محمودراقي (پژواک ٢٣غبرګولى ٩٢) : د کاپيسا چارواکي وايي، چې د دې ولايت د خلکو اقتصاد په کرنې او مالدارۍ  ولاړ دى ، نو له همدې امله په ډېرو سيمو کې د اوبو بندونو په جوړولو يې لاس پورې کړی، چې په بشپړتيا سره به يې د خلکو اقتصاد ودې وکړي.
خو ځايي اوسېدونکي وايي، چې لا هم د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي.
د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې اوس مهال د کاپيسا په منځ کې ټرانزيټي سړک تېرېږي ، چې د وريښمو تنګی به له سالنګ سره ونښلوي او د کاپيسا په لومړي کوهستان کې به يو سوداګريز مرکز هم جوړ شي.
هغه وايي، چې د کاپيسا په لومړي کوهستان ولسوالۍ کې يو سوداګريز مرکز هم جوړيږي، چې د سړک او ياد مرکز په جوړېدو سره به د خلکو اقتصادي وضعيت هم ښه شي.
نوموړی زياتوي، چې د ختيځو او شمالي ولايتونو سوداګريزو کاروانونو د تګ راتګ مرکز به کاپيسا وي.
 
کرنه:
د کاپيسا د کرنې رييس سيد مسکين سيفي پژواک اژانس ته ووېل، چې د کاپېسا د خلکو اقتصاد په کرنې پورې تړلی دی.
هغه وايي، چې که د کاپيسا د کرنې لپاره د پنجشېر له سيند څخه سمه ګټه واخيستل شي؛ نو د کاپيسا خلک به له خپلو ځکمو څو فصله حاصلات تر لاسه کړی.
د کرنې د رييس په وينا، د کاپيسا ۲۶۶۵۵ هکتاره ځمکه ابي او ۱۳۹۵ هکتاره ځمکه يې للمي او ۱۰۴۰۰ هکتاره ځمکه يې ځنګلونو نيولې ده.
سيفي وايي، چې کاپيسا هر کال په زرګونه ټنه کرنيز حاصلات لک  غنم، وريجې، جوار، وربشې، لوبيا او کچالو او مېوې لکه انار او انګور له هېواده بهر هند او پاکستان ته صادروي.
د هغه په خبره، چې اوسمهال په نجراب او اله سای ولسواليو کې په لسګونه ټنه جانغوزي هم تر لاسه کېږي.
د کاپيسا د کرنې رييس وايي، چې له دې وړاندې دغه جانغوزي به پاکستان ته صادرېدل؛ خو په پام کې لري، چې په نجراب کې يو سوداګريز مرکز او د ساتنې خونې ورته جوړې کړي؛چې بيا به يې  په مناسب وخت کې  بهر ته واستوي.
هغه زياتوي، د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د کرنې مامورين له بزګرانو سره د اصلاح شويو تخمونو او کرنيزو بوټو په درملنه کې مرسته کوي.
د سيفي په وينا، په کاپيسا کې له بزګرانو سره د مرستې لپاره ۱۱۶ مرستندويه ګروپونه کار کوي، چې ښځې هم په کې دي او هر تن يې سل امريکايي ډالره معاش اخلي.
نوموړي وويل، دوی د ځينو بهرنيو موسسو په مرسته په يوشمېر ولسواليو او کليو کې له سيمه ييزو شوراګانو سره په ګډه د مچيو، چرګوړو او سړو خونو په جوړولو کې مرسته کړې ده.
خو د کاپيسا ولايت يوشمېر بزګران د اوبو نشتون ستره ستونزه بولي. د تګاب د ميره خېلو اوسېدونکی عطامحمد وايي، چې دم ګړۍ بزګران په ميره خېلو کې د اوبو له کمښت او نشت سره لاس او ګريوان دي.
دی وايي، چې که د اله سای پر سيند د اوبو مهار کولو بند جوړ شي؛ نو د ميره خېلو زرګونه جريبه ځمکه به خړوبه کړي او حاصلات به يې څو چنده ډېر شي.
د هغه په خبره، اوس مهال د ميره خېلو کروندګر خپلې کروندې  او باغونه د ماشينونو په وسيله له څاګانو خړوبه وي، چې د ګټې پر ځای يې زيان ډېر دی.
