدو کې د نه روڼتيا، سرغړونو او په غيرقانوني توګه د يوه کور د رغولو په تړاو د هغه دنده ځنډولې، خو ښاروال بيا په هغه باندې دغه لګېدلي تورونه ردوي.
د بغلان د استيناف څارنوالۍ مشر دين محمد قريشي وايي، چې د پلخمري ښاروال په څارنوالۍ کې ٧ موارده دوسيې لري او له هغه څو ځلې غوښتل شوي، چې د ځواب ويلو لپاره حاضر شي، خو تر اوسه پورې نه دى حاضر شوى.
قريشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په همدې موخه يې د هغه دنده ځنډولې ده.