محمودراقي( پژواک،٨ چنګاښ ۹۲ ): د کاپيسا چارواکي وايي، چې په دې ولايت کې د بيارغونې چارې ښې پرمخ تللي او په ګڼو برخو کې يې پرمختګونه کړي دي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی وايي، چې په کاپيسا کې په تېر کال کې د ۹۶ ميليون ډالرو په ارزښت پروژې پلې شوي ، چې د پوهنې، کرنې، روغتيا او سړکونو د جوړولو په برخه کې وې.
هغه وايي، همدا په دې ولايت کې د اوبو په ۵۰ کوچنيو بندنو کار روان دی، چې تر يوه ځايه يې د خلکو ستونزې راکمې کړي او د روان کال تر پايه به د خلکو ډېرې نورې ستونزې هم ورسره ختمې شي.
دغه راز د کاپيسا د پوهنې رييس عبدالظهور حکيمي وايي، دوی د روان کال په پيل کې يې د کابو لسو ښوونځيو د جوړولو چارې پيل کړي، چې يواځې درې   يې په نجراب ولسوالۍ کې دي.
دی وايي،دغه راز په کوهبند کې هم په درېيو ښوونځيو او دتخنيکي انسټيټيوټ پر ودانۍ هم کار روان دی ، چې ډېر ژر به ورغول شوي، چې په رغېدو به يې د زده کوونکيو ډېرې ستونزې حل شي.
ظهور حکيمي زياتوي، خو له دې ټولو سره سره اوس هم کابو سل ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.
له بلې خوا د کاپيسا د عامې روغتيا رييس ډاکټر ميرزامحمد رجا وايي،چې په کاپيسا کې هېڅ سيمه نشته ، چې روغتيايي خدمات نه وي ورسېدلي.
هغه وويل، له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په نجراب ولسوالۍ کې د يوه ۵۰ بستريز روغتون د جوړېدو چارې هم پيل کړې دي.
نوموړی وايي، په ټولو ولسواليو کې يې کارکوونکي خلکو ته په روغتيايي خدماتو وړاندې کولو بوخت دي او هېڅ ډول خنډ يې پر وړاندې نشته.
د ده په خبره، يواځينۍ ستونزه يې په مرکزي د ده علي بابا په روغتون کې د ناروغانو د ډېرښت او د روغتون د ظرفيت د کمښت ده: (( په ورځ کې دې روغتون ته سلګونه کسان راځي، چې روغتون يې ظرفيت نه لري او په کار ده ، چې د دې روغتون وړتيا او توان پورته لاړ شي هم د کميت او هم د کيفيت له اړخه. بسترونه يې بايد زيات شي.))
رجا زياتوي، په تګاب کې د يوه روغتون د جوړېدو پلان لري او که ورته نور روغتونونه په نورو ولسواليو کې هم جوړ شي ، نو د خلکو ستونزې به ورسره ختمې شي.
د کاپيسا د مرکز اوسېدونکی احمد شفيع وايي، دوی په دې ولايت کې د پخو سړکونو او ويالو له نه شتون څخه ډېر کړيږي .
د تګاب اوسېدونکی او قومي مشر وکيل وايي، د بيارغونې په اړه په تېرو کلونو کې ښې ډېرې پيسې راغلې؛ خو اساسي کارونه پرې نه دي شوي او شوې بيارغونه يې د کم کيفيت له امله بېرته له منځه تللې ده.
هغه زياتوي، که څه هم چې ښوونکي او روغتونونه جوړ شوي، خو د بيارغونې ډېرې پروژې نيمګړې پاتې دي.
د کوهبند ولسوالۍ اوسېدونکی داوود، چې په البيروني پوهنتون کې محصل دی وايي، د دوی سيمې ته تر اوسه نه پوخ سړک تللی او نه هم په کې د بيارغونې ډېر کار شوی دی.