والي: حکومت دې له ا نګور اډې سره د پاکستاني تاسيساتو جوړېدو مخه ونيسي

ښرنه (پژواک، ٥ زمرى ٩٤): د پکتيکا والي وايي چې لوړ پوړي حکومتي چارواکي بايد په دغه ولايت کې د پاکستان له لوري د تاسيساتو جوړولو مخه ونيسي.
 د پکتيکا والي امين الله شارق دغه څرګندونې له پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې کړې دي.
له شاوخوا دوو مياشتو راهيسې پاکستاني ملېشه د پکتيکا د شکين ولسوالۍ په انګور اډې سيمه کې د تاسيساتو پر جوړولو بوخت دي.
د يادو تاسياساتو د جوړېدو له امله د افغانستان د سرحدي پوليسو او پاکستاني ملېشه وو تر منځ نښته هم شوې چې له امله يې يو افغان سرتېرى او ٧ پاکستاني ملېشه ووژل شول.
شارق وايي چې د انګور اډې په سيمه کې د پاکستان له لوري د تاسيساتو د جوړونې په اړه يې په کابل کې حکومتي چارواکو ته خبر ورکړى دى.
د هغه په وينا، په کابل کې لوړپوړي حکومتي چارواکي بايد په دغه ولايت کې د پاکستاني ملېشه وو له لوري د تاسيساتو د جوړولو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: ((موږ کابل ته شفر ورکړى، هغوى يې په اړه اقدام کولاى شي.))
شارق وايي چې د اړوندې موضوع په اړه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو تر منځ خبرې هم روانې دي.
ده وويل چې افغان ځواکونه له خپلې خاورې د دفاع وړتيا لري او په دې برخه کې خلک هم له امنيتي ځواکونو سره پوره همکار دي.
دغه راز شارق دا هم وويل چې له اداري فساد سره مبارزه، روغتيا، ښوونې او روزنې او د خلکو او دولت تر منځ د واټن کمول يې له کاري لومړيتوبونو دي.
هغه وايي چې د خپل کار له پيله يې د دغه ولايت ټولې ادارې اروزلې تر څو وکولاى شي د چارو او کار کوونکو په اړه يې پرېکړه وکړي.
شارق شاوخوا يوه نيمه مياشت وړاندې د پکتيکا د والي په توګه دنده پيل کړه.
هغه وويل چې امنيتي ځواکونه مسلکي شوي، د خلکو باور هم پرې زيات شوى او اوس د دې وړتيا لري چې په هېواد کې امنيت ټينګ کړي.
هغه زياته کړه: ((هره ولايتي اداره مسووليت لري چې تر ټاکلي وخت پورې کار وکړي او هېڅ يو رييس او مامور ته به وخت ورنه کړم چې په وظيفه کې غفلت وکړي.))
شارق له خلکو غوښتنه وکړه چې له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې ورسره مرسته وکړي تر څو وکولاى شي دې ستونزې ته د پاى ټکى کېږدي.
هغه وايي سره له دې چې په دې وروستيو کې له افغانستان سره د بهرنيو مرستې کمې شوې دي خو هڅه کوي چې په دغه ولايت د پخوا په شان د رغونې کارونه ترسره شي.
نوموړي زياته کړه چې د پوهنې په برخه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړي او په دغه ولايت کې به قومي جوړښتونو ته اړينه پاملرنه وکړي.
دغه راز شارق له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه چې د چارو د سمون په موخه يو ځل بيا د دغه ولايت نفوس له سره وشمېري.
شارق وويل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت هم بايد دغه ولايت ته ځانګړې پاملرنه وکړي؛ ځکه دغه ولايت حاصل خيزې ځمکې ډېرې لري.
پکتيکا د افغانستان د سرحدي ولايتونو له ډلې دى چې د مرکز ښرنې او غير رسمي شکين ولسوالۍ تر څنګ اتلس نورې ولسوالۍ لري.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.