ګرديز(پژواک، د لړم لومړۍ نېټه ٩٧): په پکتيا کې د ولسي جرګې ګڼو معترضو نوماندانو پر تېرو ټاکنو نيوکه وکړه او ويې ويل چې پراخې درغلۍ په کې شوې دي.
دوى دغه څرګندونې نن (د لړم لومړۍ نېټه) په مرکز ګردېز کې يوې خبري غونډې ته وکړې.
دوی له شکاياتو کمېسيون په دې اړه د دقيقو څېړنو او له لويې څارنوالۍ په دې درغليو کې د ښکېلو کسانو د نيولو او سزا غوښتنه وکړه.
د دغو کانديدانو له ډلې سيدجمال الدين اصف خېل وويل چې ډېری حکومتي مسوولينو په تېره بيا ولسوالان او امنيه قوماندان په ټاکنو کې بې پري نه و او د مشخصو نوماندانو په ګټه يا زيان يې کار کړی دی.
اصف خېل وويل چې له بايمټريک پرته کارېدلې رايې نوماندانو ته د منلو ندي او په مرکز ګردېز کې د ټولو رايو بيا شمېر او د سمو او ناسمو رايو بيلتون ته اړتيا ده.
نوموړي وايي: ((ډېری ولسوالانو او قوماندانانو د انتخاباتو په بې نظمۍ او مشخصو کانديدانو ته د صندوقونو په ډکولو کې لاس درلود. د کمېسيون کارمندان بې طرفه نه وو، ډېری يې په کانديدانو پورې تړلي خلک و او د پيسو په مقابل کې يې کار کاوه او د کمېسيون دويمه کمزوري په تخنيکي برخه کې وه.))
دغه راز بل نوماند محمدنعيم احمدزی برحاله وکيلان په پراخه درغليو او د پيسو په بدل کې د رايو په اخيستو تورنوي او وايي چې يادو وکيلانو په دولتي ارګانونو هم د ځان په ګټه فشار راوړی دی.
احمدزي وويل په دې اړه يې اسناد او شواهد د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون ته سپارلي دي.
هغه زياته کړه :((د ولسي جرګې برحاله وکيلانو خلکو ته پيسې ورکړې، حتی په دوه زره افغانۍ يې يوه رايه اخيستي ده، د دې ويډيوګانې موجودې دي، د محل مخې ته به يې کس ولاړ و، خلکو ته به يې ويل چې دوه زره افغانۍ واخله، د رايې د ټېک مارک عکس راوړه. برحاله وکيلانو په دولت، امنيه قومندانانو او ولسوالانو هم فشار راوړی دی.))
دغه راز نوماندې شريفي زرمتي وويل چې د خپلو او د خلکو د حقونو د تر لاسه کولو لپاره به پيل کړې مبازره تر هغه روانه وساتي، تر څو درغلي کوونکي نوماندان خلکو ته رسوا او رايې يې باطلې شوې نه وي.
زرمتۍ وويل: ((مستند اسناد په لاس کې لرو، چې د زورواکانو له لوري صندوقونه پټ شوي او د مشخصو کانديدانو لپاره ډک شوي دي. موږ شکاياتو کميسيون ته مستند اسناد، ويډيوګانې او مشخص کانديد ته کارول شوي کتابونه سپارلي دي.))
نوماندان له ټاکنيزو شکايتونو کميسيون او لويې څارنوالۍ غواړي چې په دې مسئله کې جدي واوسي، کنه په خبره به يې بيا به مافيايي پارلمان جوړ شي، چې له وسله والو مخالفينو به زيات د هېواد او خلکو په زيان وي.
په دې ناسته کې د ولايتي شورا غړی محمدرحمن قادري په ټاکنو کې بې نظمي، درغلي او د ټاکنو کميسيون نيمګړتياوې يادوي او وايي چې ولايتي ادارې په ځينو سيمو کې د ځينو نوماندانو په ګټه فعاليت کړی او يا يې ورته زمينه برابره کړې ده.
قادري پژواک ته وويل: ((دغه ټاکنې ولس غوښتلې او ولس ډېر منتظر و، خو په هغو ځايونو کې چې د ولايت مقام او برحاله وکيلانو رايه په کې نه وه، هلته يې هرج و مرج او ګډوډي جوړه کړه، خلک همداسې تذکره په لاس پاتې شول او ډېرو ځايونو ته يې ووټېنګ لېست نه و لېږلی، په دې خاطر چې د دوی د نظر وړ کانديد به رايه پکې وانخلي.))
دغه راز د پکتيا والي شميم خان کټوازی هم مني چې په ټاکنو کې د ځينو ستونزو له امله د رايه ورکوونکو شمېر کم شو، خو په دې پروسه کې پر ځان لګيدلي تورونه ردوي او وايي چې تر وسه يې د ټاکنو سم تر سره کېدو لپاره هڅې کړې دي.
کټوازي وويل: ((ټول هغه کسان، که د ملکي برخې کارمندان دي يا د نظامي برخې، چې غفلت يې کړی او يا يې مداخله کړې وي، هغه به له دندې لرې کيږي او څارنوالي ته به معرفي کيږي.))
په دې اړه د پکتيا د ټاکنو کمېسيون ولايتي مشر خواجه امين الله فضلي په ټاکنو پروسه کې ځينې ستونزې مني او وايي چې د تخنيکي ستونزو تر څنګ نامسووله وسله والو او زورواکو ګڼې ستونزې جوړې کړې وې.
فضلي پژواک ته وويل: ((نه تنها پر کارمند، که پر ما هم ثبوت او شکايت وي، شکاياتو کميسيون کې دې ثبت شي او په دې اړه د هغوی باصلاحيته پرېکړه د منلو وړ ده. په ځاځي اريوب، لجه منګل او ميرزکه ولسواليو کې د زورواکو لخوا کارمند وهل شوی، صندوقونه په زور وړل شوي او زموږ کارمندانو ته اجازه نه ده ورکړل شوې.))
د يادونې ده، د پکتيا تر څنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم يو شمېر نوماندان په تېرو ټاکنو کې له درغليو څخه سر ټکوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.