١۴٦- حاجي اغاجان سعيدي
د خلکو استازى ، رايې : ۳۵۷۴
 
نوموړى د سيد محمد زوی  په ۱۳۳۶ لمريز کال کې د کاپيسا د لومړي کوهستان په سنجن سيمه کې پيدا شوی . هغه د سنجن له ښوونځي  په ۱۳۵۹ لمريز کال کې فارغ شوی ، خو د جګړو له امله لوړې زده کړې ترې پاتې شوي  او د جهاد  په دوران کې د قوماندان په توګه يې ونډه اخيستې ده . مورنۍ ژبه يې پشه يي ده ، په پښتو او دري هم خبرې کولی شی.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۸۷۸۳۴۰۰۴
 
۱۴۷ - الحاج ميرداد خان نجرابي
د خلکو استازى ، رايې : ۱۰۱۹۹
 
 نوموړى د حاجی عبدالنبی زوی  په ۱۳۴۳ لمريز کال کې په نجراب ولسوالۍ کې پيدا شوی   ، د غلام حيدرخان له لېسې  څخه په  ۱۳۶۸ لمريز کال کې فارغ ، ليسانس يې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه تر لاسه کړی او اوس مهال په يوه شخصي پوهنتون کې د حقوقو او سياسي علومو په څانګه کې د ماسټری زده کړې کوي. نجرابي د کورنيو چارو په وزارت کې دنده ترسرکړې او د شلو کلونو څخه ډير د کابل د پوليسو قوماندان پاتی شوی دی. مورنۍ ژبه يې دري ده او په پښتو ، عربی او انګليسي ژبو هم خبرې کولی شی.
 
د اړيکې شمېره : ۰۷۷۵۵۵۵۲۵۵
 
 
۱۴۸-  طاهره مجددي
د خلکو استازى ، رايې :۱۴۶۴
 
نوموړې د غلام نصر الدين لور ، چې په ١٣٤٢ لمريز کال کې په کوهستان ولسوالۍ کې زېږېدلې، د اشترګرام له لېسې څخه په ١٣۵۴ لمريز کال کې فارغه  او بيا يې د کاپيسا په دارالمعلمين کې په ١٣۸٤ لمريز کال کې زده کړې بشپړې  کړې دی ، هغې له  بېلا بېلو موسسو سره کار کړى او د ماسټر ټرېنرې په توګه پاتې شوې ده. دغه راز نوموړې د کاپيسا ولايت د پوهنې په رياست کې تر ٣٠ کلونو پورې دنده ترسره کړې  ده . مجددي  په ١٣۸٢ لمريز کال کې د اساسي قانون په لويه جرګه کې برخه اخيستې ده ، مورنۍ ژبه يې دري ده، په پښتو او انګليسي ژبو هم خبرې کولی شی.
 
  د اړيکې شمېره : ۰۷۹۹۴۲۰۵۹۳
 
۱۴۹- انجنير محمد اقبال ساپی
د خلکو استازى ، رايې :۶۶۴۱
 
نوموړى د سيد اقا خان زوى، چې په ۱۳۴۸ لمريز کال کې د کاپيسا په دويم کوهستان ولسوالۍ کې پيدا شوی . دى د کاپيسا د مرکز محمود راقي له لېسې  فارغ شوی ، هغه د جهاد په دوران کې فعاله ونډه اخيستې ده ، نوموړى د کاپيسا د خلکو د قومي مشر په توګه پاتې شوى. د کابل پوهنتون د ادبياتو له پوهنځي فارغ  او ماسټري يې د حقوقو او سياسي علومو په څانګه کې تر لاسه کړې ، هغه په ولسي جرګه کې د دفاعي چاروکمېسيون د رييس په توګه دنده هم تر سره کړې ده.  نوموړی  په دري ،  پښتو او انګليسي ژبو هم خبرې کولی شی.
 
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۰۵۳۹۲۹