١-د کاپیسا د ځوانانو ټولنیزه ټولنه:
د کاپیسا د ځوانانو ټولنیزه ټولنه په کاپیسا کې د ځوانانو له لوري په ۱۳۸۲ کال کې رامنځته شوې ده، چې د سپورټ، فرهنګ، پوهنې او نورو برخو کې فعالیتونه کوي. دغه ټولنه په یوشمېر ولسوالیو کې هم څانګې لري. د دې ټولنې مشر حاجي حشمت الله دی.
د اړیکې شمېره: ۰۷۰۰۳۳۰۶۰۶
٢-د کوهبند د شاعرانو او لیکوالو ټولنه:
د کوهبند د شاعرانو او لیکوالو ټولنه په کاپیسا کې فرهنګي او ادبي چارې مخ ته وړي، چې د کوهساران په نوم یوه چاپېدونکې جریده هم لري. دا ټولنه په ۱۳۹۲ کال کې جوړه شوې او مشر یې استاد نورالرحمن ناصح دی.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۶۸۹۶۶۵۴
٣-د کاپیسا د ځوانانو علمي او فرهنګي ټولنه:
د کاپیسا د ځوانانو علمي او فرهنګي ټولنه په ۱۳۸۶ لمریز کال کې په کاپیسا کې جوړه شوې، چې غړي يې لیکوالان او محصلین دي. مشر یې فهیم بهیر دی. د همدرد په نوم يوه پښتو مجله هم چاپوي. دا ټولنه تر ډېره په فرهنګي او پوهنې   برخو کې کار کوي.
د اړیکې شمېره: ۰۷۷۵۱۲۹۷۳۵
٤-د ځوانانو ملي ارګان:
د ځوانانو ملي ارګان په ١٣٨٩ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، دوى د ولايت په مرکز او ولسواليو کې د ټولنې د اصلاح لپاره فعاليتونه کوي او د سيمه ييزو شوراګانو په همکارۍ د پروژو په پلي کولو کې هم مرسته کوي. قاضي امان الله يې مسوول دى .
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٣٩١١٥١٣
٥-د ځوانانو ولایتي شورا:
د ځوانانو ولایتي شورا په ١٣٨٩ لمريز کال کې په فعاليت پيل کړى ، دوى په سيمه کې ټولنيز فرهنګي او سپورټي فعاليتونه کوي. شکر الله محمدي يې مشر دى.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩١٨٢٨١٥