۳۱-  مولوی غلام محی الدین منصف
انتخابي سناتور
 
مولوی غلام محی الدین منصف  د شمشير خان زوی ، په ۱۳۵۲ لمريز کال کې په  نجراب ولسوالۍ کې پيدا شوی . د نجراب د فتح المدارس له  مدرسې فارغ او له فراغت وروسته په همدې مدرسه کې د استاد په توګه په دنده ګومارل شوی.
مولوي محي الدين منصف دوه کاله د نجراب د پوهنې مدير په توګه هم دنده تر سره کړې او په ۱۳۸۶ لمريز کال کې مشرانو جرګې ته  ور وپېژندل شو او اوس ددغې جرګې غړى دى.
 
د اړيكو شميرې : ۰۷۷۵۹۲۷۹۳۶  او ۰۷۹۹۸۴۷۹۶۹
            
 
۳۲-  نورمحمد کفيل نوری
انتخابي سناتور
  
نورمحمد کفيل نوری د طهماس زوی ،  په ۱۳۴۰ لمريز کال کې د نجراب په پچه غان سيمه کې پيدا شوی او د شهيد حبيب الرحمن له لېسې  فارغ شوی .  لوړې زده کړې يې د کابل پوهنتون د وترنرۍ په پوهنځي کې سرته رسولې دي. په اوومې فرقې كې افسر، د مجاهدينو په دوران كې په پيښوركې استاد ، د حيواني روغتيا ډاكټر، دكاپيسادولايتي شوراغړى پاتې شوی او اوس د مشرانو جرګې غړى دى.
 
د اړيكو شميرې : ۰۷۹۸۰۳۲۸۶۹
 
٧٧-عبدالشکور فريد :
دکاپيسا انتصابي سناتور
 
عبدالشکور فريد د عبدالرووف زوى ، په ١٣٠٧ لمريز کال کې دکاپيسا ولايت په کوهستان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى .نوموړي دليسانس سند دکابل پوهنتون له ښوونې او روزنې پوهنځي څخه تر لاسه کړى او د محمود راقي ښوونځي دسرښوونکي ،داشترګرام لېسې د سرښوونکي، دخان اباد لېسې د مدير، دسيدخيل لېسې مدير ، د حبيبې او نعمان ښوونځيو د ښوونکي ، د پروان دپوهنې رياست دمرستيال، دهمدغه رياست دمفتش ، دجبل سراج لېسې د مدير، دحزب اسلامي افغانستان دتدريساتو دمسوول ، دافغانستان تعليمي مرکز د رييس، دټولو جهادي تنظيمونو په کچه د اسلامي اتحاد حزب دثانوي تدريساتو دمسوول او په پاکستان کې دافغانستان دپوهنې داستازي په توګه دندې اجرا کړې دي .
 
داړيکو شمېره: 0797869134