محمودراقي ( پژواک ٢ چنګاښ ٩٢ ) : د کاپيسا د پوهنې چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د معارف په برخه کې ډېر کارونه شوي ، خو د پوهنې په برخه کې اوس هم يو شمېر ستونزې شتون لري .
د کاپيسا د پوهنې رييس عبدالظهور حکيم وايي، چې تېر کال او د روان کال په لومړيو مياشتو کې د پوهنې په برخه کې ګڼ شمېر کارونه شوي دي.
هغه زياتوي ، چې تېرکال کې هم د ډېرو ښوونځيو ودانۍ جوړې شوي، په يو شمېر سيمو کې دارالمعليمنونه او د کرنې په برخه کې زراعتي لېسې هم جوړې شوي ، نوي برجسته کدرونه ونيول شول او په نجراب کې کرنيز انسټيټيوټ هم پرانيستل شو.
 
حکيم وايي، چې اوسمهال په کاپيسا کې د ښوونځنيو، انسټيټونو، د دارالمعلمينونو او مسلکي لېسو شمېر ۲۵۳ ته رسېږي ، چې له پورته ذکرشويو مرکزونو څخه ۱۱۹ ښوونځي ودانۍ لري، ۱۱۲ يې  نه لري او په ۲۲ ودانيو باندې  کار روان دی.
دی زياتوي ،چې په کاپيسا کې د ټولو زده کوونکو شمېر ۱۳۷۲۹۰ تنو ته رسېږي ، چې له دې ډلې څخه ۹۳۰۱۵ تنه هلکان دي او ۴۴۳۷۵ تنه يې نجونې تشکيلوي او د ټولو ښوونکو شمېر ۳۶۱۹ تنو ته رسېږي، چې ۳۰۶۵ تنه يې نارينه او ۵۵۴ تنه يې ښځينه ښوونکې دي.
د پوهنې رياست د چارواکو په وينا، د تېرو کلونو په پرتله د روان کال له پيل څخه دوی په يو شمېر پرمختګونو لاس پورې کړی، چې د ازاد رقابت له لارې د کاپيسا د پوهنې رياست د کمېسيون له خوا نوي امريتونه پرانيستل شول او د پوهنې رييس د کاپيسا ډېرو ولسواليو او لرې پرتو سيمو ته هم سفرونه کړي، هلته يې درسي پروګرامونه څارلي د استادانو په ستونزو او د شاګردانو ستونزې راټولې کړي، هر رپورټ د دوی د پوهنې په رياست کې شتون هم لري.
 
د کاپيسا د پوهنې رياست وايي، چې په ټولو ولسواليو کې امنيتي وضعه ښه ده او د دوی د معارف کارونه له کومې ستونزې سره مخ نه دي، خو د اهم وايي چې په اله سای او تګاب کې امنيتي  ستونزې شته ، خو هلته هم د خلکو د مرستې په اساس د معارف کارونه روان دي  .
 
د ښوونځيو او لېسو ترڅنګ په دې ولايت کې د البيروني په نامه يو پوهنتون هم فعاليت کوي ، چې اوس مهال پنځه زره محصلين پکې په بېلابېلو پوهنځيو کې په زده کړو بوخت دي ، چې د سلو استادانو له خوا روزل کېږي .
  په دې پوهنتون کې طب، انجنيري، ادبيات، شرعيات، کرنه، اقتصاد او د ښوونې او روزنې پوهنځي فعال دي.
 
د البيروني پوهنتون رييس ډاکټر پوهنوال فريد برنايار په وينا، د ۵۰۰۰ په شاو خوا کې محصلين لري ، چې له ۳۰۰۰ زيات محصلين ليليه لري او د ۲۰۰ په شاوخوا کې  نجونې عصري ليليه هم لري .
د هغه په وينا، د کاپيسا د پوهنې وضعيت اوسمهال د ښه کېدو په حال کې دى ، د معارف هغه ښوونکي ، چې دارالمعلمين يې لوستی وي په البيروني پوهنتون کې وروسته له وخت څخه لوړې زده کړې کوي.
 
د پوهنې رياست وايي ، چې په ځينو ولسواليو او مرکز کې د ښوونکو د مسلکي روزنې لپاره دارالمعلمينونه فعاليت کوي.
 
