ګردېز (پژواک، ١٩ لړم ٩٧): د پکتيا ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون زرګونه رايې باطلې کړې دي او په بېلابېلو تورونو يې د ولسي جرګې څلور نوماندان څارنوالۍ ته معرفي کړي دي.
د دغه کمېسيون مشر هدايت الله عصمتي نن په يوه خبري کنفرانس کې د څېړل شوو ټاکنيزو شکايتونو پر  بنسټ ځينې پرېکړې له رسنيو سره شريکې کړې.
هغه زياته کړه چې په ثبت شوو ۵۰۷ شکايتونو کې ۹۰ د ټاکنيزو سرغړونو په اړه وو او ۱۷۰ شکايتونه د قانوني شرايطو نه پوره کولو له امله باطل شوي دي.
عصمتي وايي چې د شکايتونه پر بنسټ زياتې درغلۍ په ځاځي اريوب، ميرزکه او لجه منګل ولسواليو کې شوې او د دې ولسواليو د ډېری ټاکنيزو مرکزونو رايې هم باطلې شوې دي.
نوموړي د ځاځي اريوب ولسوالۍ د خير مېنې د مرکز او روغتون، د کڼه خېلو، احمدخېلو، ساروان خېلو، سورګل او محمدالله ښوونځيو، د علي سنګيو او پېټلاو کلينيکونو، د زاروخېلو او روکيانو مدرسو او د سنګر جومات او حسن الګډه ټاکنيزو مرکزونو ټولې رايې باطلې اعلان کړې.
دی زياتوي: ((تر څېړنو، تفتيش او بررسۍ وروسته د ځاځي اريوب ولسوالۍ ډېرې رايې باطلې شوې، چې زورواکو په کې مداخله کړې وه او د شپې يې صندوقونه ډک کړي وو. په دې قضيه کې ولسوال او امنيه قوماندان څارنوالۍ ته معرفي شول او د ولسوالۍ شورا غړی او د پکتيا د ترانسپورټ رييس پر نغدي جريمه محکوم شو.))
عصمتي وويل چې د لجه منګل د ټولو څلور مرکزونو ۷۷۶۲ رايې باطلې اعلان شوې او ولسوال او امنيه قوماندان يې څارنوالي ته معرفي شول.
د هغه په وينا، د ۲۰۳ تندر قول اردو د لوژستيک د قوماندان په ګډون يې څلور نوماندان فريدالله ځاځی، حفيظ الله مبارز، نواب منګل او ښايسته جان احدي هم د زورواکي او د شپې له خوا د صندوقونو ډکولو په تور څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي.
ده وويل: ((د څمکنيو ولسوالۍ په مرکزي لېسه کې د لسو انتخاباتي کتابونو ورکېدو قضيه څارنوالۍ ته لېږل شوې چې خپل تحقيقات په کې ترسره کړي او اصلي عاملين يې چې د چا په دستور دا کار شوی، پر مجازاتو محکوم شي. د څمکنيو ولسوالۍ امنيه قوماندان هم د تحقيقاتو لپاره څارنوالۍ ته معرفي شوی.))
د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون پر دې سربېره د ګردېز د سيد حسن لېسې د يو محل رايې، د روحاني بابا ولسوالۍ د يو محل رايې، د ډنډپټان ولسوالۍ د مټورخ ټاکنيز مرکز ۶۶۷ رايې چې له بايومټريک پرته کارېدلې وې او د ميرزکې ولسوالۍ د دوو مرکزونو ۱۲۳ رايې باطلې وبللې.
د دغه کمېسيون رييس زياتوي: ((په پکتيا کې د کوچيانو لپاره ډېری ټاکنيز مراکز نه وو پرانيستل شوي، انتخاباتو کمېسيون ته توصيه وشوه چې په راتلونکي کې د دې لپاره لازم تدابير ونيسي.))
سرچينه وايي، که نوماندان په اعلان شوې پرېکړه اعتراض ولري، تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو په پلازمېنه کابل او پکتيا کې د استيناف غوښتنه کولی شي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.