ښرنه(پژواک،د لړم لومړۍ نېټه٩٧): له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته يو شمېر نوماندان ادعا کوي چې په لرو پرتو ولسواليو کې امنيتي سرتېرو د ټاکنو په ورځ خلک هڅولي، ترڅو مشخصو کانديدانو ته رايه ورکړي.
له پکتيکا څخه ولسي جرګې ته نوماند محمود سليمانخېل د لړم په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په وړممۍ ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو د مشخصو کانديدانو لپاره کار کړى دى.
هغه وايي: (( موږ ته زموږ ناظرينو خبر راکړ چې امنيتي سرتېري د مشخصو کانديدانو لپاره کار کوي او خلکو ته وايي چې رايه ورته ورکړي.))
نوموړي د دې کانديدانو نوم په ډاګه نه کړ، خو زياته يې کړه چې په دې اړه بايد جدي پلټنې وشي.
د ولسمشر محمد اشرف غني د حکم له مخې، هيڅ حکومتي کارکوونکى نه شي کولى چې د کوم نوماند په ګټه يا زيان کار وکړي.
دغه راز له دې ولايت څخه بل نوماند خالد اسد هم پژواک ته وويل چې په وازېخوا ولسوالۍ کې هم امنيتي ځواکونو د رايې اچونې په ورځ خلک هڅولي چې مشخصو کانديدانو ته رايه ورکړي.
هغه هم په دې اړه کوم سند وړاندې نه کړ، خو زياته يې کړه: (( موږ رڼې ټاکنې او رڼې پايلې غواړو.))
د دې ولايت يو شمېر اوسېدونکو هم وويل چې د ټاکنو په ورځ د ډېرو کانديدانو له خوا د درغلۍ هڅې شوې دي.
په دې اړه د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليوني پژواک ته وويل چې امنيتي سرتېري په ټاکنو کې د لاسوهنې هيڅ ډول حق نه لري.
هغه زياته کړه: (( د دوى مسووليت يواځې د امنيت تامين دى، که چيرې د ټاکنو په پروسه کې يې لاسوهنه کړې وي، عدليي او قضايي ارګانونو ته به يې معرفي کړو او قانوني چلند به ورسره وشي.))
د اړوندې موضوع په اړه د پکتيکا د شکايتونو کمېسيون مرستيال غوث الدين پژواک ته وويل، ټول هغه شکايتونه به وڅېړل شي چې اسناد ولري.
خو ده وويل چې تر ډېره په پکتيکا کې ټاکنې رڼې وې او د خلکو د ګډون کچه هم بده نه وه.
د يادونې ده چې پکتيکا کې ١٨١ زره کسانو نوم ليکنه کړې وه چې له دې شمېرې څخه شاوخوا ٣٥ زرو يې رايه ورکړې ده.
Add new comment