Police officials involved in drug trade: Salangi

 
چاريکار (پژواک١٩ زمرى ٩٢): د پروان والي وايي، چې د دغه ولايت يو شمېر پوليس د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس لري.
والي عبدالبصير سالنګي له پژواک خبري اژانس سره د ځانګړو خبرو پر مهال وويل، چې د نشه يي توکو په کاروبار کې د پوليسو د لاس لرلو له امله دوى نه شي کولى په دغه ولايت کې د دغه توکو په بشپړه توګه مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: ((نشه يي توکي د چاريکارو ښار ته په نږديو سيمو کې پلورل کېږي او په هره امنيتي غونډه کې مې په دې اړه امنيتي ارګانونو ته سپارښتنې کړې چې مخه يې ونيسي.))
سالنګي وايي، چې يو شمېر پوليس د نشه يي توکو له کاروباريانو سره اړيکې لري او دغه کار لامل کېږي چې د دغه ولايت ځوانان په نشه روږدې شي.
د نوموړي په وينا، د دې پر ځاى چې ځوانان تعليم وکړي، سواده زده کړي او د ټولنې يو ښه قشر وګرځي پر نشه يي توکو روږدېدا سره ټولنې ته ستونزې پيدا کوي.))
د پروان والي وايي، چې همدغه روږدي ځوانان بيا د وسله والو مخالفينو له ليکو سره يو ځاى کېږي او په دغه ولايت کې امنيتي ستونزې پيدا کوي.
ايوب سالنګي وويل، چې ولايت ته په دې اړه لسګونه عريضې او شکايتونه راغلي چې روږدي کسانو نه يواځې خلکو ته ستونزې پيدا کړي، بلکې پر غلاوو هم لاس پورې کړى دى.
د پروان د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس شېر اغا تلاش هم مني چې د چاريکارو ښار په بېلابېلو سيمو او ولسواليو کې نشه يي توکي په ښکاره ډول خرڅېږي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د پوليسو امنيتي پوستو ته څېرمه او نږدې ساحو کې هم دغه توکي خرڅېږي او خلکو ورته په دې اړه شکايتونه هم کړي دي.
د نوموړي په وينا، د چاريکار تر څنګ په بګرام، ګلبهار، جبل السراج، پل مټک او هوفيان شريف هم کې دا توکي په ازاده توګه پلورل کېږي.
تلاش وايي، چې له پوليسو سره په ګډه او د خلکو په همکارۍ يې هڅې پيل کړې، څو د دغو توکو مخه ونيسي.
د پروان ولايت د مرکز او ولسواليو يو شمېر اوسېدونکي هم د نشه يي توکو په ازاده له خرڅلاوه سر ټکوي او زياتوي چې روږدي کسان دوى ته سرخوږى پيدا کړى دى.
دوى وايي، ځيني زور واکان د نشه يي توکو د کاروباريانو تر شا ولاړ دي چې له امله يې پوليس په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د چاريکارو ښار يوه اوسېدونکي ويس الدين پژواک ته وويل، چې په نشه يي توکو روږدي کسان ډېرې ټولنيزې ستونزې پيدا کړي دي.
هغه زياتوي، چې دوى له کوورنو، کوڅو او دوکانونو څخه غلاوې کوي.
دى وايي، چې يو شمېر نشه يان او کاروباريان د پوليسو له خوا نيول کېږي، خو څو ورځې وروسته بېرته خوشې کېږي.
د چاريکارو د زوړ ښار يو اوسېدونکى محمدظريف وايي، چې دلته هر ډول پوډر، چرس ، اپين او نور توکي په اسانه توګه ترلاسه کېداى شي.
د هغه په وينا، په دې اړه يې څو څو ځلې پوليسو ته شکايت کړى، خو هغوى يې هم په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د پروان امنيه قوماندان عبدالرحمن سرجنګ هم مني چې د پوليسو په ليکو کې داسې خلک شته چې د نشه يي توکو په خرڅلاو کې لاس لري.
خو هغه پژواک ته وويل، پوليسو په دې اړه جدي اقدامات پيل کړي دي.
سرجنګ وايي، کېداى شي يو شمېر کم کسان د پوليسو په ليکو کې په دې کار کې ککړ وي، خو دوى يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
خو هغه زياته کړه، په ضمانت سره ويلى شي چې پوليس په ټوليزه توګه د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو او کاروباريانو پر ضد جدي اقدامات کوي.
دى وايي، چې پوليسو سلګونه کيلوګرامه نشه يي توکي او وروسره په تړاو کسان نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
نوموړي دا هم وويل، چې په دغه ولايت کې د نشه يي توکو کښت صفر کچې ته راټيټ شوى او دا يې هم د پوليسو لاسته راوړنه ياده کړه.
د پروان امنيه قوماندان وايي، چې د دغه ولايت خلک هم بايد په دغه کار کې له پوليسو سره همکاري وکړي، څو له پروان څخه ياد توکي ختم شي.