لښكرګاه (پژواك ۲۵ چنګاښ ۹۲): د هلمند چارواكي وايي، چې په دغه ولايت کې يې په تېرو څو کلونو کې د بيارغونې ډېرې چارې تر سره کړې او لا هم روانې دي.
د هلمند د والي د دفتر مشر محمدلعل احمدي وايي، چې دغه مهال يوازې د هلمند په مركز لښكرګاه كې تر ٢٠٠ كيلومتره زيات سړکونه په پاخه او اساسي جوړ شوي دي.
نوموړي وويل، دغه راز له مركز لښكرګاه څخه ولسواليو ته غځېدلي ۲۸۰ كيلومتره سړكونه هم پاخه شوي او د ځينو نورو د جوړېدو چارې روانې دي.
د ده په خبره، اوس مهال له لښكرګاه څخه د هرات-كابل تر حقلوي سړك پورې ۴۲ او له همدې سيمې تر سنګين ولسوالۍ پورې ۳۵ كيلومتره سړك جوړ شوى دى.
احمدي زياتوي، د سنګين-كجكي سړک، چې ۳۳ كيلومتره اوږدوالى لري، د رغولو چارې روانې دي او اتر اوسه يې ٢٠ کيلومتره رغول شوى دى.
د ده په وينا، د ګرشک-لښكرګاه له ٤٤ کيلومتره سړک څخه ١١ کيلومتره يې جوړ شوى او پر پاتې نور يې کار روان دى.
د هلمند د والي د دفتر مشر وويل، د مارجې ۳۵ او د ناوې ولسوالۍ ۲۲ كيلومتره سړكونه هم په اساسي توګه جوړ شوي چې ورسره خلکو ته اسانتياوې رامنځته شوې دي.
احمدي وايي، چې په لښکرګاه کې تر اوسه له ٢٠٠ كيلومتره زيات سړكونه ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.
د ده په خبره، چې د دغو سړکونو د جوړېدو په ترڅ کې ورسره ويالې، پلچکونه او پلونه هم جوړ شوي دي.
هغه وايي، په هلمند کې د بست هوايي ډګر هم جوړ شوى او دا په هلمند کې تر ټولو لويه پروژه وه.
دى زياتوي، چې دغه هوايي ډګر اوس يوازې د کورنيو الوتنو لپاره دى، خو وايي چې دغه ډګر ته به پراختيا ورکړي او د بهرنيو الوتنو لپاره به يې هم جوګه کړي.
نوموړى زياتوي، دغه راز د لښګرکاه په ځينو ولسواليو کې هم دولتي ودانۍ او تاسيسات جوړ شوي، چې له دې مخکې يې له نشتونه حکومتوالۍ له ستونزو سره مخ وه.
د احمدي په وينا، په دغو تاسيساتو کې د په ولسواليو کې د پوليسو د قوماندانيو ودانۍ او په ګرشک ولسوالۍ کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو کمپليکس جوړول هم شامل دي.
دي وايي، پر ولسواليو سربېره د لښکرګاه په ښار کې هم د کليو پراختيا، عدليې، مستوفيت، کرنې، ښاروالۍ، برېښنا، څارنوالۍ، محکمې رياستونو او د پوليسو د عامه نظم لپاره هم ودانۍ جوړې شوې، چې له يوې خوا يې د ښار ښکلا زياته کړې او له بلې خوا د ادارو ستونزې ورسره حل شوې دي.
د والي د دفتر مشر زياته کړې، چې په يو شمېر ولسواليو کې د لويو جوماتونو او د ښوونځيو لپاره د ودانيو جوړېدل هم هغه څه دي، چې په تېرو څو کلونو کې د پيا رغونې په پرخه کې په هلمند کې تر سره شوي دي.
هغه وايي، دغه راز په هلمند کې د کرنې په برخه کې هم په تېرو څو کلونو د پام وړ پرمختګ شوى دى.
د ده په خبره، په هلمند کې تر اوسه ډېر استنادي دېوالونه او د كرنې څېړنيز فارمونه جوړ او ډېر شمېر کانالونه پاک شوي دي.
