د ميدان وردګو ولايتي شورا پر حکومت د ولس د باور پيدا کولو هڅه کوي

ميدان وردګ (پژواک ٤ چنګاښ ٩٤): د ميدان وردګو ولايتي شورا مرستيال مسعود شنيزى وايي، د ولايتي شورا غړي هڅه کوي، چې د مدني ټولنو، ولايتي شورا او ولايت مقام ترمنځ د درې اړخيزې همکارۍ په ترڅ کې پر حکومت د ولس باور پيدا کړي.
نوموړي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، په دې وروستيو کې ناامنۍ، د بيارغونې کارونو نه شتون او ځينې نورې کړنې د دې لامل شوي، چې د حکومت او ولسونو ترمنځ واټن پيدا شي.
ده زياته کړه، د دغه ولايت ولايتي شورا غړو هڅې پيل کړي، ترڅو دغه واټن له منځه يوسي او د حکومت او ولسونو ترمنځ د پوره باور فضا رامنځته کړي، چې دغه کار د ميدان وردګو ولايت په امنيت هم مثبته اغېزه کولاى شي.
دى وايي، ولايتي شورا همداراز د اداري پلاوي له ټاکلو وروسته د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ښځو له حقوقو څخه د دفاع کولو جدي لړۍ پيل کړې ده.
هغه زياتوي، د دغه کار په ترڅ کې به ښځې ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو ته لاسرسى پيدا کړي او هغه مېرمنې، چې د کورنۍ سرپرستي کوي، کاري زمينه به ورته برابره کړي.
د ولايتي شورا مرستيال وايي، له ادارو سره يې په ګډه کار پيل کړى، ترڅو مېرمنې عدلي او قضايي ارګانونو ته هم لاسرسى پيدا کړي او د ستونزو پر مهال له خپلو حقوقو څخه دفاع وکړي.
د نوموړي په وينا، د ميدان وردګو ولايتي شورا د خلکو د شکايتونو د اورېدو په موخه يو اساسي ميکانېزم رامنځ ته کړى، چې په ترڅ کې يې د ولسونو ګڼ شمېر ستونزو ته ځوابونه ويل شوي او يو شمېر نور يې د حل په موخه له اړوندو مسوولينو سره شريک کړي دي.
د ولايتي شورا مرستيال د معلوماتو له مخې، تر دا مهاله يې د مرکز ميدانښار، د سيداباد، دايميرداد، بهسودو، نرخ او جلرېز ولسواليو اوسېدونکو لسګونه هغه شکايتونه، چې په بېلابېلو برخو کې درلودل، له مسوولينو سره يو ځاى څېړلي دي.
شينيزى وايي، د ميدان وردګو ولايتي شورا د دغه ولايت سکتوري رياستونو څخه د معلوماتو اخيستلو او د هغوى له لوري د وړاندې کېدونکو خدمتونو د ارزونې لړۍ هم پيل کړې ده.
د ولايتي شورا مرستيال د پوهنې، کليو پراختيا او بيارغونې او ټولګټو چارو هغه ادارې په ګوته کړې، چې تر دا مهاله يې د ترسره شويو کړنو ارزونه کړې ده، چې له دې وروسته به د پوهنې په چارو کې کيفيت او کميت دواړه په نظر کې نيول کېږي.
ده وويل، د پوهنې ادارې ورسره ژمنه کړې، چې د پوهنې په برخه کې به له دې وروسته په ټولو سيمو کې په يوه اندازه د بيارغونې کارونه ترسره کېږي او همداراز به د ښوونکو د ظرفيت لوړونې په برخه کې کار ترسره کړي.
د ولايتي شورا مرستيال د دغه ولايت په فوايد عامې اداره کې زياتې ستونزې په ګوته کوي، چې په وينا يې، چارې به يې د ولايت له مقام سره په همغږۍ وڅېړل شي او هڅه به وکړي، چې شته ستونزې له منځه ولاړې شي.
د يادونې وړ ده، چې د ميدان وردګو ولايتي شورا د ټاکنو له پايلو اووه مياشتې وروسته، خپل منځي اختلافات حل او اداري پلاوى يې د ازادو ټاکنو له لارې وټاکه.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.