جلال اباد(پژواک،۳۰چنګاښ٩٢): د لغمان په ولايت کې سلګونه وړې او لويي بيارغنيزې پروژې پلي شوي، خو اوسېدونکي يې وايي چې داسې لويه پروژه نه ده پلې شوې، چې اوږد مهاله ګټې يې خلکو ته ورسېږي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې ګڼې د بيارغونې پروژې پلې شوې دي.
دى وايي،چې دپوهنې په برخه کې هم لغمان ښه پرمختګ کړى ، دارالمعلمينونه،انسيټيټونه او يو شمېر نور خصوصي ښوونځي جوړي شوي دي.
ده زياته کړه: (( لسګونو ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوي او د احاطې ديوالونه يې جوړ شوي دي.))
نوموړى زياتوي ،چې په دغه ولايت کې يو شمېر ولسواليو ته سړکونه،پلونه هم په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي دي.
دى د سرخکانو- لغمان، او د جلال اباد-کابل لويه لار، چې د لغمان په ولايت کې تېريږي يادوي او زياتوي چې د دغو لارو په جوړېدو سره زرګونه مسافرينو اود لغمان اوسېدونکو ته د تګ راتګ اسانتيا برابره شوې ده.
ځواک وايي ، چې سلګونه متره استنادي ديوالونه، ستر،ستر پلونه او نورې د بيارغونې پروژې پلې شوې دي .
د نوموړي په وينا، د ښار دننه ډېرى سړکونه او کوڅې پخې شوي او د ځينو يې لا هم چارې روانې دي، د نوموړي په خبره، چې يو شمېر کلينيکونو ته ودانۍ هم جوړې شوې دي.
ده زياته کړه: (( يو شمېر رياستونو ته ودانۍ، همدراز د ولايت مقام لپاره ودانۍ او نور ګڼ پرمختيايي کارونه تر سره شوي دي.))
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک دا هم وايي، چې په دغه ولايت کې د کليو او پراختيا رياست هم ګڼې کوچنۍ او لويې پروژې پلې کړې دي.
دى وايي ، چې د کليو پراختيا رياست سلګونه څاګانې، استنادي ديوالونه،پلچکونه او يو شمېر نورې پروژې پلې کړې دي .
ده زياته کړه، چې د بيارغونې په برخه کې د کليو پراختيا رياست هم ګڼې پروژې عملي کړې دي، چې ولايتي اداره يې له کارونو خوښه برېښي.
خو نوموړى په لغمان کې د بيارغونې چارې کافي نه بولي او زياتوي، چې لا هم په لغمان کې بيارغونې ته اړتيا ليدل کيږي او په دغه برخه کې د لغمان ولايتي چارواکو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې پيل کړي ، تر څو د بيارغونې ګڼې پروژې په دغه ولايت کې پلې کړي.
همداراز د لغمان پوهنتون رييس عبدالصبور عفورزي پژواک ته وويل، چې په لغمان ولايت کې به سږکال د دغه پوهنتون ودانۍ ګټې اخيستې ته وسپارل شي.
نوموړى په لغمان کې د پوهنتون او پوهنتون ته د ودانۍ جوړېدل يو ستر پرمختګ بولي او زياتوي ، چې په لغمان کې به ورته نور پرمختګونه هم رامنځته شي.
د کرنې رييس انجنير محمد اسماعيل دولتزي پژواک ته وويل ، چې په دغه ولايت کې ګڼې شنې او سړې خونې جوړې شوې دي، د ده په وينا چې لسګونه د ماهيانو او چرګانو کوچني فارمونه هم برابر شوي دي.
خو د لغمان اوسېدونکي بيا پر مرکزي ادارې غږ کوي، چې په دغه ولايت کې دې د بيارغونې چارې چټکې کړي.
د الينګار اوسېدونکى خسرو وايي، چې په دغه ولسوالۍ کې د الينګار د شاهي کانال جوړېدل يو له هغه مهمو کارونو څخه دى، چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي ورته اړتيا لري.
دى وايي، چې دغه کانال اوس په بشپړه توګه ويجاړ شوى او که چېرې ورغول شي، نو زرګونه جريبه ځمکه به خړوبه شي.
نوموړى وايي: (( په دغه ولسوالۍ کې بايد ښوونځيو ته ودانۍ هم جوړې شي، نور د بيارغونې کارونه هم بايد په کې وشي.))
 
