لښکرګاه ( پژواک٢٥غبرګولى٩٢):د هلمند چاراکي وايي، چې د امنیتي ځواکونو په پياوړتیا او د خلکو په مرسته په دې ولایت کې امنیتي وضعیت ښه شوی او د ډاډ وړ دی.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، د تېرو څو کلونو په پرتله اوس په دغه ولایت کې امینتي وضعیت ښه شوی دی.
هغه وویل، یو مهال به امنیت تر لښکرګاه محدود و؛ خو اوس په ولسوالیو او کلیو کې د سیمه ییزو او ټولنیزو شوراګانو په جوړېدو سره تر ډېره ددولت او خلکو ترمنځ اړيګې ټينګې شوي ، چې له امله يې پر امنيت مثبت اغېز کړى دى.
د ده په خبره، د ټولنيز شوراګانو په جوړېدو سره د دولت او خلکو تر منځ رامنځته شوی واټن له منځه تللی او هرې سيمې ته  نسبي امنيت او د بيارغونې چارې غځېدلې دي.
د والي وياند زياتوي، په ولسوالیو کې د سیمه ییزو پولیسو جوړېدو هم د امنیت تامین او د وسله والو په مخنيوي کې يې اغېزمن رول تر سره کړی دی.
د ځواک په خبره، له باغران او ديشو ولسواليو پرته د ټولو ولسواليو ادارې فعاله شوي، چې ورسره د دولت د واک ساحه هم پراخه شوې ده.
نوموړي وويل، د دولت تر کنټرول لاندې ولسوالیو کې د نړيوالې ټولنې په مرسته تر ډېره تاسيسات جوړ شوي، د کرنې په برخه کې پرمختګونه شوي، ښوونځي پرانيستل شوي او مخابراتي خدمات لرو پرتو سیمو ته هم غځېدلي دي.
د والي وياند زياته کړه، چې تر دې دمه ناوې، ګرشک، نادعلي، سنګين، کجکي او مارجې ولسواليو ته غځېدلي سړکونه پاخه شوي او د پاتې نورو ولسوالیو د سړکونو جوړېدو او پخېدو ته هم پلان جوړ شوی دی.
هغه وايي، چې اوس مهال د بست په نوم له هوايي ډګره کورنۍ الوتنې تر سره کېږي؛ خو په پام کې ده، چې په پراختیا سره يې ډېر ژر له دې هوايي ډګره سترې الوتکې هم الوتنې پيل کړي.
عمرځواک وویل، په هلمند کې د کرنې د محصلاتو د پروسس، صنعتي پارکونو، کجکي د برېښنا پروژې او د نورو پروژو د پلي کېدو هوډ لري، چې په عملي کېدو سره به یې امنیت نور هم ښه او د ځايي اوسېدونکو له اقتصادي ودې سره به مرسته و کړي.
د ده په اند، امنيت د خلکو له همکارۍ پرته یواځې د دولتي سرتېرو په  هلو ځلو نه رامنځته کېږي، له همدې امله چارواکو ولسوالیو ته پاملرنه ډېره کړې، سفرونه کوي او د خلکو اړتیاوې پوره کوي.
نوموړي وويل، اوس مهال په دغه ولايت کې امنيت مثبت لوري ته روان دى، عام خلک له  امنيتي او کشفي ارګانونو سره مرسته کوي او د دولت مخالفينو ته ځاى نه ورکوي، چې له امله يې په حالاتو کې مثبت بدلون رامنځته  شوى دى.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام بيا د امنيت او پرمختګ يواځينی لامل د پوليسو مسلکي توب او د خلکو مرسته وبلله.
هغه وايي، د امنيت په ټینګښت کې د ملي پولیسو تر څنګ، سرحدي پوليس، دعامه نظم پوليس او په ځانګړي توګه سيمه یيز پوليس ښه لوبېدلي دي.
نوموړي وويل، د هلمند په هغو ولسواليو کې، چې واک يې عملاً له دولت سره دى، سیمه ییز پولیس جوړ شوي، چې امینتي وضعتی يې مخ په ښه کېدو روان دی.
الهام وويل، اوس مهال نږدې ټولې امنيتي چارې افغانانو ته سپارل شوي، د پوليسو ترڅنګ ملي اردو او ملي امنيت په ګډه د عملياتو مشري کوي، چې ښه بېلګه يې د سنګين جګړه وه.
هغه زیاتوي، دغه جګړه د سیمې په کچه پلان شوې وه؛ خو په چټکۍ سره افغان ځواکونو ماتې ورکړه.
امنيه قوماندان دغه راز وويل، چې د سيمې خلک هم له وسله والو مخالفانو څخه په تنګ شوي، ډوډۍ نه ورکوي، ځای نه ورکوي او حتی افغان ځواکونو ته د هغوی په افشا کولو کې ورسره مرسته کوي.
