جنرال محراب الدين ساپى د ظفر خان زوى په ١٣٤٠ لمريز کال کې د اله ساى ولسوالۍ د لېچ په کلي کې پيدا شوى دى.
هغه په ۱۳۵۴ لمريز کال کې دکابل له حربي ښوونځي څخه فارغ او په همدې کال کې  هندوستان ته د لوړو زده کړو لپاره لاړ، هلته يې د حقوقو په برخه کې لېسانس ترلاسه  او تر دې وروسته يې په همدې هېواد کې په نظامي برخه کې ماسټري ترلاسه کړه.
 
جنرال محراب الدين ساپى د استاد برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال په پاکستان کې د نظامي اتشې په توګه دنده درلوده او له هغه وروسته په ۱۹۹۵ زېږديز کال کې په اسلام اباد کې د افغانستان د سفير په توګه وټاکل شو، په ۱۳۹۰لمريز کال کې د ثور په ۲۸ مه د کاپيسا د والي په توګه معرفي شو او تر اوسه دغه دنده سرته رسوي.
جنرال محراب الدين ساپی په پښتو، دري،اردو، هندي ،پشه يي،انګليسي او عربي ژبو پوهېږي. نوموړی د جمعيت اسلامي ګوند سره تړاو لري .