عطامحمد زياتوي، د تخمونو او کيمياوي سرې له اړخه هم له ستونزو سره ځکه مخ دي، چې هر څه په پيسو اخلي او حاصلات يې دومره نه دي، چې خپل لګښتونه هم پوره کړي.
د تګاب قومي مشر مولوي ذبيح الله وايي، د اوبو د ويالو او کاريزونو په اړه چې پخوا کوم کارونه شوي اساسي نه و  او يواځې ځينو خلکو يې پيسې جېبونو ته اچولې وې.
د ده په خبره، د کاپيسا د انارو او الوبخارا د ساتنې لپاره سړې خونې نشته، چې په ښه بيه وپلورل شي.
د ده په وينا، اوسمهال په هېواد کې د ډېرو هېوادونو استازي شته او که د کرنې وزارت چارواکو ورسره خبرې کړې واى، چې انار، البخارا او انګور يې بهر ته استولي وای يا يې د ساتنې او خونديتوب لپاره ورته مناسب ځايونه جوړ کړي وای، نو د خلکو په اقتصادي پياوړتيا کې به يې مهم رول تر سره کړی وای.
د کاپيسا د ولايتي شورا مشر حسين سنجنی وايي، که څه هم چې په دې ولايت کې له يوشمېر بزګرانو سره مرستې هم شوي او د کرنې په برخه کې هم کار شوی؛ خو هغه ژمنې نه دي عملي شوي، چې له کروندګرو سره يې ژمنې شوې واى.
نوموړی زياتوي، چې په دې ولايت کې په يوشمېر ولسواليو کې حيواني او کرنيز کلينيکونه پرانيستل شوي او د کرنې رياست پرسونل په کې شتون لري.
سنجي وايي، په ولسواليو کې د کرنې رياست غړي له بزګرانو سره د کرنې او د هغوی د اقتصادي پياوړتيا په برخه کې مرستې کوي او پروګرامونه ورته جوړوي.
د ده په خبره، خو له دې ټولو چارو سره داسې بنسټيز کار نه دی شوی، چې د خلکو اقتصادي ستونزې ختمې کړي.
د کاپيسا د کرنې رييس وايي، چې له ۲۰۰۹ کال راهيسې تر اوسه د کاپيسا پر خلکو يې وړيا کرنيز بوټې وېشلي دي، د درملنې لپاره يې ورته پروګرامونه جوړ کړي او زرګونه بې مېوې ونې يې ايښې دي.
هغه دغه راز وويل، چې د ځينو موسسو په مرسته يې په يوشمېر سيمو کې باغونه هم جوړ کړي دي.
سيد مسکين سيفي زياتوي،چې په تېر کال کې يې ۱۷۸۳ ټنه او په روان کال کې يې د ۱۲ ميليونو افغانيو په ارزښت د غنمو اصلاح شوي تخمونه پر بزګرانو وېشلي دي.
د ده په وينا، په کاپيسا کې يې دوه حيواني کلينيکونه هم فعاليت لري، چې په اله سای اولومړي کوهستان ولسوالۍ کې دي.
نوموړي وويل، چې د حيواناتو لپاره يې د مصنوعي القاح زمينه هم برابره کړې، چې هره ورځ په بېلابېلو سيمو کې د وترنرانو له لوري ګڼ شمېر حيوانات په مصنوعي ډول القاح کېږي.
دی زياتوي، اوسمهال د اوبو لګولو پروژه د کاپيسا بېلابېلو برخو ته غځېدلې ده او په روان کال کې به په نجراب کې د اوبو بند جوړ شوی دی.
د کاپيسا د کرنې رييس وويل، چې په تګاب کې هم د اوبو پر يوه بند کار پيل شوی، چې ۸۰ سلنه چارې يې بشپړې شوې دي.
د ده په خبره، د دې بند د جوړېدو مالي لګښت د فرانسې هېواد ورکوی.
خو د نجراب د پچغان سيمې اوسېدونکی اوکروندګر لعل ګل وايي، چې له دوی سره کېدونکې مرستې خورا کمې دي او نشي کولای د دوی ټولې غوښتنې پوره کړي.