ښوونکي او زده کوونکي:
 
د کاپيسا د مرکزي دارالمعلمين تدريسي مرستيال عبدالمعروف واثق وايي : (( زموږ حمايوي څانګې په تګاب، اله سای، کوه بند، حصه اول ، حصه دوهم او نجراب ولسوالۍ کې هم شته ، چې د ټولو استادانو شمېر ۷۰ تنو ته رسېږي ،  ۳ تنه يې ماسټر دي اونور پاتې ليسانس دي. ))
د واثق په وينا، د دوی د ټولو شاګردانو شمېر ۲۱۹۰ تنو ته رسيږي ، چې ۱۱۹۰ تنه نجونې دي اوپاتې هلکان دي .
دى وايي ، پرته د نجراب له دارالمعلمين څخه نور ټول دارالمعلمينونه هېڅ ودانۍ نه لري او نه په مرکزي دارالمعلمين کې د هلکانو لپاره ليليه شته ، چې دا ستونزې لږ يې په تدريس او د شاګردانو په روحيه هم بده اغېزه کړې ده.
 
د شاه محمد په نامه د تګاب ولسوالۍ د دارالمعلمين يو تن محصل پژواک ته وويل ، چې اوس مهال د درسونو وضعيت ښه شوی، کتاب خانه لري  د استادانو د ظرفيت په موخه دوی  ته سيمنيارونه ورکول کېږي .
دى وايي ، چې يو شمېر استادان د دې جوګه نه دي ، چې نوي چاپ شوي کتابونه په سمه توګه تدريس کړي .
 
د اول کوهستان د نجونو د عالي لېسې  زده کوونکې ملالۍ شکايت کوي، چې په وخت ورته کتابونه نه رسېږي.
 
د غازي عثمان د لېسې د دوولسم تولګي شاګرد ثناء الله هم  وايي ، چې دوى ته کتابونه او قرطاسيه نه ورکول کېږي او پخپلو پيسو يې اخلي.
خو د لطف الرحمن په نوم د کاپيسا يو تن ښوونکى بيا وايي ، چې د پوهنې په برخه کې ډېرې ستونزې هوارې شوې دي.
 
خلک:
 
دکاپيسا د نجراب د پجغان د سيمې اوسېدونکى لالااغا وايي ، چې د دوى په سيمه کې يو شمېر زده کوونکي د کتابونو له نشتوالي سره مخ دي او  په وخت نه ورکول کېږي.
 
همدا ډول د اله سای د اشپې د سيمې اوسېدونکى طراباز خان وايي ، د دوی ماشومان چې کله ښوونځي ته ځي له ځانه سره بورۍ وړي له هغې څخه د فرش په ځای کار اخلي .
دی زياتوي ،د دوی په سيمه کې ډېر داسې ښوونځي شته چې تعمېر نه لري هلکان په سره لمر کې ناست وي .
د اله سای د اسکين د سيمې اوسيدونکي هم وايي ، چې د دوی ماشومان په مني او اوړي کې هم د ګرمۍ او هم د يخنۍ څخه څخه کړيږي.
 
د تګاب ولسوالۍ ځينې اوسېدونکي بيا وايي ، چې د پخوا په پرتله د پوهنې وضعيت يې په ولسوالۍ کې ښه شوى دى .
خو د سعيدالله په نوم ددې و لسوالۍ يو تن اوسېدونکى وايي، چې يو شمېر پوستې د ښوونځيو ترڅنګ جوړې شوي، چې د مخالفينو د بريدونو پر مهال دوى متضرر کېږي .
خو د کاپيسا د پوهنې رياست چارواکي دغه خبره نه مني، چې ګواکې د دوی له ښوونځيو  سره نږدې امنيتي پوستې جوړې شوې دي.
 
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی وايي ، چې له پيل راهيسې يې معارف ته ډېره پاملرنه کړې ده .
هغه زياته کړه ، چې ددې ولايت په ډېرو سيمو کې امنيت ښه دى او د پوهنې بهير په ښه توګه روان دى.
 
د نظر خاوند:
 
د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکى نقيب خان وايي، چې د پوهنې د بهير په ښه توګه د پرمختګ لپاره اړينه ده، چې خلک له دولت سره په دې برخه کې مرسته وکړي.
 
هغه زياتوي، چې په ځينو نا امنو سيمو کې مخالفين د هلکانو زده کړې سره مخالفت نه لري، البته دنجونو زده کړې سره حساسيت لري.