از سرقت محمولۀ آهن آلات دولتى در جوزجان جلوگيرى شد

شبرغان (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٤): په جوزجان کې د ګازي څاګانو په کيندنه کې کارېدونکي غلا شوي وسايل او ورسره په تړاو شپږ کسان نيول شوي دي.
امنيتي چارواکي وايي چې په دغو وسايلو کې د برمې پلونه او نلونه شامل دي چې غلو غوښتل له خواجه  دو کوه ولسوالۍ څخه يې له ولايت نه بهر ته ولېږدوي.
د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمدجوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې نيول شوي کسان پر ګيسي ماشينونو سمبال وو او پلونه او نلونه يې په مهارت سره پرې کول او په يوه بار وړونکي موټر کې يې ځاى پر ځاى کړي وو.
هغه زياته کړه چې د دغو وسايلو اندازه ميليون ټنو ته رسېږي او تر اوسه څرګنده نه ده چې هغه يې چېرې لېږدول کېدل، له عاملانو يې څېړنه کېږي او امکان لري چې پخوا يې هم دغه کار کړى وي.
امنيه قوماندان زياته کړه چې ددې وسپنيزو توکو بيه ميليونونه افغانۍ کېږي او د شمال په هايدرو کارربنونو رياست د خواجه دوکوه ولسوالۍ د جنګل کلان ګازي برمه پورې اړه لري او کار يې له څه مودې راهيسې درېدلى دى.
د شمال د هايدرو کاربونونو رياست چې اوسمهال په کانونو او پټروليم رياست پورې اړه لري او پخوا د شمال د نفتو او ګازو رياست تفحصاتو په نامه يادېدل.
د شمال د هايدرو کاربونونو رياست يوه انجنير سيد نعمت الله د دغو وسايلو د مخنيوي په برخه کې د پوليسو د اقدام د ستاينې تر څنګ وويل چې دوى د ګازي څاګانو برمه کاري څه وخت وړاندې د وسله والو غلو له خوا د کارګرو د وهلو ډبولو او مزاحمت په سبب په ځينو ګازي ساحو کې درولې ده.
هغه زياته کړه چې د شامل د هايدرو کاربونونو رياست نلونه لېږدوي او د فرصت نه په ګټه اخيستنه غله هم په کار شوي د برمې نلونه او فرمونه برس او غلا کوي چې دولت ته ميليونونه افغانۍ زيان اړوي.
د جوزجان د مرکز شبرغان ښار اړوند سيمو کې لږ تر لږه ٣٠ فعالې او غير فعالې برمه کارۍ شته چې د شمال د هايدرو کاربونونو رياست د کارکوونکو له خوا د ګازي ساحو د تثبيت په موخه کار روان دى.
د جوزجان ولايتي شورا غړي اکرام الدين فرجاد وويل چې په بيت المال کې د لاسوهنې قضيې بايد د اړوندو چارواکو له خوا په کره توګه وڅېړل شي، دې قضيو ته دې کمه بيه نه ورکول کېږي، دا ټول ټولګټې تاسيسات دي چې د غلو له خوا لوټل کېږي.
هغه زياته کړه: ((له دې اوونۍ وړاندې هم هغه وسپنيز وسايل چې د ګازي څاګانو په کيندنه کې کارېږي، د شبرغان په جرقدوق ساحه کې په يوه موټر کې لېږدول کېدل چې زموږ له مداخلې وروسته ښکاره شوه چې د افغان ګاز تصدۍ د کارول شوو وسپنيزو پرزو او وسايلو د پلور قرارداد کړى، خو کله چې تړون ليک د وسپنې د الاتو سره مطابقت ورکړل شو، نو ورته والى يې نه درلود او دا قضيه د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا تر څېړنه لاندې ده.))
هغه ادعا وکړه چې د دې قضيو تر شاه ځيني لاسونه او افراد ښکېل دي چې بايد ډاګيز شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.