نوموړي زیاته کړه، اوس مهال د هلمند په هغو سيمو کې چې واک يې له افغان امنيتي ځواکونو سره دى، د بيارغونې او پرمختګ چارو ته لاره هواره شوې ده، ستونزې او امنيتي پېښې د پخوا په پرتله په کې کمې شوې دي.
د هلمند امنیه قوماندان وايي، پولیس او ټول افغان امنيتي ځواکونه د تېر په نسبت اوس له تجهيز، مسلکي والي او د خلکو له ملاټر  څخه برخمن دي.
هغه وویل، یواځې د دوو ولسوالیو باغران او دیشو په لارو یو څه امنتیي ستونزې را پیدا کېږي، چې په ګډه یې له نورو امنیتي ځواکونو سره مخنیوی کوي؛ خو د نورو سیمو امنیت ښه دی.
خو د هلمند د ولایتي شورا غړو اوسنی امنيتي وضعیت د منلو نه دى او وايي، چې امنيتي چارواکي په خپلو چارو کې پاتې راغلي دي.
د ولايتي شورا مرستيال فضل باري فياض وايي، امنیتي چارواکي هغه امکانات او تجهيزات، چې امنيتي ځواکونو ته د امنيت د ټينګښت لپاره ورکړل شوي، د شخصي ګټو لپاره کاروي.
نوموړى زیاتوي، که په هلمند کې د امنيتي ځواکونو په رهبرۍ کې بدلون رامنځته نه شي د امنیت په برخه کې شته لاسته راوړنې به هم له منځه لاړې شي.
فياض زياته کړه، په تېرو څو کلونو کې چې د پوهنې، روغتیايي، امنیتي او نورو ټولنیزو چارو لپاره دولتي ودانۍ او تاسیسات او سړکونه جوړ شوي، کیفیت یې خورا ښکته دى.
د ده په وینا، یواځې د لویو پروژو په پلي کېدو سره کېدای شي د خلکو په ژوند کې بدلون راشي او امنیت ورسره تامین شي.
د ولايتي شورا مرستيال دغه راز وويل، په ولسواليو کې دې ټولنيزو شورا ګانو او قومي مشرانو ته ډير پام وشي ، چې د امنيت په ټينګښت کې اغېزمن تماميداى شي.
همدارنګه د ولايتي شورا غړې راضيه بلوچ هم د امنيت د پرمختګ په مخنيوي کې امنيتي مسوولين پړه وبلل او ویې ویل، چې په شخصي چارو د مشغولتیا له امله یې خپل خلک او خپلې چارې هېرې کړې دي.
بلوچ زياته کړه، ولسوالۍ خو څه چې په لښکرګاه ښار کې امنيت نشته.
هغه وايي، په تېره يوه مياشت کې په لښکرګاه ښار کې سر پر سر تښتونې، ترهګريز بريدونه او غلاوې شوي؛ خو مسوولينو پرې سترګې پټې کړې دي.
دې وويل، لوړ پوړي مرکزي چارواکي هم د هلمند په نا امنیو کې لاس لري او هغه امنیتي ولایتي چارواکي چې د امنیتي پېښو د ډېرېدو له امله باید مجازات شي مکافات کوي یې.
د نوموړې په وینا، له همدې امله ده چې پر حکومت د خلکو باور ورځ په ورځ کمېږي او امنیت د خرابېدو لور ته روان دی.
هغه زیاتوي، اداري فساد، په دولتي ادارو کې د خلکو د ستونزو نه حلېدل او د امنیتي مسوولینو له لوري د خلکو غوښتنو ته نه پاملرنه د امنیت د خرابېدو نور لاملونه دي.
راضيې بلوچ وویل، دوی غواړي چې تر هر څه ژر دې امنیت تامین شي او بیا دې د فساد، غصب او نورو غیر قانوني کړنو مخه ونیول شي.
نوموړې په دې باور ده، چې خلکو ته د ښو خدماتو رسول او د بې کارۍ له منځه وړل کولای شي د امنیت په تامین کې مرسته وکړي.
د ولايتي شورا دغې غړې زياته کړه، له تېرو اتو میاشتو راهیسې د دې پر ځای چې د هلمند امنیت ښه شي، ورځ تر بلې د خرابېدو لور ته روان دی او لرې نه ده چې یوه ورځ به امنیتي محدوده تر لښکرګاه ښاره را ورسېږي.
د هلمند د سنګين ولسوالۍ د ساروان کلا قومي مشر شمس الله صحرايي، بیا د کابل په ګډون له ډېرو ولایاتو د هلمند امنیتي وضعیت ښه بولي.
د ده په خبره، د امنيتي ځواکونو تر منځ نه همغږي ستره ستونزه ده.
دی وايي، د امنیت ساتنې چارې یواځې د پولیسو پر غاړه دي، ملي اردو ورسره لازمه همکاري نه کوي او سره له دې چې له پولیسو ډېر امکانات په واک کې لري؛ خو د وسله والو مخالفانو پر وړاندې د مبهم دریځ له امله ورسره جګړه نه کوي.
