کاپيسا د مرکز په ګډون شپږ اداري واحدونه لري ، چې په لاندې ډول دي.
 
۱- محمود راقي:
د کاپيسا مرکز محمود راقي دی ، چې ۵۷ کلي لري .
 
۲- تګاب:
تګاب له مرکز څخه سوېل لوري ته ٣٠ کيلو متره لرې موقعيت لري.دغه ولسوالۍ ۴۸۵ کيلومتره مربع مساحت لري،د بحر له سطحې څخه ۱۳۰۰ متره لوړه ده، دغه ولسوالۍ  ۵۴کلي لري، ډير خلک يې په کرنه بوخت دي او ددې ولسوالۍ انار په ټوله سيمه کې شهرت لري.
 
۳- نجراب:
 نجراب د مرکز سوېل لوري ته په ١٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري. ددغې ولسوالۍ مساحت ۵۸۵ کيلومتره مربع ده، ۱۳۹ کلي لري. ددې ولسوالۍ مهمې ميوې توت او جلغوزي دي. د چشمه معزالله په نامه يوه تاريخي سيمه هم لري.
 
۴- اله سای :
 اله سای د ولايت د مرکز سوېل ختيځ ته په ٤٠ کيلو مترۍ کې  موقعيت لري، خلک يې په پشه يي ژبه خبرې کوي، کرنيزه ځمکه لږ لري، خلک يې د جلغوزو په عايد خپل ژوند پر مخ بيايي. دغه ولسوالۍ ۳۲۹ کيلومتره مربع مساحت لري ،د بحر له سطحې څخه ۱۶۲۵ متره لوړه ده . د اله سای ولسوالۍ د شرقي طول البلد په ۶۹ درجو او ۴۳ دقيقو او د شمالي عرض البلد په ۳۵ درجو او ۵۳ د قيقو کې واقع ده. دغه ولسوالۍ ۳۳ کلي لري.
 
۵- د کوهستاناتو ولسوالۍ:
دا ولسوالۍ شمال ته موقعيت لري، له پنجشېر او پروان سره پر پوله پرتې دي ، انګور ، توت او  دغه راز جوار او لوبيا يې له مهمو حاصلاتو څخه شمېرل کيږي ، دغه ولسوالۍ ۱۷۱ کيلو متره مربع مساحت لري ، په لومړي  او دويم کوهستان کې ۷۶ کلي موجود دي.
 
۶- کوهبند:
 
دا ولسوالۍ د کاپيسا له مرکز څخه شمال ختيځ ته په ١٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، غرنۍ سيمه ده، کرنيزې ځمکې لږ لري، تاريخي سيمې هم په کې شته.