Baghlan PC candidate escapes unhurt in blast

پلخمري (پژواک، ٢٧ لېندۍ ٩٣): د بغلان د ولايتي شورا يو کانديد چې په ټاکنو کې نه دى بريالى شوى، په پلخمري ښار کې له چاودنې روغ وتلى دى.
موټر په پلخمري ښار کې په چاودنه کې ويجاړ شوى، خو خپله ده کوم زيان نه دى رسېدلى.
د ماين دغه چاودنه نن سهار نهه نيمې بجې د بغلان د مرکز د قهوه خانې پر سړک د سيدعلي ګوهرشاه پر موټر رامنځته شوه چې له امله يې د هغه موټر ويجاړ شوى خو خپله ترې روغ وتلى دى.
سيدعلي ګوهرشاه پژواک خبري اژانس ته وويل چې لومړى چاودنه د ده د وژنې پلان و او په وينا يې چې پخوا هم د وسله والو طالبانو له خوا ګواښل شوى دى.
هغه وايي چې د بغلان د ټاکنو له کمېسيون سره دعوه لري چې د ولايتي شورا بريالى نوماند دى، خو په ټاکنو کې درغلي شوې او د ده پر ځاى يو بل کس د شورا د غړي په توګه ټاکل شوى دى.
څو شېبې وروسته په همدې ځاى کې بله ماين چاودنه هم وشوه.
د بغلان امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد بشارت وايي پوليس د چاودنې سيمې ته د څېړنې لپاره تللي وو چې امنيتي ځواکونو ته اېښى ماين وچاودېد، خو مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.
د دې دواړو چاودنو مسووليت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى.
د محمدعلي په نوم يوه ځايي اوسېدونکي وويل: ((په دې وروستيو کې د پلخمري ښار امنيت خراب شوى او دوى يې سخت اندېښمن کړي دي.))
د يادونې ده چې تېره اوونۍ هم د پلخمري ښار په ١٥٠ کوتي ساحه کې د سړک غاړې ماين چاودنې د پوليسو د رينجر موټر پر ځاى دوه دوه ملکي وګړي ټپيان کړل او طالبانو يې مسووليت پر غاړه اخيستى و.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.