صحرايي زياته کړه، د خلکو په مرسته اوس په هلمند کې امنیتي وضعیت ښه شوی، عام ولس له جګړې ستړی دی او وسله والو مخالفانو ته یې ځواب ورکړی.
هغه له امنیتي ځواکونو سره د ولس د مرستې غوره بېلګه د سنګین ولسوالۍ جګړه یاده کړه، چې څه وخت وړاندې کابو زرو تنو وسله والو پر سنګین ولسوالۍ برید وکړ؛ خو د امنیتي ځواکونو له لوري ډېر ژر په شا وتنبول شو.
چارواکي وايي، چې د دې برید په مخنیوي او وسله والو ته په ماتې ورکولو کې ولس ډېره همکاري کړې ده.
دغه قومي مشر وايي، په تېرو ١٢ کلونو کې د ولس هیلې پورنه شوې او د کمزورې حکومتولۍ له امله فساد، غصب، په عدلي او قضايي ادارو کې رشوت دوام وکړ، چې له امله یې د سترو جرمونو مجرمین ازاد خو د واړه جرم کوونکي په اوږد مهاله بند محکوم شوي دي.
نوموړي وويل، د هلمند په زندان کې همدا اوس مهال تر١٢٠٠ تنه زیات کسان د بند شپې تېروي، چې ټول یې مجرمین نه دي.
د نوزاد ولسوالۍ د مرکزي سيمې قومي مشر حاجي حبيب الله هم د امنيت له نه شتون څخه   سرټکوي او وايي، چې دولت د دوى د ژوند ښه کولو لپاره يوه ورځ هم کار نه دى کړى.
نوموړي وويل، د نوزاد يوه لسمه برخه د دولت تر واک لاندې ده، ٩٠ سلنه يې د دولت د مخالفانو په ولکه کې ده، چې نه په کې د بیارغونې چارې ترسره شوي او نه هم د خلکو د اقتصادي ودې لپاره کوم پروګرام پلی شوی دی.
د ده په خبره، په نوزاد کې داسې کورنۍ هم شته، چې په مياشتو يې په خپل کور کې د خوراک لپاره څه نه دي پاخه کړي او نه هم د خپلو ناروغانو لپاره د درمل اخیستو توان لري.
د نوزاد ولسوالۍ دغه اوسېدونکی په دې اند دی، که دولت وغواړي يواځې په يوه مياشت کې امنيت راتلاى شي؛ ځکه خلک د حکومت پلویان دي، چې د سیمه ییزو پولیسو په جوړولو سره د وسله والو مخه نیولی شي؛ خو حکومت دغه کار تر اوسه نه دی کړی.
حاجي حبيب الله زياته کړه، د نوزاد لاره خلاصه ده؛ خو دولتي مامورین او یا هم حکومت پلوه خلک پرې تګ راتګ ځکه نشي کولای، چې په لاره وسله وال راوځي او پلټنې کوي.
د نادعلي ولسوالۍ يو اوسېدونکی عجب ګل لالى وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د پخوا په پرتله امنيت ښه شوی ، سيمه یيز پوليسو جوړ شوي او تر یوې کچې د بیارغونې چارې هم شوې دي.
نوموړي وويل، چې که په کومه سیمه کې خلک او حکومت په خپل منځ کې ستونزه ونه لري، هلته حکومتولي جوړېدای شي، امنیت راځي او د بیارغونې چارو ته په کې زمینه برابرېږي.
د ده په خبره، له کله نه چې د دې ولسوالۍ امنیتي چارې افغان ځواکونو په خپل واک کې  اخیستي او د بهرنیانو شپني عملیات بند شوي؛ نو امنیت هم ورسره ښه شوی دی.
لالي وويل، که څه هم چې په ظرفیتونو کې ستونزې شته؛ خو د نادعلي ولسوالۍ حکومتولي ښه شوې ده اوچارې يې ورځ تر بلې ښې کېږي.
د خانشين ولسوالۍ د زېر اباد سيمې اوسېدونکي اغا ولي پژواک ته وويل، چې په ولسوالۍ کې يې امنيت نسبي ښه دى، د پېښو کچه په کې کمه شوې او د وسله والو طالبانو د فعالیتونو مخه په کې نیول شوې ده.
نوموړي وويل، د مرکزي او شمالي ولسواليو په پرتله د خانشين امنيت ښه دی؛ خو د دولت او نړۍ والې ټولنې د نه پاملرنې له امله يې اقتصادي وضعیت خراب دى.
هغه زیاته کړه، د دې لپاره چې په دې ولسوالۍ کې امنیت نور هم ښه شي، په کار ده، چې ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، دولتي تاسيسات، کانالونه، ويجاړ سړکونه او نورې ټولګټې چارې ترسره شي، څو خلک له بېکارۍ خلاص او اقتصاد یې په پښو ودرېږي.