کاپيسا د افغانستان يو له مرکزي ولايتونو څخه دى، شمال ته يې پنجشېر، لوېديځ  ته يې پروان او کابل، سوېل ته يې کابل او لغمان او ختيځ ته يې هم لغمان پروت دی. ددې ولايت مرکز محمودراقي دی، چې د کابل شمال ته په ۶۵ کيلو مترۍ کې موقعيت لري. کاپيسا د هېواد لرغونې سيمه ده، چې ۶۲۰ کاله مخکې د لرغوني اريانا د کنيشکا د دوبي پلازمېنه وه، چې نننی هندوستان، بنګلادېش او پاکستان دکاپيسا له مرکز څخه اداره کېده او د يادې ادارې تر نفوذ لاندې سيمې وې.
کاپيسا د بحر له کچې څخه ۱۵۰۰ متره لوړ او ۱۲۱ کيلو متره مربع مساحت لري . کاپيسا په ۶۹ درجو او ۲۱ دقيقو شرقي طوالبلد او ۳۵درجو شمالي عرض البلد کې موقعيت لري.
 
اقليم( اوبه او هوا):
 
د کاپيسا اقليم په ژمي کې يخ او په اوړي کې ګرم دى ، مګر په پسرلي او مني کې معتدله هوا لري. د کابل په نسبت د بحر له سطحې څخه لږ ارتفاع لري، نو ځکه هر ډول کر کيله پکې کېږي.
د کاپيسا انار او انګور نورو هېوادونو ته هم صادريږي. د کاپيسا د اورښت اندازه ۳۰۰ – ۴۰۰ ملي متره ده او په اوړي کې يې تودخه د ۲۵ او ۴۵ درجو ترمنځ وي .
 
پوهنه:
 
په کاپيسا کې اوسمهال د ۱۱۵ په شاوخوا کې لومړني، منځني لېسې او انستيتيوټونه موجود دی. له دې سربېره په دغه ولايت کې پوهنتون هم موجود دی، چې د البيروني په نوم يادېږي، چې اوسمهال ۸ پوهنځي هم لري . دغه راز په کليوالو سيمو کې هم عنعنوي زده کړې شتون لري ، له  اله سای او تګاب څخه پرته په نورو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي او لېسې موجودې دي، چې  ښځينه ښوونکې هم لري.
 
مشاهير:
 
په کاپيسا کې هم يو شمېر څېرې د هېواد په کچه نوموتې دي ، چې د هغوی له ډلې څخه غازي مېرمسجدي خان دی، چې د انګرېزانو په لومړۍ جګړه کې د کابل د شمال ولايتونو د مجاهدينو مشر و، دغه راز غازي عبدالکريم خان ، غازي عثمان خان ساپى هم ددې ولايت له مشاهيرو څخه دي. همدارنګه په کاپيسا کې د غفور غفوري په نوم هم ستر علمي شخص تېر شوی او دغه راز انجنير حبيب الرحمن شهيد هم ځانګړی نوم لري  او د تګاب ميا ګل جان اغا له مشهورو مذهبي څېرو څخه و.
 
د کاپيسا تاريخي ځايونه :
 
کاپيسا د اريانا د پلازمېنې په توګه يو تاريخي حيثيت خپل کړى ، دغه ولايت په خپله لمن کې ډير تاريخي ځايونه لري لکه په لومړي کوهستان ولسوالۍ کې دهم زرګر په نوم يوه سيمه ،چې ډېر تاريخي اثار لري او خلک يې لېدو ته را روان وي .
 بل تاريخي ځای د عبدالله برج په نوم يادېږي، چې د کاپيسا د مرکز د صيادو په سيمه کې موقعيت لري، چې د يونانيانو د وخت ودانۍ او اثار لري. د کاپيسا مرکز هم د ريګروان په نوم يوه سيمه لري ، چې د هېواد له لرې ځايونو څخه يې خلک ليدو ته راځي او ځانګړی جوړښت او تاريخي کېسې هم ياده سيمه لري.همدا ډول په تګاب او نجراب کې هم تاريخي ځايونه او پخواني مزدکونه (عبادتخانې) شته دي.د کاپيسا د مرکز اړونده دصياد سيمه د چکر لپاره مشهوره ده، چې په اوړي کې سلګونه تنه  هره ورځ له دې سيمې څخه ليدنه کوي.
 
کرنه:
ددې ولايت ډېرى سيمې غرنۍ دي، د کرنې لپاره لږ هوارې ځمکې لري، خو په تګاب ، نجراب او مرکز کې د انارو ، جلغوزو او انګورو پراخو باغونه ددې ولايت د خلکو په اقتصاد ښه اغېزه کړې ده، دغه راز په ځينو سيمو کې ، غنم ،لوبيا او جوار هم کرل کېږي.
 
لوبې:
 
په دې ولايت کې د دوديزو لوبو ترڅنګ عصري لوبې لکه کرکټ، واليبال، فوټبال،وزلوبې  او نورې رزمي لوبې هم ترسره کېږي. ددې ولايت کرکټ لوبډله پياوړې او په ولايتي سياليو کې يې ډېرې لاسته راوړنې لري .
 
رسنۍ:
 
په کاپيسا کې ددولتي رسنيو ترڅنګ يو شمېر ازادې رسنۍ هم فعاليت کوي. د کاپيسا ملي راډيو تلوېزيون ١٢ ساعته خپرونې لري، بهار شخصي راډيو او د نجراب راډيو  هم فعاليت کوي، له صوتي او تصويري رسنيو سربېره په کاپيسا کې چاپي رسنۍ هم شته لکه، د کاپيسا اونيزه، عصر تمدن، کوهساران  او داسې نورې اونېزې.
 
کولتور:
 
په دې ولايت کې پښتانه، پشه يي او تاجک اوسږي، ددغه ولايت خلک د هېواد د نورو خلکو په څېر زياتره ورته عنعنات لري، د کاپيسا خلک په خپلو منځو کې د مهمو ورځو نمانخل تر سره کوي ، دوی تاريخي او ملي عنعنات هم نمانځي .