د کاپيسا ولايتي شورا نهه غړي لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې درېیو پخوانيو غړو وکولى شول په دې شورا کې خپله څوکۍ وساتي. د کاپيسا ولايتي شورا د داخلي ټاکنو په ترڅ کې لاندې کسان د اداري پلاوي په توګه وټاکل شول.
رييس: محمد حسین سنجني
مرستيال: انجنير ګل زمان شينوارى
منشي: قاضي محمد امان مبارز
 
١- محمد حسين سنجني:
محمد حسين سنجنی د شربت خان زوی ، چې په ۱۳۴۲ لمريز کال کې د کاپيسا د لومړي کوهستان ولسوالۍ د سنجن په سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړي په شیر خانخیل لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي. سنجني د ولايتي شورا په تېره دوره کې ددې شورا رييس وو او د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې وتوانېده چې په دې شورا کې خپله څوکۍ وساتي.
د اړيکې شمېره:۰۷۹۰۶۰۰۲۰۰
٢- محمد محفوظ صافى:
محمد محفوظ صافى د محمد ملنګ زوی، چې په ١٣٦٠ کال کې د کاپیسا په مرکز محمود راقي کې پیدا شوى. نوموړي خپلې زده کړې د محمود راقي په لېسه کې پاى ته رسولي او په ١٣٩٢ کال کې د کاپیسا د عبدالصبور فرید له دارالمعلمین له دري څانګې څخه فارغ شوى دى. صافى د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ګوند غړى دى. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي د کاپيسا د پراختيايي شورا رييس وو.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۶۴۲۷۰۴۴
٣- ګل محمد خان صافى:
ګل محمد صافى د فضل احمد زوی ، چې په ١٣٤٢ هجري لمريز کال کې د کاپيسا د مرکز د شېرخان کلا په سيمه کې زېږېدلى دى. صافي د  محمود راقي په لېسه کې ۱۳۵۸ کې له دوولسم ټولګی څخه فارغ شوی. نوموړى پخوانى جهادي قوماندان دى. صافى د ولايتي شورا په تېره دوره کې ددې شورا مرستيال وو او د ١٣٩٣ کال د ټاکنو په ترڅ کې يې يوځل بيا دې شورا ته لاره ومونده.
د اړيکې شمېره:۰۷۸۹۴۹۱۱۹۰
٤- قاضي محمد امان مبارز:
قاضي محمد امان مبارز د محمد اعظم زوی، چې په ۱۳۶۵ هجرى لمريز کال کې د کاپیسا د کوهستان اول ولسوالۍ د خمزرګر په سیمه کې پیدا شوی. نوموړی په ۱۳۷۹ کې د خپلې ولسوالۍ د میرمسجدي له لېسې څخه فارغ شوی او په ۱۳۸۶ کې د البیروني پوهنتون د شرعیاتو له پوهنځي د ليسانس په کچه فارغ شوی دی. نوموړی په کوم سیاسي ګوند پورې تړاو نه لري. مبارز وړاندې له دې چې په ولايتي شورا کې د خلکو استازى وټاکل شي، د کوهستان اول ولسوالۍ د پراختيايي شورا رییس و.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۸۱۱۰۲۷۹
٥- عبدالفتاح توریالی:
عبدالفتاح توریالی د عبدالستار زوى ، چې په ١٣٤٧ کال کې د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په بدخشي سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړى په بغلان ولايت کې د بغلان مرکزي له لېسې په ١٣٦٧ کال کې فارغ شوى دى. توريالي د کابل پوهنتون په انجنيري پوهنځي کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، د يوه شخصي ساختماني شرکت مشر وو. نوموړى وړاندې له دې د نجراب د کارګرانو د اتحاديې مشر هم پاتې شوى دى.
 د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۱۹۱۴۵۴
٦- انجنیر ګل زمان شینواری:
انجنیر ګل زمان شینواری د محمد شیري زوى ، چې په ۱۳۵۸ کال کې د کاپیسا په نواب اباد سيمه کې زېږېدلى دى. نوموړى په ۱۳۷۳ کال کې له محمود راقي لېسې فارغ شوى او خپل لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د کرنې په پوهنځي کې د ليسانس تر کچې ترسره کړي. شينوارى د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي د کاپیسا د پوهنې په ریاست کې پردندې بوخت وو.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۰۹۰۸۸۰
٧- شکریه نصیر:
شکريه نصيري د سربلند لور ده، چې په ۱۳۵۵ لمريز کال کې د کاپيسا په نجراب ولسوالۍ کې زېږېدلې ده. نوموړې تر دوولسم ټولګي پورې په جمهوریت  لېسه کې په هرات کې په شین ډند کې زده کړې کړې دي .نصيري د کاپيسا د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود او يو ځل بيا ددې ولايت د خلکو له خوا د استازې په توګه غوره شوه.
د اړيکې شمېره:۰۷۰۷۳۹۲۴۵۱
٨- سيما متين:
 سيما متين د  محمد شاه لور ده، چې په ١۳۴۵ کال کې د کاپيسا د دويم کوهستان د ريګ روان په سيمه کې زېږېدلې ده. مېرمن متين د کاپيسا په البيروني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړې د ولايتي شورا په تېرو دوو دورو کې ددې شورا غړې وه او په ١٣٩٣ کال ټاکنو کې يې د درېيم ځل لپاره دې شورا ته لاره ومونده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۶۹۶۱۷۲
٩- الحاج عزيز الله صافى:
الحاج عزیز الله صافى د نعمت الله زوى ، چې په ۱۳۴۲ کال کې د کاپیسا د تګاب ولسوالۍ د انارجوی په سیمه کې زېږېدلى. نوموړی د تګاب له غازي عثمان لېسې څخه په ۶۲ ۱۳ کال کې فارغ شوی دى. صافى د کاپيسا په عالي دارالمعلمين کې دري څانګه کې تر ١٤ ټولګي لوړې زده کړې کړي او  په ١٣٩١ کال کې يې له دې تحصيلي بنسټ څخه خپل سند ترلاسه کړ. نوموړى وړاندې له دې چې د ولايتي شورا په ټاکنو کې بريالى شي، د تګاب د خلکو قومي مشر  او د سولې راوستو پر دنده بوخت و.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۷۵۰۸۵۸۰