Mammoth rally held in support of security forces

ښرنه (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٤): د پکتيکا ګڼ شمېر اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ څرګند کړى او ويلي يې دي چې د امنيت د ټينګښت په موخه به له امنيتي ځواکونو سره يو ځاى جګړه کوي.
په دغه لاريون کې د پکتيکا ولايت سلګونو اوسېدونکو، د مدني ټولنو غړو او دولتي چارواکو ګډون کړى او دغه لاريون د ښرنې ښار د شهيدانو له څلورلارې پيل او د شهيد نجيب الله تر څلورلارې وغځېد.
لاريون کوونکو مرګ پر پاکستان او ژوندي دې وي د افغانستان امنيتي ځواکونه، شعارونه هم ورکول.
لاريون کوونکو له دې امله د پاکستان پر ضد دغه شعارونه ورکول چې تېره اونۍ پاکستاني ځواکونو غوښتل د دغه ولايت د شکين ولسوالۍ په انګور اډې سيمه کې د افغانستان په خاروه کې تاسيسات جوړ کړي، خو خپلې موخې ته ونه رسېدل.
د لاريون پر مهال د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابري وويل چې د پکتيکا اوسېدونکي به ګاونډي هېواد پاکستان ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په خاروه کې تاسيسات او يا هم په هېواد کې امنيتي ستونزې جوړې کړي.
هغه زياته کړه: ((پکتيکا والو اوس خپل دښمنان پېژندلي او د پکتيکا زرګونه ځوانان اماده دي چې په افتخاري ډول د خپلو امنيتي ځواکونو تر شا ودرېږي او له هغوی سره اوږه په اوږه له خپل هېواد او ولس نه دفاع وکړي.))
د پکتيکا د خوځښت مدني ټولنې مشر او لاريون کوونکي برا خان تکړه هم وايي چې په تېرو څو کلونو کې پاکستان د افغانستان په ناامنيو کې د لاس لرلو تر څنګ په هېواد کې د تاسيساتو جوړولو هڅې کړې دي.
هغه وويل: ((حکومت دې موږ ته وسله راکړي له خپل هېواد نه به د امنيتي ځواکونو په څېر دفاع وکړو.))
يوه لاريون کوونکي مومن افغان پژواک ته وويل، د پکتيکا ډېرى خلک چمتو دي چې له خپلو امنيتي ځواکونو سره يو ځاى له خپلې پاکې خاورې دفاع وکړي.
افغان وايي: ((موږ ټول نر او ښځه اماده يو له خپل وطن نه دفاع وکړو، هېڅوک به پرې نه ږدو چې زموږ په هېواد کې ستونزې جوړې کړي.))
لاريون کوونکو په پاې يوه پرېکړه ليک هم صادر کړ.
د پرېکړه ليک له مخې، حکومت بايد د پاکستان پر دوه مخي سياست پوه شي او دغه هېواد ته اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په پاکه خاوره کې تاسيسات جوړ کړي.
په پرېکړه ليک کې ټينګار شوى حکومت بايد د پولو د امنيت د ټينګښت په موخه سرحدي ځواکونو ته اړينې وسلې او تجهيزات ورکړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.