د پکتيا دولتي ادارو کې فساد د خلکو د کارونو د ځنډ لامل شوى

گرديز(پژواک، ٢٦ زمرى ٩٤): د پکتيا ولايت په دولتي ادارو کې د بډې اخيستونو په موخه د خلکو کارونه پر خپل وخت نه ترسره کېږي چې له امله يې خلک له ستونزو سره مخ دي.
دغه څرګندونې د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل د زمري په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په ځانګړې مرکه کې وکړې.
تېر کال د لړم په ٣مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اوو مياشتو ځنډ وروسته د ولايتي شوراګانو د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې خو دې شوراګانو د نظارت حق د ترلاسه کولو په موخه د شاوخوا يوې مياشتې لپاره د خپلو دفترونو دروازې وتړلې.
تر ډېرو لاريونونو وروسته ولسمشر محمداشرف غني د يوه فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته پر سيمه ييزو ادارو د نظارت حق ورکړ.
د منګل په وينا، سره له دې چې د پکتيا ولايتي شورا هڅې کوي د خلکو او دولت تر منځ واټن کم کړي خو اوس هم د بډې اخيستو له امله د خلکو کارونه له خنډ او ځنډ سره مخ دي.
ده وويل، د ولايتي شورا څارنه د دې لامل شوې چې تر يوه حده پورې په دولتي ادارو کې ګډوډۍ او خپلسرۍ کمې کړي.
هغه زياته کړه: ((پخوا په ادارو کې د خلکو ستونزو ته سم ځواب نه ورکول کيده خو اوس تر يوه حده پورې دغه مشکل حل شوى دى.))
دغه راز هغه وويل چې د پکتيا په ولسواليو کې هم دولتي مامورين پر خپل وخت او دوامداره توګه دندې ته نه حاضرېدل چې له امله يې په مياشتو مياشتو د خلکو کارونه له ځنډ سره مخ شوي دي.
ده وويل: ((زموږ څارنه او فشار د دې لامل شو چې دولتي مامورين په خپل وخت کار ته راشي او د خلکو کارونه خلاص کړي.))
نوموړى وايي، د ولايتي شورا څارنه د دې لامل هم شوه چې د دغه ولايت د رغونې او امنيت په برخو کې مثبت بدلونونه راشي.
هغه د بېلګې په توګه وويل: ((موږ د امنيت په برخه کې له مدني ټولنو او نورو سره ګډه غونډه وکړه چې بيا همدا لامل شو چې ولسمشر پکتيا ولايت ته سفر وکړ او ستونزې له نږدې وګوري.))
منګل وايي چې ولايتي شورا د دغه ولايت ستونزې په کابل کې هم له اړوندو ارګانونو سره شريکې کړې او هغوى ورسره د حل په برخه کې ژمنې کړې دي.
دې وايي چې هره ورځ لسګونه کسان د خپلو ستونزو د حل په موخه ولايتي شورا ته مراجعه کوي او ولايتي شورا يي هم د حل په برخه کې هلې ځلې کوي.
د پکتيا ولايتي شورا پنځلس غړي لري چې درې يې ښځې او پاتې نور نارينه دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.