هغه وويل، د کرنې له لوري ورکړل شوی تخم او درمل ډېر کم دي او زياتوي، چې نورې ټولې پيسې د کرنې رياست چارواکي خپلو جېبونو ته اچوي.
 لعل ګل زياتوي، چې کرنې رياست اصلاح شوی تخم په ۲۷۰ افغانۍ اخلي، چې ډېر ګران دی.
د کاپيسا د کرنې رييس هم مني، چې اصلاح شوی تخم  اووه کيلو يې  په ۲۷۰ افغانۍ پېري خو وايي، چې پېرېدونکی تخم، پاک او د ښه کيفيت لرونکی دی، چې کيمياوي درمل هم لري.
 
سوداګري او پانګونه:
د کاپيسا د سوداګريزو خونو چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې تر اوسه داسې پانګونه او اقتصادي کارونه نه دي شوي، چې د خلکو په اقتصادي وده کې مرسته وکړي.
د کاپيسا د سوداګريزو خونو مشر حاجي ظاهر وويل، د نورو ولايتونو په پرتله په کاپيسا کې دې برخې ته پام نه دی شوی.
د ده په وينا، چې که په کاپيسا کې برېښنا فعاله شي، ټرانزيټي لاره، سوداګريز مرکزونه او صنعتي ښارګوټي جوړ شي، نو له شک پرته چې د خلکو پام به دې سيمې ته را واوړي.
هغه وايي، هغه مهال به پانګوال هم لېواله شي ، چې پانګونه وکړي.
حاجي ظاهر وايي، حکومت تر اوسه په دې نه توانېدلی، چې د نساجۍ فابريکه جوړه او يا د ميوو د جوسو لپاره فابريکې ايجاد کړي .
نوموړی زياتوي، چې د تګاب خرب امنيتي وضعيت،د دې لامل شوى، چې په کاپيسا کې  سوداګري او  پانګونه وده ونه کړي.
خو د کاپيسا والي جنرال محراب الدين ساپی وايي، چې دوی د تګاب پر سړک امنيتي پوستې ځای پر ځای کړي او پر دغه لاره اوس لوی بار وړونکي موټر هم تګ راتګ کوي او هېڅ کومه امنيتي ستونزه نه ليدل کېږي.
 
لاسي صنايع:
لاسي صنايع د هېواد لرغونى عنعنوي صنعت ګڼل کېږي ، چې د يو شمېر بهرنيانو پام يې له پخوا راهيسې ځان ته را اړولی دی.
جميله چې په کاپيسا کې د لاسي صنايعو په جوړولو بوخته ده له خپل کاره خوښه ، خو وايي، چې اوس د لاسي توکيو بازار په ټپه درېدلی دی.
هغه، چې خاوند يې معيوب او د کورنۍ مشري ور تر غاړه ده له دولت څخه غواړي، چې د لاسي توکيو او صنايعو لپاره بازار پيدا کړي.
د کاپيسا د ښځو چارو رييسه صيفوره کوهستانۍ وايي، چې په کاپيسا کې لسګونه مېرمنې د لاسي صنايعو په جوړولو اخته دي، چې په کې د جامو، زيوراتو او نورو توکيو جوړول شامل ي.
د مېرمن کوهستانۍ په وينا، کونډې او بېوزلې مېرمنې له همدې لارې خپلې اقتصادي اړتياوې پوره کوي او عوايد تر لاسه کوي؛ خو په دې وروستيو کې دغه بازار يو څه سوړ شوی دی.
د ښځو چارو رييسې وويل، چې که څه هم  دوی نندارې ته د دغو توکيو د ايښودلو لپاره مناسب ځای نه درلوده؛ خو ډېرو بهرنيانو به دغه توکي پېرل، چې په وينا يې له څه وخت راهيسې يې په پېرلو پسې نه ورځي.
د نوموړي په خبره، ښاروالۍ ورسره ژمنه کړې، چې د مېرمنو د لاسي صنايعو د نندارې لپاره به ورته يوه سر پټې ودانۍ جوړوي.
چارواکي وايي، د دوبي په موسم کې کاپيسا ته ډېر سېلانيان راځي که امنيت ښه شي او ښارګوټي په کې جوړ شي سېلانيان به نور هم زيات او د لاسي صنايعو پلورل به هم ورسره ښه شي.