ګردېز کې د وسلو ضد کمپاين ترسره شو

ګردېز (پژواک، ١٣ چنګاښ): د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو او ماشومانو له خوا د وسلو ضد کمپاين ترسره شو.
دغه کمپاين د ودان افغانستان ګوند په نوښت پيل شوى و.
د دغه کمپاين پر مهال ماشومانو پلاستيکي ټوپک مات کړل او له کتابتون څخه يې کتابونه او قـلمونه ترلاسه کړل.
د ودان افغانستان ګوند غړی سيدالرحمن نيازي د چنګاښ په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له دغه کمپاين څخه يې موخه خلکو ته د وسلو د ناوړه پايلو په اړه پوهاوی ورکول دي.
نوموړي وويل په دغه کمپاين کې د ډېرو خلکو راټوليدل او لېوالتيا د دې مانا لري چې خلک نور له وسلو ستړي دي، پر خپلو ماشومانو باندې تعليم کوي او د يوه باثبات افغانستان هيله لري.
هغه زياته کړه: (( موږ به لا هم په دغه ولايت کې دا ډول کمپاينونو ته ادامه ورکوو تر څو د خلکو په ځانګړې توګه د ماشومانو ذهن له جګړې را واوړي او د تعليم لور ته وهڅول شي.))
د پکتيا د ولايتي شورا غړی محمدرحمان قادري دا ډول هڅې او فعاليتونه ستايي او وايي چې په دې برخه کې بايد هر کس خپل مسووليت ترسره کړي.
هغه زياته کړه: ((موږ د دې عمل ستاينه کوو، دا واقعاً ډېر ښه کمپاين دی، خدای دې وکړي چې په ټول کې هېواد کې ورته کمپاينونه پيل شي او له دولت څخه مو غوښتنه دا ده چې د دې وسلو راوړل او پلورل منع کړي.))
دغه راز  د ياد کمپاين يو ګډونوال لس کلن احمد فيصل وايي: ((له جنګ نه نور ستړي شوي يو او د خپل روښانه راتلونکي لپاره غواړو زده کړى وکړو.))
ده وويل چې په هېواد کې بايد داسې پرواګرامونه پيل شي چې له مخې ماشومان د وسلو پر ځاى د لوبو نورو شيانو ته مخه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ماشومانو له لوري د پلاستيکي وسلو استعمال ډېر شوى او لامل يې هم د تلويزيونو له لوري د يو شمېر سريالونو خپرول په ګوته شوي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.