۱- د کاپيسا ملي راډيو تلوېزيون:
د کاپيسا ملي راډيو ټلويزيون ١٢ بېلابېلې خپرونې لري، چې ځيني يې له مرکزه ريلې کوي.
۲- بهار راډيو:
بهار راډيو په کاپيسا کې يوه فعاله راډيو ده، چې ۲۴ ساعته خپرونې کوي، پر کاپيسا سربېره په پروان او پنجشېر ولايتونو کې هم اورېدل کېږي. ياده راډيو د انجنير ملنګ فقير په شخصي لګښت جوړه شوې، اتلس کار کوونکي لري، چې شپږ په کې ښځينه دي.
د اړيکې شمېره: ۰۷۸۶۴۹۷۵۹۷
برېښناليک: [email protected]
۳-نجراب غږ راډيو:
دغه راډيو د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې فعاله ده، ۲۴ساعته خپرونې لري، ۱۲ کار کوونکي لري، چې دوه يې ښځينه دي. د ډاکټر عبدالمطلب حامد له خوا جوړه شوې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۰۲۳۰۹۱۴
برېښناليک: [email protected]
۴-عصر تمدن اونيزه:
دغه رسنۍ په ۱۳۸۹ کال کې د اغابچه شيدا او ډاکټر عبدالله نصر له لوري رامنځته شوې، اوس هم فعاله ده او هره اونۍ شاوخوا زر ګڼې چاپېږي. ياده اونيزه د عبدالله نصرت له لوري تمويلېږي او يوولس کار کوونکي لري.
د اړيکو شمېرې: ۰۷۹۶۵۵۸۴۴۵ ـ ۰۷۷۳۶۴۸۴۷۱
برېښناليک: [email protected]
۵- وفاق جريده:
وفاق جريده د سيد ناصر تقدسي له خوا په ۱۳۸۵ کال کې تاسيس شوه، په هرو پنځلسو ورځو کې يو ځلې چاپېږي، پر کاپيسا سربېره په پروان، پنجشېر او کابل کې هم وېشل کېږي او لس تنه کار کوونکي لري.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۶۹۶۶۶۹
۶- مهالنۍ کوهساران:
په کاپيسا کې د کوهساران په نوم يوه مياشتنۍ خپرونه هم شته چې د کاپيسا د کوه بند علمي او فرهنګي ځوانانو له خوا خپريږي. د دې رسنۍ مدير نور رحمان ناصح دى، دغه مهالنۍ سياسي، ټولنيزې او فرهنګي ليکنو ته ځانګړې ده.