محمدلعل احمدي وايي، له دغو پرمختګونو سره سره ځيني ستونزې او نيمګړتياوې هم لري، چې د پوره کېدو لپاره يې له مرکزي حکومت نه مرسته غوښتې ده.
د لښکرګاه ښاروال محمد فاضل ساپى وايي، په تېرو يوولسو کلونو کې د لښکرګا په ښار کې د تمې خلاف زيات کارونه شوي دي.
د ښاروال په خبره، چې تر دې مهاله په لښکرګاه ١٠ تفريحي پارکونه او ٢٤ د اوبو زېرمې جوړې شوې دي.
نوموړي وويل، د خځلو او کثافاتو لپاره يې ١٧٥ کثافدانۍ د ښار په بېلابېلو سيمو کې اېښې او ۹۵ عرادې موټر يې د ښار پاکولو لپار ګومارلي دي.
د هملند د پوهنې رييس محمدنسيم ساپي پژواک ته وويل، په تېرو دوولسو كلونو كې په دغه ولايت کې له ۳۶۰ ښوونځيو څخه ۱۳۰ يې ودانۍ لري چې له اتياوو ډېرو ښوونځيو ته ودانۍ په تېرو دوولسو کلونو کې جوړې شوې او پاتې نور يې له سره رغول شوي دي.
ساپي وويل، په روان كال كې هم د ۳۴ ښوونځيو د ودانيو جوړېدو چارې روانې دي او په راتلونكي كال كې پلان لري چې په همدغه شمېر نورو ښونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي.
دى وايي، ډېرې ودانۍ د ډنمارک هېواد، برېټانيې او د امريکا د پراختيايي ادارې د USAID په مرسته جوړې شوې دي.
همدارنګه د هلمند د عامې روغتيا رييس ډاکټر عنايت الله غفاري وايي، په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې ۴۱ روغتيايي مرکزونه جوړ شوي دي.
هغه وويل، د طالبانو له واکمنۍ وروسته هلمند يوازې د بست روغتون په ګډون اوه روغتيايي ودانۍ درلودې چې اوس دغه شمېر لسګونو ته رسېږي.
نوموړي زياته کړه، اوس مهال هلمند ٦٣ روغتيايي مرکزونه لري چې د دغه ولايت د مرکز لښکرګاه په ګډون په بېلابېلو ولسواليو کې فعال دي، له دې ډلې ۴۸ يې خپلې ودانۍ نه لري او په کرايي کورونو کې فعاليت کوي.
په همدې حال کې د هلمند اوسېدونکي هم په دغه ولايت کې د بيارغونې له چارو خوښ دي او وايي، چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.
د لښکرګاه ښار اوسېدونکى سردار محمد وايي، د پاخه سړک نوم يې اورېدلى و، خو ليدلى يې نه و او له تېرو څو کلونو راهيسې په هلمند کې پرېمانه پاخه سړکونه شته، ودانۍ جوړې شوې او د بيارغونې ډېر کارونه شوي دي.
سره له دې چې هغه وايي، د مرسته شوو پيسو په پرتله د بيارغونې شوې چارې کمې دي، خو په خبره يې چې له جګړو او نا امنيو سره دومره شوى کار هم غنيمت دى.
هغه وايي، که د بيارغونې پر پروژو سم څار شوى واى او بنسټيزې پروژې پلې شوې واى، خلکو ته به لا د منلو وړ وې او کارونه به تر ډېر وخته روان وو.لښكرګاه (پژواك ۲۵ چنګاښ ۹۲): د هلمند چارواكي وايي، چې په دغه ولايت کې يې په تېرو څو کلونو کې د بيارغونې ډېرې چارې تر سره کړې او لا هم روانې دي.

هغه وايي، که د بيارغونې پر پروژو سم څار شوى واى او بنسټيزې پروژې پلې شوې واى، خلکو ته به لا د منلو وړ وې او کارونه به تر ډېر وخته روان وو.