180 violence on women cases registered in Takhar

 
تالقان (پژواک ١٩ زمرى ٩٢): د تخار ولايت د ښځو چارو رياست وايي، چې سږ کال په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله د انجونو او ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى ډېر شوى، خو دغه راز د مجرمينو دوسيې هم څېړل شوې دي.
د تخار د ښځو چارو مشرې رزم ارا حواش له پژواک خبري اژانس سره په خپله ځانګړې مرکه کې ويلي، چې د روان کال په لومړيو څلورو مياشتو کې دوى له ښځو او نجونو سره د تاوتريخوالي ١٨٠ قضيې ثبت کړې؛ په داسې حال کې چې دغه شمېره تېر کال ١٠٠ قضيو ته رسېده.
 هغې د تاوتريخوالي ډېروالى د اندېښنې وړ وباله او وايي، چې په ياد تاوتريخوالي کې ځانوژنه، له کوره تېښته، وهل او ډبول، اجباري ودونه، د نفقې نه ورکول، ځان سوځونه او... شامل دي، چې پر ښځو او نجونو په بېلابېلو ډولونو منل شوي دي.
حواش که څه هم پر ښځو او کم عمره نجونو باندې د تجاوز په هکله څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې له دوى سره تېر کال د وژنې ١٦ پېښې او د سږ کال په لومړيو څلورو مياشتو کې د قتل څلور پېښې ثبت شوې نو دا شمېرې څرګندوي، چې د تېر کال په څېر د ښځو وژنه له يادې شمېرې سره يو شان ده.
د روان کال په لومړيو کې يوه دېرش کلنه ښځه د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د خپل مېړه له لوري د چره يي توپک په وسيله ووژل شوه او مېړه يې هم بيا منلې وه، چې خپله مېرمن يې وژلې، خو د هغې د وژنې په هکله يې څه نه دي ويلي.
د غويي په مياشت کې په تخار کې په مرموز ډول د ښځو او نجونو درې پېښې ثبت شوې دي.
يوه اتلس کلنه نجلۍ، چې په جبري ډول يوه ملا امام ته، چې دوه نورې مېرمنې يې هم درلودې له ودولو وروسته په چال ولسوالۍ کې ووژل شوه او د يوې بلې ښځې مړى هغه مهال د تخار د خواجه غار ولسوالۍ په يوه کور کې وموندل شو، چې د واده يې شپږ مياشتې تېرې شوې وې.
خلکو شکايت درلود، چې د دغو تاوتريخوالو ډېرى عاملين نه دي نيول شوي.
 خو د ښځو چارو مشرې وويل: "د تاوتريخوالي ډېرى قضيې د رسنيو په مرسته د امنيتي، عدلي او قضايي بنسټونو له لوري څېړل شوې او موږ د يادو څېړنو له پايلو خوښ يو."
 هغې وويل، چې په دغه ولايت کې مسوولين پر خپل وخت اقدام کوي، د پېښې عاملين نيسي او دوسيې يې عدلي او قضايي بنسټونو ته سپاري.
د تخار د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتو مسوول عبدالخليل اسير هم ادعا کوي، چې د ډېريو قضيو عاملين له موضوع شريکولو وروسته د ښځو چارو د رياست له لوري نيول شوي دي.
 هغه وويل: "د نيول شوو کسانو د شمېرې راټولول وخت ته اړتيا لري، خو ويلى شم هغه کسان، چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پر اعمالو تورن دي، اړوند بنسټونو ته سپارل شوي دي.
که څه هم د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د روان کال د تاوتريخوالي شمېرې نه دې په ډاګه کړې، خو په دغه کمېسيون کې د ١٣٩١ کال شمېرې ښيي، چې له دغه کمېسيون سره د هېواد په کچه ټولټال د تاوتريخوالي ٤٥٠٠ قضيې ثبت شوې، چې له ٧٥ څخه ډېرې يې د ناموسي وژنو او ٤٠ نورې پېښې د جنسي تيري دي، په داسې حال کې چې له هغه څخه يو کال وړاندې له دغه کمېسيون سره د تاوتريخوالي شاوخوا ٣ زره قضيې ثبت شوې وې.
 له بلې خوا د تخار د ښځو چارو مشرې وويل، چې سږ کال يې ښځو ته په حرفوي پروژو کې په کلفګان، رستاق، خواجه غار او بهارک ولسواليو کې د کار موندنې زمينه برابره کړې ده.
 هغې وويل، چې دغه مېرمنې د اوبدلو، خياطۍ، غالۍ اوبدلو، ګبيون اوبدلو او نورو برخو کې بوختې دي او په عملي ډول خپل کار پر مخ بيايي.
ځينې هغه ښځې، چې د سږ کال له حرفوي پروژو فارغې شوې وايي، چې اوسمهال پر ځان بسيا دي او د بل چا له مرستې پرته د خپل ژوند ټولې اړتياوې پوره کولى شي.
 د بهارک ولسوالۍ يوې بې وزلې ښځې خيرالنسا وويل: "ما د خياطۍ په يوه پروژه کې کار کاوه، ژوند مې ډېر ښه شوى، اوس چې د اختر شپې ورځې دي نو ډېرې ښځې جامې راوړي او زه يې ورته ګنډم."
دغې ښځې شپږ کاله وړاندې خپل مېړه د يوې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړى او د څلوېښتو ماشومانو مور ده، له سيمه ييزو چارواکو غواړي، چې په راتلونکي کې هم د هغې د ژوند د کچې په لوړولو کې له دې سره مرسته وکړي.