د الينګار ولسوالۍ اوسېدونکى دوست محمد وايي، چې په دې ولايت کې وړې پروژې ډېرې پلې شوې دي، خو داسې لويه پروژه نه ده پلې شوې، چې خلکو ته يې دوامداره ګټې ورسيږي.
هغه په دې ولايت کې د لويو فابريکو د جوړولو غوښتنه کوي، چې له امله يې خلکو ته د کار زمينه برابره شي.
 
د ولايتي شورا غړې راضيه نيازۍ پژواک اژانس ته وويل ، چې په دغه ولايت کې تر ټولو ستره اړتيا چې ليدل کيږي هغه د برېښنا په برخه کې ده، نوموړې وايي که چېرې په لغمان کې د برېښنا ستونزه هواره شي، نو ډېر شمېر فابريکې به ورسره فعاله شي.
 
نوموړې وايي: (( د قلعه ګوش او وطن ګټو د برېښنا کوټونو او بندونو جوړول تر ټولو مهم بيارغنيز کار دى.))
راضيه وايي که چېرې  ياد برېښنا کوټونه او بندونه ورغول شي ، نو له يوې خوا به د ځمکو د تخريب مخه ونيول شي او له بله پلوه به برېښنا توليد شي.
 
راضيه د دغه ولايت په خېرو خېلو سيمه کې د صنعتي پارکونو د جوړيدو ستونزه هم يادوي او وايي ، چې که دغه صنعتي پارکونه جوړ شي ، نو په لغمان کې به د بې کارۍ کچه تيټه او ګڼ شمېر ځوانان به په کارونو بوخت شي.
د قرغيو ولسوالۍ اوسېدونکى اباسين وايي، چې د قرغيو په ولسوالۍ کې د کابل په سيند د شهيدانو پول يوه لويه ستونز د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته جوړه کړې ده.
نوموړى پر دولت غږ کوي ، چې دغه پول دې دوى ته ورغوي ، تر څو د قرغيو ولسوالۍ د بادپښ له ولسوالۍ سره وصل او ولسونه يې په اسانۍ سره وکولى شي چې تګ راتګ پرې وکړي.
اباسين زياته کړه: (( د بيارغونې کارونه شوي، خو کم دي.))
ده پر مرکزي ادارې غږ وکړ، چې د لغمان ولايت لپاره دې ګڼې د بيارغونې پروژې منظورې کړي ،تر څو د اوسېدونکو مشکلات يې هوار شي.
د لغمان د ولايتي شورا منشي ګلزار سنګروال وايي ، چې په لغمان ولايت کې د پروژو وېش عادلانه نه دى شوى، نوموړى د لغمان پر پخواني والي نيوکه کوي، چې ډېرى وخت يې د روابطو په خاطر يو شمېر پروژې له يوې سيمې څخه بلې سيمې ته انتقال کړې دي.
ده زياته کړه: (( ضرورت به په يوې سيمه کې و، مګر پروژه  په بې ضرورته سيمه کې پلې شوې ده.))
دى وايي، چې د لغمان اوسنۍ ولايتي اداره دې په راتلونکي کې د بيارغونې د کارونو عادلانه وېش ته پام وکړي.
ياده دې وي، چې په لغمان کې د کليو پراختيا د رياست سربېره يو شمېرنورو دولتي ادارو،مرستندويه موسساتو او د پي ار ټي له لوري ګڼ شمېر د بيارغونې پروژې تر سره شوې دي.