Paktika pine nut traders complain of huge losses

ښرنه (پژواک،٤ تله ٩٤): د پکتيکا د جلغوزو ځيني سوداګر وايي، د بازار د نشتوالى له امله هر کال په جلغوزو کې ميليونونه افغانۍ تاوان کوي او د افغانستان دغه مېوه د پاکستان په نوم پر نورو هېوادونو پلورل کېږي.
دغه سوداګر وايي چې د بازار د نه شتون له امله هر کال خپل جلغوزي په ټيټه بيه او په قسطونو پر پاکستاني سوداګرو پلوري او هغوى بيا دغه جلغوزي د پاکستان په نوم پر نورو هېوادونو پلوري.
د اړوندې موضوع په اړه يوه سوداګر معلم حمدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې هر کال د جلغوزو سوداګر د ملي او نړيوالو بازارونو د نه شتون له امله ميليونونه افغانۍ تاوان کوي.
ده وويل چې په دې برخه کې بايد د کرنې او مالدارۍ، سوداګرۍ او صنايعو وزارتونه اړينه پاملرنه وکړي.
هغه زياته کړه: ((پکتيکا د جلغوزيو ښه لوی او بې ساري ځنګلونه لري چې هر کال له پروسس څخه وروسته د افغانستان همدغه جلغوزي اسيايي او نورو اروپايي هېوادونو ته د پاکستان په نوم صادرېږي.))
د معلم حمدالله په وينا، د جلغوزو سوداګر له ناکامه خپل جلغوزي پر پاکستاني سوداګرو په نيمه بيه او د قسط په ډول پلوري.
دغه راز يوه بل سوداګر جمعه خان هم ورته څرګندونې وکړې او پژواک ته يې وويل چې حکومت د دغه ولايت سوداګرو ته اړينه پاملرنه نه کوي.
نوموړى وايي: ((د پکتيکا د ارګون، ګيان، ژېړوک، نکې، چهارباران ،سرروضې، برمل او ځينې نورې ولسوالۍ د جلغوزو ګڼ ځنګلونه لري، خو دولت بې کفايته دى او سوداګرو ته پاملرنه نه کوي.))
د هغه په خبره، اړوندې دولتي ادارې بايد له دوی سره د سړو خونو په جوړولو او جلغوزو ته د نړيوالو بازارونو په موندلو کې مرسته وکړي.
ده هم وويل چې هر کال په سلګونه ټنه جلغوزي پاکستان ته لېږدول کېږي او هلته له پروسس وروسته د پاکستان په نوم نورو هېوادونو ته صادرېږي.
خو د پکتيکا د سرروضې ولسوالۍ د سلطان کلي اوسېدونکى دُرمحمد بيا وايي: ((څو ورځې وړاندې موږ د خپل غره جلغوزي په يوه افغاني سوداګر په ١٥ميليونه افغانۍ خرڅ کړل، هغه بيا دوه درى ورځې وروسته په يو پاکستاني سوداګر په ٢٠ ميليونه افغانۍ خرڅ کړل.))
ده هم ټينګار وکړ چې حکومت بايد جلغوزو ته بازار پيدا کړي تر څو سوداګر له مالي تاوان سره مخ نه شي.
د پکتيکا د ارګون ولسوال محمد رضا هم پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د جلغوزو سوداګر په ملي او نړيواله کچه د بازار له نه شتون سره مخ دي.
هغه وويل چې د اړوندې موضوع په اړه يې له حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي.
دى وايي چې د جلغوزو د حاصلاتو پر مهال د ښځو تر څنګ هر کال سلګونو نورو کسانو ته د کار زمينه برابرېږي.
د پکتيکا د کرنې رياست يوه کارکوونکي اکبرخان هم پژواک ته وويل چې هر کال د جلغوزو سوداګر د بازار د نه شتون له امله له تاوان سره مخ دي.
خو هغه نور جزئيات ورنه کړل.
پکتيکا د افغانستان د سرحدي ولايتونو له ډلې دى چې غرونه يې په ځنګلونو پوښل شوي او ډېره برخه يې د جلغوزو ونې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.